د لیکوال: سید احمد ارشیف

کابل کې د مسعود ورځ – ویډيو او انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): سره له دې چې د کابل ګارنیزیون د احتمالي بریدونو ګواښ کړی و او د مسعود بنسټ د هغوی د پلویانو څخه غوښتي وو چې په لارو کوڅو کې لاریونونه ونه کړي، د پخواني ټوپکسالار احمدشاه مسعود پلویان د کاروان په شکل د کابل ښار په بېلابېلو سیمو د وسلو سره وګرځېدل او ...

نور ولوله »

د روزګان د جګړې قومانده جنرال رازق پر غاړه واخېستله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د روزګان ولایت مرکز ته له څو ورځېنۍ جګړې وروسته طالبان ننوتلي دي او د ولایت په مقام او امنیه قومندانۍ درنه جګړه روانه ده، د دولتي ځواکونو له خوا د جګړې قومانده د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق پر غاړه اخېستې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند ...

نور ولوله »

کابل: د پارلمان وکیل فرهاد مجیدي ساتونکو یو پولیس افسر وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د قومندان احمدشاه مسعود پلویان د هغه ورځ د وسلو په نمایش، ناتاره هوايي ډزو او د عامو خلکو په ځورونې سره لمانځي، د هرات د خلکو استازي ساتونکو د پولیسو سره نښته کړې. د کورنیو چارو وزارت د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې د ...

نور ولوله »

د قومندان مسعود پلویانو د هغه د مرګ ورځ د وسلو په نمایش او خلکو په ویرولو ولمانځله – ویډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د پخواني ټوپکسالار او د جمعیت اسلامي ګوند مخکښ قومندان احمدشاه مسعود د مرګ ورځ د هغه د پلویانو لخوا د وسلو په ښودلو او د خلکو په ویرولو سره ولمانځل شوه. احمدشاه مسعود ۱۵ کاله وړاندې د ستمبر د میاشتې په ۹مه نېټه د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوه ...

نور ولوله »

پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځورونې لا هم دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): که څه هم د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ناثبت افغان مهاجرین به نور نه نېول کیږي او نه به یې هم په خلاف قانوني اقدام کیږي، خو سربېره پر دې هم پولیسو سلګونه افغان مهاجرین نيولي دي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د پېښور د ډیرو ...

نور ولوله »

له تجارتي مالونو څخه ډک چینايي ریل ګاډی افغانستان ته ورسېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د چین څخه لومړنی ریل ګاډی چې د تجارتي مالونو څخه ډک و د افغانستان حیرتان بندر ته ورسېد. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ویلي چې دغه ریل ګاډی د ۱۲ ورځې سفر څخه وروسته د قزاقستان او ازبکستان له لارو نن سهار د افغانستان حیرتان بندر ته ورسېد. د فرهاد ...

نور ولوله »

اتریش: درې افغان کډوال پر یو هلک د جنسي تیري په تور په بند محکوم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): درې افغان کډوال چې د اتریش د کډوالو په یوه کمپ کې يې پر یوه بل هلک ډله‌ییز جنسي تیری کړ، پر بند محکوم شوي دي. ډیلي میل برتانوۍ ورځپاڼې د راپور له مخې دغه درې کسان چې عمرونه یې اتلس کاله دي هر یو یې له دوه تر درې نیمو کلونو پورې ...

نور ولوله »

«غزني کې ۸۰ طالبان او پنځه عسکر وژل شوي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د غزني والي ادعا کوي چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه کې ۸۰ طالبان او ۵ دولتي عسکر وژل شوي دي. طالبانو تېره ورځ د غزني ګیرو ولسوالۍ محاصره کړې وه او پر هغې یې ډله‌ییز برید کړی و. د غزني والي عبدالکریم متین ویلي چې په ګیرو ولسوالۍ باندې ...

نور ولوله »

استرالیا په ۲۰ اورونو کې ۲۶۳ منډې جوړې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): استرالیا د سري لنکا خلاف په نړیوال ۲۰ اوریزه لوبه کې تر ټولو د ډیرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ. استرالیا چې سري لنکا ته د سیالیو لپاره تللې نن یې له دغه هېواد سره ۲۰ اوریزه لوبه درلودله. بچه سري لنکا وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه يې وکړه. د لوبې ...

نور ولوله »

د ملي اردو قومندانان کوچنی هلک ګډوي – ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د بچه بازۍ یوه تازه ويډیو چې په فیسبوک خپره شوې په کې یو هلک د ملي اردو قومندانانو مخې ته ګډیږي. په ویډيو کې کوچنی هلک چې له شکل و صورت هم صغیر ښکاري، ښځېنه جامې په تن کړي وي، شاوخوا ترې په شخصي او نظامي جامو کې د ملي اردو ...

نور ولوله »