د لیکوال: سید احمد ارشیف

سوداګرۍ او صنایعو اتاق: افغانستان له پاکستان سره د وړو واردولو هېڅ قرارداد نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق وايي چې له پاکستان سره د وړو د واردولو په اړه هېڅ قرارداد نه و کړی چې اوس يې دوی فسخه کړي. تېره ورځ پاکستاني رسنیو د ځينو راپورونه په خپرولو سره ادعا وکړله چې افغانستان د هند په فشار د پاکستان سره د یو میلیون ...

نور ولوله »

د بنګلادیش هوټل برید د ۶ بریدګرو په وژنې پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د بنګلادیش په دیپلوماتیکه سیمه کې پروت په یوه مشهور هوټل کې «ترهګرو» ۲۰ یرغمل کسان او امنیتي ځواکونو۶ بریدګر وژلي دي. رویټرز خبري اژانس د بنګلادیش د پوځ یو افسر بریدجنرال نعیم اشرف له قوله لیکلي چې بریدګرو یرغمل کسان په ډيرې بې دردۍ سره وژلي دي. هغه د وژل شوو کسانو ...

نور ولوله »

پاکستاني پولیسو تر ۷زره زیات افغان مهاجرین نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ مسوولین وايي چې پاکستاني پولیسو په وروستیو کې تر ۷زره زیات افغان مهاجرین نېولي دي. په پېښور کې د افغانستان جنرال کونسل عبدالله وحید پویان طلوع نیوز ته ویلي چې د پولیسو له خوا په خیبرپښتونخوا ایالت کې د افغان مهاجرینو ځوورنه اخري حده ته رسېدلې. «متأسفانه ...

نور ولوله »

اڅکزی وايي خبرې يې ناسمې وړاندې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۱مه ۱۳۹۵ل): پاکستانی سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي هغه څرګندونې چې خیبرپښتونخوا یې د افغانانو خاوره ګڼلې وه، رد کړي او په وینا يې د ده خبرې ناسمې وړاندې شوي دي. محمود خان اڅکزي افغانستان ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره بللې وه او په وینا ...

نور ولوله »

فاریاب: طالبانو له دوستمي ملېشو یو ځل بیا د استانه بابا ستراتيژیکه سیمه نېولې

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو (اربکیانو) د شرین تګاب ولسوالۍ استانه بابا سیمه پرېښې او دغه سیمه یو ځل بیا د طالبانو لاسونو ته پرېوتې. د شیرین تګاب ولسوال سیدلقمان ګهر پژواک خبري اژانس ته منلې چې ملي اردو او ولسي پاڅونوالو (اربکیانو) دوه شپې وړاندې یاده ...

نور ولوله »

«نورستان کې لسګونه طالبان وژل شوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت او نورستان ولایت  چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په برګمټال او وانټ وایګل کې یې د طالبانو پر ضد نظامي عملیاتو کې یې ۷۰ طالبان وژلي دي. د نورستان امنیه قومندان اکرام الدین سریع ویلي چې طالبانو غوښتل کامدیش ولسوالۍ ونیسي خو د ملي اردو هلیکوپترو هغوی ...

نور ولوله »

زاخېلوال د افغان مهاجرینو د وروستیو ځورونو په اړه له عمران خان سره کتلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازي او سفیر ډاکتر عمر زاخیلوال د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په وروستیو کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو لخوا د مهاجرینو د نیولو او ځورولو په اړه کتلي دي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ...

نور ولوله »

پولیسو ۲زره افغان مهاجرین نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه ۱۳۹۵ل): د خیبرپښتونخوا ایالت پولیسو د افغان مهاجرینو خلاف چاپو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان نیولي دي. ډان نیوز خبري اژانس ویلي چې پولیسو د ناقانونه افغان مهاجرینو خلاف عملیات پیل کړي او اوسمهال یې په پېښور او اړوند سیمو کې ۲زره افغان مهاجرین نیولي دي. د پولیسو په وینا تېره میاشت کې یې ...

نور ولوله »

راجستر افغانان دوه کاله نور په پاکستان کې پاتې کېدلای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان مرکزي حکومت پریکړه کړې چې افغان مهاجرین د دوه نورو کلونو لپاره په پاکستان کې پاتې کېدلای شي. یوه پاکستاني دولتي سرچېنې APP خبري اژانس ته ویلي چې ۱.۵ میلیونه څخه زیات راجستر افغان مهاجرین په پاکستان کې اوسیږي او دوی ته مهاجر کارتونه د نادرا (د پاکستان د تابعیت ...

نور ولوله »

حراست او ثبات ټولنه: د ګډ حکومت مشروعیت په سنبله کې پای ته رسېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د حراست او ثبات ټولنې غړي وايي چې روان حکومت راتلونکې سنبله میاشت کې خپل مشروعیت له لاسه ورکوي. دا ټولنه چې د واک د ویش پر سر را منځته شوی حکومت ورته مشروع ښکاري، وايي چې حکومت باید د خپلو دوو کلونو تر پوره کېدو وړاندې د ټاکنو غم وخوري. د ...

نور ولوله »