د لیکوال: بلال ساپی ارشیف

فاریاب: المار کې د اربکیانو قومندان وژل شوی او ۵ ملګري یې له وسلو سره ورک دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۶مه ۱۳۹۴ل): فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د اربکیانو یوه پوسته وسله‌والو طالبانو نیولې، قومندان یې وژلی او پنځه ملګري اربکیان یې د وسلو سره ورک دي. د فاریاب ولایت د المار ولسوال محمد صالح صالح د پېښې تایید کړی خو جزییات يې نه دي ورکړي. د المار ولسوالۍ په ...

نور ولوله »

«د عطا محمد نور په ملاتړ لاسلیکونه په زور اخېستل شوي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۵مه ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازې ګلالۍ نور ساپۍ وايي چې د بشري حقوقو د نقض د راپور په غبرګون کې د عطا نور په ملاتړ له خلکو په زور لاسلیکونه اخېستل شوي دي. ګلالۍ نور پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د بلخ ولایت د یو شمېر ولسوالیو خلکو ورسره ...

نور ولوله »

پښتونخوا: پاکستان د افغان کډوالو پر مخ د کوهاټ تونل لویه لاره تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۵مه ۱۳۹۴ل): د پښتونخوا حکومت یو ځل بیا د کوهاټ مشهور تونل چې هره ورځ پرې زرګونه کسان تیریږي او پېښور د کوهاټ په شمول له نورو سیمو سره نښلوي د افغان کډوالو پر مخ تړلی دی. په کوهاټ کې افغان کډوال مشفق حریتمل نن ټکي اسیا ته د تلېفون پر کرښه وویل چې د پاکستان ...

نور ولوله »

کابل: نننۍ چاودنې ۷ کسان وژلي او ۳۶ نور ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۵مه ۱۳۹۴ل): دویم تعقیب: د پلازمېنې کابل د دوهمې امنیتي حوزې مخې ته نننۍ چاودنې ۷ کسان وژلي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي وايي چې چاودنه نن شاوخوا ۴:۳۰ بجې د مراداخانۍ په سیمه کې د دوهمې امنیتي حوزي مخې ته وشوه. هغه ادعا کړې ...

نور ولوله »

د لښکرګاه په مرکزي زندان کې د بندیانو او پولیسو تر منځ نښته روانه ده

prisoners

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په مرکزي زندان کې د بندیانو او پولیسو تر منځ د نښتې خبر ورکړل شوی دی. په لښکرګاه کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې د پېښې په اړه کره جزییات لا هم نه دي ورکول شوي، خو یوه بندي ورته د تلیفون پر کرښه ویلي ...

نور ولوله »

محبوب الله محیبي د کابل نوی سرپرست والي شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۴مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزي د یوه فرمان پر اساس محبوب الله محیبي د کابل ولایت سرپرست والي والي ټاکلی. د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې د نوموړي د منظورۍ حکوم ولسمشر اشرف غني د کب د میاشتې په ۲۸مه نېټه ورکړی. محبوب الله ...

نور ولوله »

جرمنۍ الوتکه په فرانسه کې غورځېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۴ل): فرانسوي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله لیکلي جې «ایر باس» جرمنۍ الوتکه د فرانسې په جنوب کې هغه مهال غورځېدلې چې ۱۴۲ سپرلۍ یې جرمني ته لېږدولې. رويټرز خبري اژانس د فرانسوي پولیسو له قوله لیکلي چې جرمنۍ (AIRBUS ۳۰۲) الوتکه چې ۱۴۲ مسافر یې لېږدول د فرانسې په ...

نور ولوله »

د حضرت عمر رض د ژوند ‍۱۰۰ کيسې (۲)

محمد طارق فاروقي تېر پسې هغه کارونه چې بنیاد يې حضرت عمر (رض) ايښی دی هغه کارونه چې د لومړي ځل لپاره حضرت عمر (رض) پيل کړل: ۱- هغه تن چې په ښکاره توګه يې هجرت وکړ. ۲- هغه کس چې تر ټولو وړاندې اميرالمومنین ونومول شو. ۳- هغه شخص چې د لومړي ځل لپاره يې هجري تاريخ رامنځته کړ. ...

نور ولوله »

ځیرکتیا

لیکوال: حامد افغان يوه پلار خپل دری زامن را وغوښتل، ورته ویې ویل: دلته دری خونې دي، تاسو دریواړه به یوه یوه خونه ډکوئ، چې له هرشي مو ډکوله خوښه ستاسو، خوکه هر یوه ترټولو مخکي خپله خونه پوره ډکه کړه هغه ته به ارزښتناک انعام ورکوي. یوه زوی یې د کوچنیو کاڼو په راټولولو پیل وکړ څو خپله خونه ...

نور ولوله »

ځمکنی توت

لیکوال: ډاکتر نجیب الله (ملګری) ځمکنی توت چې په دري ژبه کې ورته توت زمینی یا توت فرنګی هم ویل کیږي. دغه میوه نسبتاً نوې ده چه تقریباً ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ کاله مخکی په نننۍ بڼه موجود نه وه او تر ډیره هغه وخت له دغی میوی څخه د طبي دوا په څېر ګټه اخیستل کیده. په څوارلسمه پیړۍ ...

نور ولوله »