د لیکوال: بلال ساپی ارشیف

فراه: پشت‌رود ولسوالۍ د سلګونو طالبانو تر برید لاندې ده

نن ټکی اسیا ( شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي چې سلګونو طالبانو ددغه ولایت په پشت‌رود ولسوالۍ برید کړی دی. د پشت‌رود ولسوال ملا غوث الدین وايي چې نن سهار طالبانو د پشت‌رود په ولسوالۍ برید کړی او جګړه لا هم په شدت سره روانه ده. هغه ادعا کړې چې په برید کې شاوخوا ۷۰۰ ...

نور ولوله »

د نه بښونکو «ښکاره ګناهونو» څو بیلګي

لیکوال: حامد افغان د قرانکریم او نبوي حدیثو دقیق فهم او لکه څرنګه چې مراد وي هغسي تشریح اسانه کار نه ده، دا موضوع ډېره باریکه او له ژور علم پرته نه شي ترسره کیدلی، دلته یو حدیث درته تشریح کوم او په دې تشریح سره لویو مطالبو ته نغوته کوو، کله په یوه حدیث کې یو کار /ګناه د ...

نور ولوله »

يو حكومت دوه نظره/سرليكنه

نن ټکی اسیا: سرليكنه: د تیرې پنجشنبې په ورځ د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني احمدزي په یوه رسمي اعلامیه کې د یمن په اړه د سعودي عربستان د موقف ملاتړ اعلان کړ. خو د اعلامیې تر صدور یوه ورځ وروسته د ګډ حکومت اجرائیه مشر او د هغه مرستیال د سعودي عربستان په اړه د ولسمشر د موقف ...

نور ولوله »

غله او د زابل قیمتی غمی

لیکوال: ګړیخیل ګړندی په زابل کی د قیمتی ډبرو کشف چا کشف او چا غلا کړو؟ غرمه چی هوا خړه پړه غوندی وه دمنی سیلي به سهار وختی ډیریخ جوړکړی وو خو دغرمی خواته به دلمرتیزو شغلو سړی سوری ته اړ ایستلو ،کلی کی هم دسړی خُلک په تنګیدلو ځکه چي په باغونوکی به میوی نه وی د درختو زیړی پاڼي ...

نور ولوله »

د ارواښاد ډګروال سید نجم الدین آغا د مړینی په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

د ارواښاد ډګروال سید نجم الدین آغا د مړینی په مناسبت  د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام ۱۴/۱/۱۳۹۴ عجمان – متحده عرب امارات په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد رښتنی خدمتګار، نومیالی پوځی افسر او ټولنیز شخصیت الحاج ډګروال سید نجم الدین آغا د دی فانی نړی څخه د ابد دپاره سترګی ...

نور ولوله »

د ګډحکومت بل ټکر؛ محقق هم د یمن په جګړه کې د اشرف غني دريځ سره مخالفت وښود

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس دوهم مرستیال محمد محقق د یمن په جګړه کې د اشرف غني د دريځ سره سخت مخالفت ښودلی او دا یې د امنیت د شورا لخوا د شوې پریکړې مخالف دريځ ګڼلی دی. محمدمحقق د ازادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي چې د یمن په جګړه کې ...

نور ولوله »

طالبان: د غزني عملیات د «دښمن» په تېښته پای ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د غزني ولایت په شلګر او ده یک ولسوالیو کې د حکومتي عسکرو لخوا د «نصرت» تر نوم لاندې د دغو ولسوالیو څخه د طالبانو د ویستلو لپاره عملیات پیل کړي وو چې پرون پای ته ورسېدل. طالبانو د «نصرت» عملیات ناکام بللي او په وینا یې عملیات ...

نور ولوله »

مومپلي هم د زړه د مریضانو لپاره ګټور دي!

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): یوه تازه امریکايي څېړنه وايي چې په غذا کې د مومپلیو ګډول زړه له ډيرو ناروغیو ساتلی شي. د امریکا د بوسټن په ښار کې یوه نوې  څېړنې ویلي چې کوم کسان په اونۍ له دوه ځل زیات په خپلو خوراکونو کې مومپلي ګډوي نو د زړه د ناروغۍ خطر یې کم وي. ...

نور ولوله »

لوګر: چاودنې د یوې کورنۍ د ټولو ۷ غړو ژوند اخېستی

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل په ګاونډي ولایت لوګر کې چاودنې د یوې کورنۍ ټول ۷ غړي وژلي دي. دغه چاودنه نن د وري په ۱۴مه د بره‌کي برک ولسوالۍ په شیر دروازه سیمه کې په یوې کورلا موټر وشوه. د لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزی د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنه ...

نور ولوله »

د خوست خونړۍ چاودنې د قربانیانو شمېر۲۰ ته لوړ شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د خوست د پرونۍ خونړۍ چاودنې د قربانیانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شو. د خوست څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په پرونۍ خونړۍ چاودنه کې د دوه قومي مشرانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي. دغه چاودنه پرون د وري په ۱۳مه د خوست ولایت ...

نور ولوله »