fbpx

د لیکوال: سید احمد ارشیف

هلمند: چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

Hilmand ss

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه یوه د سرک د غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له قوله دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه موټرسایکل ډول ریکشا د ۷ سپرلیو سره د لښکرګاه ښار ...

نور ولوله »

د ننګرهار والي استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي نن یکشنبه په یوه خبري ناسته کې له دندې استعفا ورکړه. هغه د ننګرهار د ستونزو د حل په اړه د مرکزي حکومت بې پروايي او د ده په کارونو کې لاسوهنې د ده د استعفا مهم لاملونه وښودل. نوموړی له تېر یو نیم کال راهیسې د ...

نور ولوله »

د کجکي برېښنا بند دوهم فاز جوړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز د جوړونې قرارداد د ګډحکومت او یوه ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو. دغه قرارداد نن د شنبې په ورځ د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد جلالي او سلیمان سلیو د «۷۷ شرکت» رییس تر منځ د ولسمشر، ښار جوړونې، کلیو پراختیا او ماليې وزیرانو ...

نور ولوله »

تر ملکيانو او پولیسو وروسته بهرنیو ځواکونو دا ځل کمانډویان بمبار کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ۵ کمانډو او یو پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. دا په تېرو درې اونیو کې په دولتي ځواکونو دوهم برید دی چې د بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره کیږي. طلوع نیوز په یوه راپور کې د هغو ...

نور ولوله »

افغانستان او بنګلادیش تر منځ درېیمه سیالي – ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن له بنګلادیش سره په پلازمېنه ډاکه کې درېیمه یو ورځېنۍ مهمه لوبه ترسره کوي. پچه بنګلادیش وګټله او د لومړي توپ وهنې پریکړه یې وکړله. افغانستان د دغې لوبو لومړنۍ لوبه په ډيرو کمو منډو بنګلادیش ته وبایلله او دوهمه یې بیا په دوه ویکټو وګټله. نننۍ لوبه د افغانستان او بنګلادیش ...

نور ولوله »

پاکستان وايي یو هندی پوځي یې ژوندی نېولی، هند هم تایید کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې۹مه ۱۳۹۵ل): ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي ویلي چې پاکستاني ځواکونو د کنترول پر کرښه یو هندی پوځي ژوندی نېولی دی. د هند د کورنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی دی. ډان نیوز د پاکستاني امنیتي سرچېنو له قوله لیکلي چې د کنترول پر کرښه د پاکستاني پوځ پر ډزو له ...

نور ولوله »

«مرګ پر کرزي» شعارونو د رباني پنځم تلین مراسم ګډوډ کړل – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): نن د پخواني ولسمشر او جهادي رهبر برهان الدین رباني د وژل کېدو پنځم تلین لمانځل کېدو چې د یو شمېر ګډونوالو د «مرګ پر کرزي» شعارونه ورکړل او ورسره غونډه ګډوډه شوه. دغه مراسم نن د تلې پر نهمه د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو. مراسم د اجراییه رییس ډاکتر ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: د اچین په امریکايي بمبارۍ کې ۱۵ ملکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): ملګري ملتونه وايي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو ډرون برید ۱۵ ملکیان وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي. دوه ورځې وړاندې د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې سهار وختي د اچین ولسوالۍ د یوه قومي مشر پر کور بمونه وغورځول چې له کبله یې د عامو ...

نور ولوله »

ولسي وګړو په انګور اډه کې پاکستاني تاسیسات وران کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د دغه ولایت د انګور اډې ټول تاسیسات چې د پاکستان له لوري جوړ شوي وو، وران کړل. د برمل ولسوالۍ یو قومي مشر نور الله وزیر ویلي چې د دغې ولسوالۍ سلګونه کسانو د پاکستاني تاسیساتو خلاف مظاهرې وکړلې او وروسته یې دغه ودانۍ ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د روزګان په څېر د اچین پر برید هم سکوت غوره کړ

نن ټکی اسیا جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو د حکومت دوه کاله پوره شول. د دغه حکومت د جوړیدو له پیله تر دې دمه د امریکايي او بهرني ځواکونو له خوا په ملکي وګړو او ملي سرتېرو ترسره شوي هېڅ برید نه دی غندلی. د کندوز پر روغتون برید چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم ...

نور ولوله »