د لیکوال: بلال ساپی ارشیف

بدخشان کې د درنو تلفاتو وروسته علومي جرم او وردج ته سفر وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزیر د یو پلاوي په مشرۍ د بدخشان د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه دغه ولایت ته ولاړ. د بدخشان ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن ویلي چې نورالحق علومي ددغه ولایت مرکز فیض اباد ته تر رسېدو وروسته د سرپرست والي سره یوځای جرم او وردج ولسوالیو ...

نور ولوله »

په کابل کې د ګډ حکومت پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): په کابل کې د حزب همبستګي په نامه د یوې ډلګۍ یو شمېر ښځو د ګډ حکومت دواړو مشرانو پر ضد لاریون وکړ. دغه ښځینه لاریون چې د ګډ حکومت مشران یې په ع او غ یادول، د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، د ۳۱ ترې تم شویو هزاره ګانو د چټک ...

نور ولوله »

د خپلو حقوقو په خاطر، د بندیانو وروسته دولتي مامورینو هم خولې ګنډلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): له دې تر مخه به بندیانو خپلي خولې ګنډلې، تر څو د دولت او زندان د چارواکو څخه خپل قانوني حق تر لاسه کړي، خو دا لومړی ځل دی چې دولتي مامورین په دغه سي یو اعتراض لاس پوري کوي، او خپل د قانوني حقوقو په خاطر خپلې خولې کنډي. د هلمند ولایت ...

نور ولوله »

د اسیا جام راتلونکي سیالۍ به شل اوریزې وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د کرکټ کونسل مشر اعلان وکړ چې دا ځل به د اسیا جام سیالۍ شل اوریزي وي، او د افغانستان په ګډون به نورې ډلې هم په کې د لوبېدو چانس ولري. تر دې وړاندې دغه سیالیو کې پنځوس اورونه لوبول کېدل. د اسیا کرکټ کونسل مشر اشرف الحق ویلي چې ...

نور ولوله »

پرویز خټک: نور به افغان مهاجرین په پښتونخوا کې نه تنګول کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر وايي چې تر دې وروسته به هېڅ یو افغان مهاجر د پاکستان د پولیسو لخوا نه تنګول کیږي. د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویز خټک د یوه لوړپوړي ۲۷ کسیزه پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته راغلی دی. د افغانستان د حکومت سرچېنو ویلي چې په ...

نور ولوله »

نسیم شریفي د ګلخانۍ ماڼۍ د تشریفاتو رییس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر د یوه فرمان پر اساس محمد نسیم شریفي د ارګ د تشریفاتو رییس ټاکلی چې نن رسما دفتر ته ورمعرفي شو. د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې نوموړی د چارو د ادارې د عمومي رییس عبدالسلام رحیمي لخوا د ولسمشرۍ د دفتر د تشریفاتو ریاست ته ورمعرفي ...

نور ولوله »

اسلامي دولت «يرموک» سيمه پرېښودله، جبهة النصرې بیا ونیوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): دمشق ښار ته څېرمه د «یرموک» ستراتېژیکه سیمه چې تېره چهارشنبه د اپریل پر اتمه نېټه اسلامي دولت د بشار الاسد ځواکونو سره د یوې اونۍ جګړو وروسته نیولې وه، بېرته پرېښې ده او بلې جهادي ډلې جبهة النصرې نېولې ده. الجزیرې تلویزون په خپل یوه راپور کې ویلي چې د اسلامي دولت ...

نور ولوله »

راځئ استعفا ورکړو

لیکوال: خوشال آصفي افغانستان یو داسې هېواد دی چې لېوان پکې د قدرت خاوندان دي او دغه لېوان تل زموږ د ټولنې پر بېلابېلو ډلو (مظلومو او بې وسه خلکو) باندې حکومت کوي. زموږ دوه سوه کلن لیکلی او تدوین شوی تاریخ د دې مسئلې شاهد دې چې که یو څوک یو ځل په قانوني یا ناقانونه توګه قدرت ته ...

نور ولوله »

سرپل: اربکیانو ولسي وګړي ډبولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د سرپل ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د صیاد په ولسوالۍ کې سیمه‌ییزو پولیسو یا اربکیانو ۱۳ ملکي وګړي تر مرګه ډبولي دي. د سرپل ولایتي شورا غړي وايي چې پرون سهار اربکیانو په صیاد ولسوالۍ کې د څرځایونو پر سر لانجې له امله، تر مرګه ډبولي دي. د ولایتي شورا ...

نور ولوله »

اسلامي بانکداري

لیکوال: ډاکټر مصطفی نیازی د بانک تعریف: بانک عبارت له هغې تجارتې ادارې څخه دی چې هلته د تاجرانو، صنعتکارانو او نورو عامه افرادو شتمنۍ جمع کیږي. د اسلامي بانکدارۍ د تجربو تاریخې شالید: اسلامي بانکدارې په نوي او ماډرن سستم سره په بیلابیلو پړاونو کې منځته راغلي چې هغه په لاندې ډول دي: لومړی: د اسلامي بانکدارې مفکوره چې ...

نور ولوله »