د لیکوال: بلال ساپی ارشیف

د بشارالاسد د رژيم چورلکه غورځېدلې؛ ناست ټول عسکر او پېلوټان ژوندي نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲مه ۱۳۹۴ل): د سوریې په شمالي ښار ادلب کې د بشارالاسد د رژیم یوه چورلکه غورځېدلې او په کې ناست ټول کسان د رژیم د مخالفینو لخوا ژوندي نیول شوي. د الجزیرې تلویزون د راپور په اساس د بشار الاسد د رژیم مخالفینو ۲ پيلوټان او پنځه عسکر ژوندي نیولي او چورلکه تخریب شوې ده. اناضول ...

نور ولوله »

د ګډحکومت مشران واشنګټن ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت دواړه مشران او ورسره هیئت د امریکا د متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ورسېدل. ولسمشر او اجراییه رییس درې اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر باراک اوباما امریکا ته ورغوښتي وو. د ولسمشر د دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني او ورسره هیئت نن د انډریوس په ...

نور ولوله »

د بیان د آزادۍ نقض او طلوع

لیکوال: سردار محمد همدرد که څه هم د رسنيو په اړه ډېر څه ويل کيږي او ډېر څه ويل سوي او ليکل سوي دي، خو زه خپله په افغانستان کې د ځينو رسنيو کارونه او پرمختګونه ستايم. رسنۍ دي چې په ټولنه څارنه کوي او له داسې رازونو پردې پورته کوي چې ټولنه د پرمختګ، عدل او روڼتيا لوري ته ...

نور ولوله »

فاریاب: دښت لیلی کې د جنرال ملک ۵ نیژدې ملګري وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ چارواکي وايي چې طالبانو ددغې ولسوالۍ په دښت لیلی سیمه کې ۵ تنه چې درې یې مهم قومي مشران وو، تر تښتولو وروسته وژلي. د اندخوی ولسوال سلطان سنجر ویلي چې آمر اسلم، آمر فیض الله، ډاکتر سید امنی، اشرف او حفیظ الله تېره ورځ طالبانو ونیول ...

نور ولوله »

د هرات پر شینډنډ ولسوالۍ د طالبانو ډله‌ییز برید روان دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴ل): د هرات نه ورکول شوی راپور کاږي، چې طالبانو نن ماسپښین د هرات ولایت پر شینډنډ ولسوالۍ پراخ ډله‌ییز برید پيل کړی دی. د لومړنیو ورکول شویو مالوماتو سره سم، امنیتي ځواکونه او طالبان دا مهال د شینډنډ ولسوالۍ په بازار کې په جګړه کې ښکېل دي او لا هم د دواړو لوریو ...

نور ولوله »

د حضرت عمر (رض) د ژوند ۱۰۰ کیسې (۱)

محمد طارق فاروقي د حضرت عمر (رض) لنډه پېژندنه کنیه يې ابو حفص او نوم یې عمر بن الخطاب (رض) بن نفیل، بن عبد العزی، بن ریاح، بن عبدالله بن قرط، بن زراح، بن عدي، بن کعب بن لؤی، بن غالب القرشي العدوي امیرالمؤمنين. د اسلام دوهم خليفه، د فتوحاتو سراعلی قومندان او هغه شخص چې الله (ج) د ده ...

نور ولوله »

پر روح د تکبر اثرات

لیکوال: حامد تکبر انسان دلېونتوب او غلطي رویې په لور بیایي ، هغه کسان چي د فخراوچل ول په حال کي اوسي په خپل ځان کي یوه توره نړۍ زېږوي ، داسي یوه توره نړۍ چي دغلطي کولو، بدنامېدو، شاته پاته کېدو، شک ، نفرت ، قهراو لېونتوب څخه ډکه ده. ددماغ دغه حالت ددوی حوصلې کموي او عمر یې ...

نور ولوله »

شعر /ﺧﺎﻟﻘﻴﺎﺭ ﺍﺣﻤﺪﺯی

شاعر: خالقیار احمدزی څه سپیڅلي یې اخلاق دي عجیبه شانته انسان دی څه د وخت نامتو افسر دی، مجاهد د قهرمان دی څه خالد د زمانې دی دیرموک ډګر دی ګرم څه د تورو ماتیدل دي ګرم کړی یې میدان دی څه د سولې سپین عقاب دی، ستایل شوی دی نړۍ کې د دې عصر په ښکلاو، نازولی غازي ځوان ...

نور ولوله »

ګډحکومت پاتې ۱۶ وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۱، ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت ولسمشر محمداشرف غني پاتې ۱۶ وزیران نن د وري پر لومړۍ نېټه ولسي جرګې ته معرفي کړل. اشرف غني تېره ورځ د ولسي جرګې وکیلانو ته ویلي وو چې د شنبې یا یکشنبې په ورځ ولسي جرګې ته نوي وزیران معرفي کړي. ولسي جرګې ته په داسې حال کې وزیران معرفي ...

نور ولوله »

د میرمنو زړونه شیشې دي

لیکوال: حامد افغان میړه: د مازدیګر لمونځ دي کړی؟ میرمن: نه میړه: ولې؟! میرمن: سخته ستړې وم ویده شوې وم .. میړه: ښه.. اوس د مازدیګر او ماښام دواړه لمنځونه وکړه. سبا سړی کار ته ولاړی، څو ګړۍ وروسته کارځای ته ورسید، میرمني ته یې نه مویایل وکړ او نه یې لیک ورته راولیږه چې زه په خیر ورسیدلم، که ...

نور ولوله »