د لیکوال: بلال ساپی ارشیف

پاکستان: چورلکه په ماشین کې د خرابۍ له کبله غورځېدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): پاکستاني لوړ پوړي چارواکي وايي چې د ګلګت بلتستان په نلتر سیمه کې چورلکه د ماشین د خرابۍ له کبله غورځېدلې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرتر اعزاز چودري رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې په ټولییزه توګه ۴ هلیکوپتر روان وو چې له منځه يې یو غورځېدلی دی. هغه ...

نور ولوله »

پاکستاني طالبان وايي د دېپلوماتانو هليکوپتر دوی ویشتې

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني الجزیرې سره په خبرو کې د هغې چورلکې د غورځونې مسوولیت پر غاړه اخېستی چې په کې د فلپین او ناروۍ سفیران، د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو مېرمنې او دوه پاکستاني افسران وژل شوي دي. پاکستاني طالبانو ویلي چې چورلکه یې د الوتکو ضد مزایل پر ...

نور ولوله »

حکومت ومنله چې په ناوه ولسوالۍ د نهو کلونو راهیسې طالبان واکمن و

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۸مه ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت چارواکو او ملي امنیت عمومي ریاست منلې چې د تېرو ۹ کلونو راهیسې د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ طالبان واکمن و. ملي امنیت او د غزني ولایت چارواکي ادعا کوي چې د ناوې ولسوالۍ د نېولو لپاره یې د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې عملیات پیل کړي وو او نن سهار ...

نور ولوله »

د پګواش کنفرانس د سولي او جګړې پلویان په ډاګه کړل

لیکوال: سید سعید لکه څنګه چي لوستونکي خبر دي دمئ په ۲-۳د قطر په پلازمېنه دوحه کي دپګواش سازمان په هڅو دافغان ډیالوګ په نو م دوه ورځنی څیړنیز کنفرانس جوړ شو، په دغه غونډه کي د افغانانو له جملې د سولي شوری غړو،دحزب اسلامي او اسلامي امارت استازو،د مدني اوښځینه ټولنو غړو،او دبهر نیانو له ډلې د یونامااستازو،دسویډن سفیر،دپګواش ...

نور ولوله »

کابل کې ايران ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۱۷مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په پلازمېنه کابل کې سلګونه کسانو د ایران ضد لاریون وکړ. دغو کسانو چې ایران ضد شعارونه یې له ځانه سره لېږدول، ویل یې چې ایران د افغانستان له هویت، تاریخ، فرهنګ، جغرافیې او ان له وجوده منکر دی. لاریونوالو ادعا کوله چې ایران په افغانستان کې یو نا اعلان شوی سیاسي، ...

نور ولوله »

کرکټ بورډ کلنی او بودیجوي پلان منظور کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکټ بورډ غړو په کلنۍ غونډه کې د را روان کال کلنی او بودیجوي پلان منظور کړ. د کرکټ بورډ خبرپاڼه وايي چې په کلنۍ غونډه کې د کرکټ بورډ غړو هر یو  مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري، د ولسمشر حقوقي سلاکار محمد علي ...

نور ولوله »

خوست: چاودنې ۹ کسان ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): خوست کې یوې درنې چاودنې دغه ښار ولړزاوه. د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت ویلي  چې د چاودنې له امله شپږ پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي. دى وايي چې ژوبل کسان روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل. چاودنه  ببرک ...

نور ولوله »

«د سولې په اړه د ګډ حکومت دريځ یواځې تر شعاره محدود دی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د چارو شننونکي وايي چې د سولې په اړه دګډ حکومت موقف یواځې تر شعاره محدود دی او عملي بڼه نه لري. د ننګرهار پوهنتون پخواني رییس ، لیکوال او شناند عبدالرحیم ثاقب نن ټکي اسیا ته د پګواش د کنفرانس او د ګډ حکومت لخوا د طالبانو د دفتر د بیا خلاصولو ...

نور ولوله »

فرخندې په قتل تورن څلور کسان په اعدام او اته په ۱۶،۱۶ کلونو بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي۱۶مه ۱۳۹۴ل): د کابل ابتدایه محکمې د فرخندې په قتل د تورنو کسانو له منځه ۴ په اشد مجازات «اعدام» او ۸ نور يې په ۱۶-۱۶ کاله بند محکوم کړل. د کابل د درېیمې حوزې د ابتدایه محکمې رییس صفي الله مجدي د محکمې په نننۍ جلسه کې وویل چې زین العابدین د ګلاب الدین زوی، ...

نور ولوله »

عربي امارات له دغه هېواده ۶۰۰ افغان سوداګر وباسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۱۵مه ۱۳۹۴ل): متحده عربي امارتو ۶۰۰ افغان سوداګرو ته دوه اونۍ ضرب الاجل ټاکلی څو دغه هېواد پرېږدي او خپل تجارتونه بند کړي. تر دې مهاله دا لا څرګنده نه ده چې عربي امارتو دغه پریکړه د کومو لاملونو پر بنسټ کړې ده. د راپورنو له مخې عربي امارتو د ۶۰۰ هغو افغان سوداګرو ویزې ...

نور ولوله »