د لیکوال: فیض محمد پسرلی ارشیف

مشرانو جرګه: د کندوز والي «جاسوس او اوباش» دی

fazal hadi muslimyar

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت کندوز کې د دوو مهمو ستراتيژیکو ولسوالیو تر سقوط وروسته د مشرانو جرګې ددغه ولایت والي پر ضد توندې څرګندونې کړي دي. تېره ورځ د کندوز والي محمد عمر صافي د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق تر هغه وروسته چې د دشت ارچي د ولسوالۍ د سقوط ...

نور ولوله »

اکو بکو سر سیندکو – عیساخان لاړو په ترپکو

جانان خدرخېل اکو بکو سر سیندکو عیساخان لاړو په ترپکو پارلمان سوری سوری د بریدګرو په مردکو نږدې دوه ساعته جنګ د راکټو د ټوپکو هلته زور نه رسېده د چورلکو الوتکو په درواغو یې ویل شپږ مې ووژل هلکو ډرامه شوله شروع د واه واه او د چک چکو عیساخان به شي مالدار په روپیو د اوزبکو په یوه ...

نور ولوله »

عیسی خان، قهرمان طلوع نیوز یا قهرمان ملی!؟!

 نویسنده: محمود احمد نوید گویند یک دروغگویی بود و یک دروغ راست کنی؛ یعنی هر سخنی که این دروغگو می گفت رفیقش که وظیفۀ دروغ راست کردن را داشت مجبور بود که دروغش را به صدق و راستی تعبیر کند تا در بین جامعه به شخص راستگو و درست کار مشهور شود؛ تا اینکه شخص دروغگو روزی در جمعی حضور ...

نور ولوله »

اوسني حالات او د یو ملي او رښتنوني رهبر نه شتون

خوشحال آصفي زما په هیواد کې ملي وحشت خپور دی، انارشیزم حاکم دی، اقتصادي ناورین دی، چور او چپاول دی، اخلاقي او اداري فساد چېغې وهي، میلیونونه انسانان په مخدره توکو روږدي دي، میلیونونه ا نسانان وزګاره دي. زما په هیواد کې هره ورځ په لسګونو ملسمانان له هرې خوا وژل کیږي، فقر حاکم دی، د غریب او بې وسو ...

نور ولوله »

توبه له ګناه، کفر او ارتداد څخه

لیکوال: احمد الله عاطفی د کافر، مشرک او مرتد توبه: هر انسان فطرتا د توحید سره دنیا ته راځي، په همدی بنسټ هر څوک دنیا ته راځی فطرتاً مسلمان وي ،د عمر په لوړیدو دا فطري ایمان په کسبی ایمان بدلیږي، کله هم کسبی ایمان د کورنیو او یا دچاپیر یال تر اغیز لاندی په کفر بدلیږي، هر کله دغه ...

نور ولوله »

محقق: طالبان لا هم پر خپل نظر ولاړ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال، حاجي محمد محقق د اسلو د نړیوالې ناستې له ګډونوالو څخه و. دغه ناسته چې د روانې جون میاشتې په ۱۷ او ۱۸ ترسره شوې وه، د سیدمحمدطیب اغا په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته هم په کې بلنه ورکړل شوې وه. دا لومړی ځل ...

نور ولوله »

د کندوز ښار په ۵۰۰ مترۍ «بندر امام صاحب» کې درنه جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): تر هغه وروسته چې طالبانو د کندوز ولایت دوې مهمې ستراتيژیکي ولسوالۍ ونیولې، جګړه ددغه ولایت تر دروازو رسېدلې ده. د کندوز څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې طالبانو د چاردرې او دشت ارچي ولسوالیو تر نېولو وروسته د ښار پر لورې پرمختګ پیل کړی او د کندوز ښار په ۵۰۰ مترۍ کې ...

نور ولوله »

ایډیالوژیک سیالیو حکومتی واک ننګولۍ دی

عبدالباری عارض د ملی یووالی حکومت په وړاندی لویه ستونځه هغه ده چی په دواړو حاکمو غاړو یا دواړو ټیمونو کی کمپاینران او ملاتړی د ایډه لوژی پر بنسټ نه بلکه اکثرا د معمول مراوداتو پر اساس د فردی ګټو ( سهم)د ترلاسه کولو په موخه سره یو ځای سوی دی نو ځکه اوس کله چی د تحول او اصلاحاتو ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ تراويح

دادمحمد ناوک د ماخستن له لمانځه وروسته فضا د قرآن تلاوت پر سر سره واخلي، که لږ لوړې ته وخېژې، د ماخستن په زړه کې ملکوتي غږونو ته غوږ ونیسي او په ښار کې سترګې وټومبې داسې فکر به کوې لکه له هر روښانه ګروپ چې د قرآن تلاوت اورې! په کابل کې د تروایحو لمونځ مې اول وار په ...

نور ولوله »

د چاردرې له سقوط وروسته د کندوز نورې ولسوالۍ هم د سقوط په حال کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د کندوز ځینې استازي وايي، د چاردرې له سقوط وروسته طالبان د دغه ولایت د نورو ولسوالیو دروازو ته رسېدلي چې ښايي د چاردرې له برخلیک سره مخ شي. د کندز استازي هم تاییدوي چې پرون طالبانو د کندوز چاردرې ولسوالي ونیوله. طالبانو پرون د یوې ویډیو په خپرولو سره ...

نور ولوله »