د لیکوال: زړګی زیارمل ارشیف

امنیتي چارواکي: په غورماچ کې د ملي اردو ۸۰ تنه سرتیري محاصره دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۶): امنیتي چارواکي د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې پر داسي مهال د ۸۰ تنه سرتیرو د محاصرې خبر ورکوي چې د تيري یکشنبې په ورځ طالبانو د غورماچ ولسوالۍ پر مرکز سپین بیرغونه ورپول. د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وایي چې شاوخوا ۸۰ تنه د ملي اردو عسکر د تېرو شلو ورځو ...

نور ولوله »

د شاولیکوټ په جګړه کې جګپوړي قومندانان وژل سوي او ټپیان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): وړمه شپه طالبانو د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر هغه کومکي کاروان برید وکړ چې د محاصره ځواکونو د مرستي لپاره ماڼو کلي ته پر لاره و. طالبانو د شپې مهال د ماڼو سیمي په مربوطاتو کې پر دغه کاروان برید وکړ، په برید کې طالبانو د شپې ...

نور ولوله »

روسیه ۱۰۰ ټنه وزن لرونکې (شیطان ۲) توغندۍ جوړوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶): د روسیې د لومړي وزیر مرستیال دمتري روګوزین د تېري پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددوی د هیواد عسکري صنعت د ۱۰۰ ټنه وزن او لوی جسم لرونکي Satan 2 (شیطان ۲) توغندي جوړولو امر اخیستني ته انتظار کوي. د روسیې Ria Novosti خبري اژانس ویلي چې شیطان ۲ ...

نور ولوله »

سرتیري برید چمن کې جګپوړی پولیس افسر وژلی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۶): افغان پولي ته څېرمه چمن کې سرتیري برید د پاکستاني پولیسو جګپوړۍ افسر وژلی او ځیني نور پولیس یې ټپيان کړي دي. پېښه نن غرمه مهال د چمن بازار پر بوغره سړک رامنځته سوي، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې پر موټر سایکل سپور بریدګر هغه وخت چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ کله چې ...

نور ولوله »

د چخانسور ولسوال ووژل سو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوال نن سهار د نامعلومه وسلوالو په ناڅاپي برید کې وژل سوی دی. د نیمروز د والي ویاند احمد عرب رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د چخانسور ولسوال اغا محمد فضلي نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې (دوشنبه، غبرګولي ۲۹) په زرنج ولسوالۍ کې نامعلومه موټرسایکل ...

نور ولوله »

زابل کې نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۶): د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي عامل خپل ۶ پولیس همکاران وژلي او د سیمي څخه په تېښته بریالی سوی دی. پېښه تېره ورځ (شنبه ۶ غبرګولی) مازدیګر مهال د شینکۍ ولسوالۍ په سوري سیمه کې رامنځته سوي، نفوذي پولیس د ځان سره وسلې او مهمات هم طالبانو ته ...

نور ولوله »

ازادي راډیو: د شاولیکوټ په برید کې ۵۹ سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): په کندهار ولایت کې د طالبانو وروستیو شپنیو تهاجمونو امنیتي چارواکي اندیښمن کړي، دوی وایي چې د طالبانو رواني حملې د پخوا په پرتله لویې او په منظمه توګه پلان سوي دي. د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د سلګونو کسانو په یوه غونډه کې ګډونوالو ته وویل چې د کندهار امنیت په ...

نور ولوله »

شاولیکوټ کې د ملي اردو ۱۸ سرتیري وژل سوي او ۱۶ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو لېزري قطعې تېره شپه د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه او ځینو پوستو بریدونه کړي دي. امنیتي چارواکي وایي د شاولیکوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې تېره شپه لسګونه طالب وسلوالو د ملي اردو پر یوه قرارګاه برید کړی چې د شپې د لسو بجو ...

نور ولوله »

طالبانو د بادغیس پر قادس ولسوالۍ برید کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۶): د بادغیس ولایت ځايي چارواکو د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په قادس ولسوالۍ کې د جګړو خبر ورکړی دی. د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تېره شپه (۱ غبرګولی) د قادس ولسوالۍ په دره بوم سیمه کې سختي نښتي سوي دي چې له امله یې د امنیتي ځواکونو ځینو پوستو سقوط ...

نور ولوله »

کندهار کې د ملي اردو ۲۰ سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۶): د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو برید د ملي اردو سرتیرو ته مرګ-ژوبله اړولي او ځیني وسایط یې ویجاړ کړي دي. برید تېره شپه وسلوالو طالبانو د شاولیکوټ ولسوالۍ په اڅګزو سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه کړی، برید شاوخوا څلور ساعته دوام کړی او د سپکو او ...

نور ولوله »