د لیکوال: سید احمد ارشیف

لغمان کې د جګړې له کبله د جلال اباد برېښنا مزي قطع شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت د برېښنا مسوولین وايي چې د نغلو برېښنا مزي د لغمان په بادپښ کې د جګړې له کبله پرې شوی دی. د ننګرهار د برېښنا رییس وحیدالله پوپلزی ویلي چې تېره ورځ مازدیګر مهال د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په نښته کې د نغلو برېښنا مزي چې ...

نور ولوله »

د روانې اونۍ تر پایه د «صافي هوايي شرکت» فعالیتونه بندیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د «صافي ایرویز» هوايي شرکت د یو میلیارد افغانۍ د پور نه پرې کولو او د ماليې نه ادا کولو له کبله د ماليې وزارت د تصمیم سره سم د روانې اونۍ تر پایه يې فعالیتونه بندیږي. د د ملکي هوايي چلند ادارې لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې د صافي ...

نور ولوله »

طالبانو د پکتیکا اومنه ولسوالۍ نېولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د پکتیا جانیخیل ولسوالۍ لا هم د طالبانو په لاس کې ده، نن سهار د پنځه ورځې پرلپسې جګړې وروسته د پکتیکا اومنه ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط وکړ. یوې امنیتي سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ...

نور ولوله »

«محمد» په انګلستان کې تر ټولو خوښ شوی نوم دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د «محمد» نوم یو ځل بیا په برتاینه او ویلز کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خوښ شوی نوم ګڼل شوی دی. انډيپینډیټ برتانوي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د بېلابېلو سپيلینګونو سره محمد په انګلستان او ویلز کې د ماشومانو لپاره تر ټولو عام نوم دی. د برتانیې د احصايې ...

نور ولوله »

بنګلادیش د جماعت اسلامي یو بل مشر اعدام کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د بنګلادیش حاکم ګوند د جماعت اسلامي ګوند یو بل مشر او ستر سوداګر میرقاسم علي اعدام کړ. فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې میرقاسم د اعدام د پریکړې خلاف ولسمشر ته د «رحم کولو» غوښتنې څخه انکار کړی و او بېګا په ځايي وخت د شپې پر ۱۰:۳۰ بجو د ...

نور ولوله »

کابل-کندهار پر لويې لارې خونړۍ ترافیکي پېښې ۳۶ مسافر وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د کابل-کندهار پر لویه لاره د یو مسافر وړونکي ۳۰۳ ډوله بس او ټيلر تر منځ ټکر لږ تر لږه ۳۶ مسافر وژلي او ۲۸ نور يې ټپيان کړي دي. د زابل والي بسم الله افغان مل د یادې ترافیکي پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې پېښه سهار وختي شاوخوا شپږ ...

نور ولوله »

طالبانو د کندوز-تخار لویه لاره د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندوز-تخار لویه لاره چې د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې یې تړلې وه، د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کندوز-تخار لویه لاره يې د سپين ږیرو او قومي مخورو په غوښتنه د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړې ده. هغه زیاته ...

نور ولوله »

وسله‌والو طالبانو د کندوز په چاردره کې د انجونو مدرسې د بنسټ ډبره کېښودله

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): وسله‌والو طالبانو د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې د انجونو د یوې سترې مدرسې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودله. د چاردرې ولسوالۍ د قریه یتیم اوسیدونکي ذکرالله امان زاده نن ټکی اسیا ته وویل چې د خدیجة الکبری د انجونو مدرسې د بنسټ ډبره پرون د کندوز لپاره د طالبانو د ښوونې ...

نور ولوله »

پاکستان په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر خرم دستګیر وايي چې ډير ژر به په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړ کړي. نوموړي په خیبرپښتونخوا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په تورخم او چمن کې د ځمکني بندرونو جوړولو سره به د افغانستان او پاکستان تر ...

نور ولوله »

ولسمشر غني ازبکستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د ازبکستان د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته ولاړ. د اربکستان ولسمشر اسلام کریموف تېره ورځ د مغزې سکتې له کبله د تاشکند ښار په یوه روغتون کې ومړ. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلام کریموف د جنازې ...

نور ولوله »