fbpx

د لیکوال: بلال ساپی ارشیف

د کابل انترنیت قطع شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): دمخابراتو چارواکو په کابل او د افغانستان په نورو ولایتو کې د انترنیت پرې کېدو لامل په تورخم کې د نوري فایبر شبکې د کیبلونو قطع کېدل ښودلي دي. د افغانستان د مخابراتي تنظیم ادارې (اترا) رییس خیرمحمد فیضي ویلي چې د تورخم سره نېږدې د نوري فایبر شبکې کیبلونه له منځه تللي ...

نور ولوله »

د کندوز بېړني حالت نورالحق علومي تر دغه ولایته وڅکاوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۱۰مه ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د کندوز د امنیتي وضعیت څېړلو او په دغه ولایت کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو له کبله دغه ولایت ته بیړنی سفر کړی دی. علومي ددغه سفر پر مهال ویلي چې په شمال ولایتونو جګړه د هغو کسانو لخوا روانه ده چې اساسي قانون مني خو شخصي ...

نور ولوله »

کنړ کې دوه ښوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۱مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په ختیځ ولایت کونړ کې ناڅرګندو وسله‌والو ۲ ښوونکي وژلي دي. د کنر ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل وايي چې دغه ښوونکي نن شاوخوا ۱۱ بجې د دانګام ولسوالۍ په بیداد سیمه کې وژل شوي دي. هغه ددغو ښوونکو د وژنې پړه پر طالبانو ور اچولې او په وینا یې ...

نور ولوله »

د هوښیار موږک کیسه

حامد افغان د ستونزو په حل کې مرستندویه او ګټوره کیسه کیسه کا یوه سړي یو بڼ لاره، په هغه کې به یې د کور څاروي ساتل، په داسي بڼ کې طبعاً د موږکانو ژوند هم برابر وي، یوه ورځ موږک په بڼ کې “تلکه” وليدله، حالت یې بيخونده او نارې یې پیل کړې: د بڼ ټولو څارويو خبر اوسئ ...

نور ولوله »

کندز: امریکايي جنګي الوتکو ولسي وګړي بمبار کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت کندز کې امریکايي جنګي الوتکو ولسي وګړي بمبار کړي دي. په کندز کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې طالبانو د حکومتي عسکرو په مرکزونو بریدونه پیل کړي او د راپورونو له مخې د کندز ولایت مرکز ته څېرمه سیمو ته رسیدلي دي. په جګړه کې د حکومتي عسکرو ...

نور ولوله »

پېښور کې ورښتونو او تېزو بادونو ۴۳ کسان وژلي – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې سختو بارانونو او تېزو بادونو لږ تر لږه ۴۳ کسان وژلي او نژدې ۲۰۰ نور ټپیان دي. په پېښور کې د یکشنبې د ورځې راهیسې په پرلپسې توګه توفاني بارانونه پیل شوي دي. د بارانونو او بادونو له کبله په پېښور او اړونده سیمو کې ...

نور ولوله »

نيپال: د زلزلې د قربانيانو شمېر له درې زرو واوښت، سلګونو لا هم ورک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): نيپال کې د درنو زلزلو له امله لکونو خلک بې کوره شوي او تر اوسه له ۳۲۱۸ کسان مړه شوي او زرګونو خلک لا هم ورک دي. د نيپال پلازمېنه کټمنډو او نورو ښارونو کې لکونو خلک بې کوره شوي او زرګونو کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي. د نيپال د بېړنوي مرستو ...

نور ولوله »

اشرف غني د نظامي مرستو د راجلبولو په موخه يو ځل بيا هند ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني نن په يو رسمي سفر يو ځل بيا په داسې وخت کې هند ته ځي، چې هندوستان د نوموړي له وروستيو فعاليتونو او پاليسيو نهيلی ښکاري. هندي رسنۍ وايي، چې ولسمشر اشرف غني به د هندوستان صدر اعظم نريندرا مودي او نورو هندي چارواکو سره د ...

نور ولوله »

فیصل آباد په کرهنیز پوهنتون کې د افغان محصلینو کلنۍ غونډه ترسره شوه

د راپور له مخې تیره ورځ په فیصل اباد کرهنیز پوهنتون کې د افغان محصلینو کلنۍ غونډه وشوه. یاد پوهنتون چې په نړۍ کې په۹۷ ، په اسیا کې ۲۰ او په پاکستان کې لومړی مقام لري پرون غرمه افغان محصلینو د یوه زړه پورې غونډی په ترڅ کې خپلو یو شمیر محصلینو ته د فراغت د مبارکۍتر څنګ نوو ...

نور ولوله »

د داعش تر نامه لاندې اجیره ملیشيأ (مرسونر )

ډاکتر م ، عثمان تره کی د افغانستان او پاکستان لپاره د روسې ځانګړي استازي « ضمير کابلوف » له روسي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې « د امريکايي الوتکو لخوا پر هغه طالبانو برید کيږي، چې د دولت اسلامي یا داعش له ډلې سره يو ځای کېدلو ته غاړه نه ږدي ». د « کابلوف » خبرې ...

نور ولوله »