د لیکوال: بلال ساپی ارشیف

افغانستان سبا د وړتیا ښودلو لپاره یو بل چانس لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام د لوبو په سلسله کې افغانستان سبا د نړۍ د لومړی درجې سترې او قوي کرکټ لوبډلې استرالیا سره لوبه او د خپلې وړتیا ښودلو لپاره یو بل چانس لري. پرت په لوبغالي کې افغانستان یوه پخوانۍ تجربه لري. هغوی په اکتوبر کې په دغه لوبغالي کې د لویدیځې استرالیا ...

نور ولوله »

کابل: دوو ورځو کې به ۸۰ سلنه بريښنا پرچاوي کمه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان برښنا شرکت وايي چې په دوو نورو ورځو کې به د پلازمېنې کابل ۸۰ سلنه بريښنا پرچاوي کمه شي. کابل ته د تاجکستان او ازبکستان څخه ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بريښنا ۹ ورځې وړاندې د سختو واورو او واورو ښوېدنو له کبله د بغلان ولایت په شمالي سالنګ کې پرې شوه. ...

نور ولوله »

سامسنګ ګلکسي S6 او S6 Edge بازار ته وړاندې کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): تيره ورځ سامسنګ شرکت خپل نوی موبایل بازار ته وړاندی کړ. دغه شرکت ویلي چې چې د راتلونکې میاشتي څخه به ییې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په رسمي بڼه خرڅول پیل شي. سامسنګ خپل د نوي دوو موبایلونو اعلان د اسپانیې د برشلونا په ښار کې وکړ، چیري چې د ...

نور ولوله »

طالبان: د مذاکراتو افواهاتو خپرولو تر شا د «مرموزو جاسوسي کړیو» لاس دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو یو ځل بیا د مذاکراتو «اوازې» رد او وروستي راپورونه یې «افواهات» او تر شا یې د مرموزو جاسوسي کړیو لاس ګڼل بللي دي. په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو په مکرر ډول راپورونه خپاره کړل چې افغان طالبان له ګډحکومت سره خبرو اترو ته تیار شوي او مذاکراتو ته ...

نور ولوله »

د سولې نوې ګنګوسې د پاکستان تبلیغات دي، شناند او لیکوال، وحید مژده له نن ټکي اسیا سره په مرکه کې

له تېرو دوو اونیو راهیسې په پاکستان کې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې طالبان د پاکستان د فشار له امله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شوي دي. په کابل کې هم د پاکستانیانو له خولې دا خبرونه خپاره شول. دا چې رښتیا څه روان دي، نن ټکي اسیا خبریال د همدې موضوع په باب، ...

نور ولوله »

نېږدې څلویښت ديپلوماتان او ۱۱ سفیران له دندو ګوښه کړای شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت نېږدې ۴۰ ديپلوماتان او ۱۱ سفیران له دندو ګوښه کړي دي. پژواک خبري اژانس د راپور په اساس د ديپلوماتانو د ګوښه کولو تصمیم د اشرف غني او صلاح الدین رباني پرلپسې لیدنو وروسته نیول شوی. یاد خبري اژانس د یوې سرچېنې له قوله لیکلي چې د لسګونو ديپلوماتانو او ۱۱ سفیرانو ...

نور ولوله »

سیاف: د سولې پر لور باید په «احتیاط او دقت» ګام پورته شي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، کب ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دعوت ګوند مشر، عبدرب الرسول سیاف په خپلو تازه څرګندونو کې د سولې په تړاو د خپروو شوو راپورونو په اړه له حکومته غواړي چې په «احتیاط او سنجیدګۍ» سره ګام پورته کړي. سیاف چې له یوه محلي تلویزیوني چېنل سره یې خبرې کولې، د ګډ حکومت د مشر، اشرف غني له ...

نور ولوله »

القاعده له دوی سره بندي سعودی ديپلومات خوشې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د سعودي کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ددغه هېواد یو ديپلومات چې ۳ کاله وړاندې القاعده نوموړی د کور مخې څخه تښتولی و، بېرته هېواد ته ستون شوی. عبدالله محمد خلیفه الخالدي د یمن په عدن ښار کې د سعودي د قونسلګرۍ مرستیال و. کورنیو چارو وزارت په خپلې یوې خبرپاڼه کې ویلي ...

نور ولوله »

عراق: امریکايي اشغال تر یو ملیون زیاتې مېرمنې کونډې کړي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، کب ۱۱مه ۱۳۹۳ل): عراق کې امریکايي اشغال په یوازې تېرو څو کلونو کې تر یو ملیون زیاتې مېرمنې کونډې کړي دي. مډل ایسټ مانیټر وېبپاڼې د عراق د ښځو د چارو وزیرې بیان نوري له قوله لیکلي چې د تېرو څو کلونو جګړو تر ټولو زیات بد اغېز په ښځو کړی دی. هغې زیاته کړې چې جګړو ...

نور ولوله »

ننګرهار: دوو چاودنو ۸ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار  کې دوو بېلابېلو چاودنو  اته تنه ملکي وګړي وژلي او ۳ نور يې ټپیان کړي دي. د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې لومړۍ چاودنه د سره رود ولسوالۍ د پل شکسته په سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین په توسط شوې. خبرپاڼه ...

نور ولوله »