fbpx

د لیکوال: فیض محمد پسرلی ارشیف

ایکسپریس ټربیون: پاکستاني ډیپلوماتان په کابل کې ځورول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت کارمندان ځورول شوي دي، چې له همدې امله ځینې مامورین مجبور شوي چې د سفارت په ودانۍ کې دننه پاتې شي. د ورځپاڼې په خبره، د پاکستان حکومت په کابل کې خپل سفارت ته خبرداری ورکړی چې ...

نور ولوله »

فاریاب: طالبانو له دوستمي ملېشو د «استانه بابا» ستراتيژيکه سیمه بېرته ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي۵مه ۱۳۹۴ل): طالبانو په فاریاب ولایت کې له دوستمي ملېشو د شیرین تګاب ولسوالۍ هغه ستراتيژیکه سیمه چې تېره ورځ يې له لاسونو وتلې وه، بېرته ونیوله. د جنرال دوستم د ډلګۍ مرستیال مسعود احمد مسعود پرون ویلي وو چې دوستم په مشرۍ ملېشو تېره ورځ په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د استانه بابا سیمه او ...

نور ولوله »

پاکستان: محکمې د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د نیولو حکم صادر کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د فساد د مخنیوي مرکزي محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني او د پاکستان د خلګو د ګوند د یو بل مهم غړي او پخواني وزیر امین فهیم د نیولو حکم صادر کړی. پاکستاني محکمې تر هغه وروسته د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر ...

نور ولوله »

یوه بله صحرايي محکمه؛ ملي اردو یو لاروی د طالب په تور وژني – ويډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): په یوې تازه خپره شوې ویډيو کې د ملي اردو عسکر د خپلې یوې پوستې تر څنګ یو لاروی د طالب په تور وژني. دغه ويډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او نن ټکی اسیا ترلاسه کړې، په کې د ملي اردو عسکر د خپلې پوستې تر څنګ یو لاروی د ...

نور ولوله »

تاريخ مهم دی! (۳)

لیکوال: لطف الله خیرخوا په داسې يوه زماني مقطع کې ګونګ مزل کول، چې فعاليت په کې له عام مصلحت سره سمون نه خوري، د سترې تاريخي اشتباه او ستر تاريخي تور لامل کېدی شي. کله مزل ګونګ وي، مګر کله په داسې يوه مقابله کې سړی بې طرفي اظهار کړي، چې تاريخ يې د بښلو توان نه لري. د ...

نور ولوله »

ننګرهار: د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي. د شیرزادو ولسوالۍ د کودي خیلو د تنګي یو تن اوسیدونکي افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې د بهرنیو ځواکوانو یوې بې پېلوټه الوتکې پر یوې شاړې ځمکې توغندی ...

نور ولوله »

اسلام اباد: پولیسو د ملي امنیت دوه شکمن «جاسوسان» نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۴مه ۱۳۹۴ل): پاکستاني رسنۍ وايي چې پولیسو نن د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست دوه شکمن «جاسوسان» نیولي دي. دې نیوز پاکستاني ورځپاڼې لیکلي چې دغه دوه کسان د اسلام اباد په G-9 سیمه کې امنیتي ځواکونو د افغانستان څارګرې ادارې ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د ...

نور ولوله »

امریکا د طالبانو مرستیال مشر سراج الدین حقاني ورور په تور لست کې شامل کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۴مه ۱۳۹۴ل): د امریکا متحده ایالتونو د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال سراج الدین حقاني ورور په تور لست کې شامل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عبدالعزیز د طالبانو اړوند یوې ډلې فعاله غړی ګڼلی دی. تر دې وړاندې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال او په ...

نور ولوله »

د مخابراتو وزارت ویاند د «مسوولینو بې کفایتۍ او پراخه فساد» له کبله استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۴ل): د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت ویاند په دغه وزرات کې د «پراخه فساد او بې کفایته مسوولینو» د شتون له کبله استعفا ورکړې. نصرت رحیمي وايي چې د فساد یو ځای «سلام مخابراتي شبکه» وه چې مخابراتي کمپنۍ او د مخابراتو وزارت یې پر ضد یو لاس شول، دغه شبکه یې ناکامه ...

نور ولوله »

شمالي وزیرستان: پاکستاني طالبانو په برید کې د یوه ډګرمن په شمول ۲ پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۴ل): د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځيانو تر منځ جګړه کې د یوه افسر په شمول ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې ISPR په خپل رسمي بیان کې منلې چې ډګرمن فیصل ملک او یو بل ټيټ رتبه پوځي په یوه ...

نور ولوله »