fbpx

د لیکوال: سید احمد ارشیف

پنټاګون په هلمند کې د یو امریکايي عسکر وژل او دوو ټپي کېدل تایید کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي چې دوه ورځې وړاندې په هلمند کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. پنټاګون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۱۹ کلن هانسین کیریکپاتریک د جولايي په درېیمه هلمند کې وژل شوی دی. د خبرپاڼې له مخې هغه تر دې ...

نور ولوله »

کرکټ: افغان لوبډله لندن ته روانه شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن غرمه د MCC لوبډلې پر وړاندې د یوازې یوې یو ورځینۍ سیالۍ د ترسره کولو لپاره لندن ته روانه شوه. افغان ملي لوبډله به د لارډز په لوبغالي کې چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم یادیږي د نړۍ غوره یولس کسیزې لوبډلې پر ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د ایراني ولسمشر پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناست کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی. حسن روحاني تېره ورځ د چاپېریال اړوند یوه نړیوالې غونډې ته ویلي وو چې ایران په افغانستان کې د جوړیدونکو بندونو په اړه بې تفاوته نشي پاتې کېدلای. د ولسي جرګې اکثریت وکیلاتو د ...

نور ولوله »

بهرني او دولتي ځواکونو د «ناوې ولسوالۍ» د بیا نېولو لپاره عملیات پیل کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو سره ګډ د ناوې ولسوالۍ د بیا نېولو لپاره یې نظامي عملیات پیل کړي دي. دغه عملیات بېګا شپه د درې لورو څخه د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ پیل شوي دي. افغان چارواکو د عملیاتو د پیل سره ادعا کړې چې تر ...

نور ولوله »

د «رستا خیز تغییر» حرکت لاریون په سوله‌ییزه توګه پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل):د «رستاخیز تغییر» په نوم حرکت نننی لاریون چې سلګونو کسانو په کې برخه اخېستې وه، له تاوتریخوالي پرته پای ته ورسېد. دغه لاریون نن د کابل ښار د شمال څخه د کاروان په شکل چې ګلابي ډول رنګ بیرغونه ورسره وه، سهار مهال پیل شو. د لاریون په پای کې لاریون کوونکو مکرویانو ...

نور ولوله »

افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړی شو – ویډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۶ل): د کرکټ نړیوالې شورا په یوه بې ساري اقدام کې افغانستان کرکټ لوبډلې ته د دغې شورا بشپړ غړیتوب او د ټیسټ لوبډلې حیثیت ورکړ. د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د دغې شورا ټولو غړو د افغانستان او آیرلینډ بشپړ غړیتوب تایید کړ. د آی سي سي اجرائیه ...

نور ولوله »

عبداللطیف روښان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چنګاښ ۱، ۱۳۹۶ل): ولسمشر اشرف غني د باختر پوهنتون رییس عبداللطیف روښان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست  ټاکلی دی. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د یوه فرمان پر اساس نوموړی دغه وزارت ته نوماند هم دی او ژر به ولسي جرګې ته د باور د رایې اخېستلو لپاره معرفي شي. ...

نور ولوله »

کابل مترو بس پروژې د لومړي خط کارونه نن پرانېستل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د کابل ښاروالۍ وايي چې د کابل میترو بس پروژې لومړنی پړاو کارونه به نن پرانېستل شي او تمه ده چې په یو کال کې دننه دننه به پوره شي. د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي خبریالانو ته نن په کابل کې وویل چې د میترو بس لومړنی خط به نن پیل شي ...

نور ولوله »

شپږیزه کرکټ لیګ د جولايي پر ځای سپتمبر کې کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ يې ځنډولي او د نوې پریکړې پر اساس به د جولايي پر ځای به په سپتمبر میاشت کې ترسره شي. کرکټ بورډ زیاته کړې چې دغه پریکړه د شپږیزه کرکټ لیګ کمېټې او د کرکټ بورډ مشرتابه د لوبډلو د امتیاز درلودونکو ...

نور ولوله »

«داعش ته حکومت تبلیغات کوي؛ تورې بوړې ته نېږدې محض یو کلي سقوط کړی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴که ۱۳۹۶ل): د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو نن ادعا وکړله چې د داعش وسله‌والو تېره شپه تر یوې سختې جګړې وروسته د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د «تورې بوړې» ستراتيژیکه سیمه نېولې ده، خو ځايي اوسېدونکي بیا دا محض د حکومت تبلیغات بولي او ردوي یې. د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو د سیمې یو تن اوسېدونکي نن ...

نور ولوله »