د لیکوال: بلال ساپی ارشیف

د عبدالله عبدالله ټیم د داخلي شخړو ښکار دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې ټول پخواني نوماندان دوو ټیمونو ته ورټول شول. پخواني مجاهدین هم د نورو سیاسي ډلو په څېر د عبدالله عبدالله او اشرف غني په ټیمونو کې له خپلو شخصي او تنظیمي اجنډاوو سره ځای شول. کله چې په تېر سپټمبر کې د جان کېري ...

نور ولوله »

ډاکتر عبدالله: د جهاد اړوند څرګندونې مې د سیاف په غبرګون کې نه وې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله وايي چې د تېرې ورځې څرګندونې يې د پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف د څرګندونو په غبرګون کې نه وې او ګډحکومت چې هر وخت «مجاهدینو» ته اړتیا پیدا شوه، ترې استفاده به وکړي. ګډحکومت اجراییه رییس دغه څرګندونې نن سه شنبه د ...

نور ولوله »

د لوګر پر امنیه قومندانۍ ډله‌ ییز برید کې ۲۴ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱ بجه طالبانو د پلازمېنې کابل په ګاونډ کې پروت لوګر ولایت پر امنیه قومندانۍ هغه مهال  ډله‌ییز برید وکړ چې لسګونه پولیس د ډوډۍ خوړلو لپاره په کې راټول شوي وو. د لوګر ولایت سرپرست والي نیازمحمد امیري ویلي چې د طالبانو په ډله‌ییز برید کې ...

نور ولوله »

ننګرهار: خوږیاڼو کې امریکايي بمبار ۳ دهقانان شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د امریکايي ځواکونو بمبارۍ ۳ دهقانان شهیدان کړي دي. د خوږیاڼو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي روح الله نن ټکی اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې بمبارۍ د وزیرو او قیلغو سیمو په منځ کې د نازو غونډۍ سره شوی دی. هغه وویل چې ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان په لومړي ځل نړیوال جام کې خپل بخت ازمويي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): اسیايي جام کې بنګلادیش د افغانستان څخه ماتې وخوړله او له هغې ورځې وروسته بنګلادیش د افغانستان څخه په ویره کې دی. دوهمه درجه لوبډلو ته که څه هم آی سي سي ډير اهمیت نه ورکوي، خو دغو لوبډلو وخت پر وخت په کرکټ کې خپله وړتیا ښودلې. د آیرلینډ لوبډلې په ...

نور ولوله »

د لوګر امنیه قومندانۍ تر ډله یېز برید لاندې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): پلازمېنې کابل سره په څو کیلومترۍ کې پروت ولایت لوګر پر امنیه قومندانۍ ډله‌ییز برید روان دی. د راپورونو له مخې د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کې ۴ تنو سرتیرو بریدګرو برخه اخېستې ده. د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش ...

نور ولوله »

د پاکستان لوی درستیز نن کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستاني وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن په په یوه رسمي سفر کابل ته راځي. ګډحکومت ته نېږدې سرچېنې وايي چې جنرال راحیل شریف به د ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکتر عبدالله او ځينو نظامي چارواکو سره وګوري. سرچېنې زیاتوي چې په دغو لیدونو کې به د ...

نور ولوله »

مقناطیسي څپې (فریکونسيانې) څه شی دي؟

لیکوال: نجي الله حکیم ۲۱ پيړۍ د ساینس او تکنالوژۍ په برخه د نه هیریدونکو پرمختګونو شاهده ده. دغه پرمختګونو د انسانانو د ژوند هره برخه نیولې نني انسانان د دغې تکنالوژیکي پرختګونو سره اشنا شوي او نشي کولې چی لدی نه بغیر په اسانه سره خپل ژوند پر مخ بوزي.هغه دنیا کومه چې مونږ ګورو لدې تکنالوژۍ نه یې ...

نور ولوله »

کندهار: میوند کې د قومندان په شمول ۱۳ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په سویلي کندهار ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې د یوه قومندان په شمول لږ تر لږه ۱۳ پولیس وژل شوي دي. د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني د طالبانو لخوا په پولیسو د برید پخلی کړی او هم يې د ۶ پولیسو وژنه تایید کړې ده. خو ...

نور ولوله »

جرمني په بلخ کې د انجنیرۍ پوهنځی جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): جرمني د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د انجنیرۍ  پوهنځی جوړوي. دغه  پوهنځی چې د جرمني په مالي مرسته رغول کیږي ۷۲۰ محصلینو ته د ریل ګاډي پټلۍ جوړونې، بريښنا، سرک جوړونې او معمارۍ څانګو کې د زده‌کړو زمینه برابروي. د بلخ ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه ...

نور ولوله »