د لیکوال: سید احمد ارشیف

داعش له خوا د تورې بوړې د نېولو ادعا شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې داعشي وسله‌والو بېګا شپه د تورې بوړې ستراتيژيکه سیمه نېولې ده. په پچیراګام کې دولتي سرچېنې وايي چې داعش بېګا شپه له ولسي وګړو او طالبانو سره تر سختې جګړې وروسته د تورې بوړې غرونه ونېول. د سرچېنو په وینا طالبانو له تورې بوړې شاتګ ...

نور ولوله »

ارګ: د امرالله صالح له استعفا د فیسبوک له لارې خبر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۶ل): د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند شاحسین مرتضوي وايي چې ولسمشر غني د امرالله صالح له استعفا څخه د فیسبوک له لارې خبر شوی او تر دې دمه یې د هغه رسمي استعفا نه ده ترلاسه کړې. امرالله صالح چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ولسمشر غني لخوا د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو ...

نور ولوله »

امرالله صالح استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو وزیر امرالله صالح د فیسبوک له لارې خپله استعفا اعلان کړه. امرالله صالح چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ولسمشر غني لخوا د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزیر ټاکل شوی و، نن يې په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له وزارته استعفا ورکړې. ...

نور ولوله »

شاهین قول اردو برید: د ملي اردو لسګونه افسران او سرتیري محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): په شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې د طالبانو د برید په قضیه کې یوې ابتدايي نظامي محکمې لسګونه افسران او سرتیري له یوه تر دوه کلونو په بند محکوم کړي دي. په محکوم شوو کسانو کې د شاهین قول اردو قومندان او رییس ارکان هم شامل دي. په شاهین قول اردو د ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله د کابېنې په ناسته کې د وزیرانو په غیرحاضرۍ د زړه بړاس وویست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو په شورا کې د یو شمېر وزیرانو غیرحاضرۍ باندې توندې نېوکې وکړې. ویل کیږي چې د اشرف غني د ټیم یو شمېر وزیران د وزیرانو شورا په هغه غونډه کې چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړیږي ګډون نه کوي. عبدالله عبدالله د ...

نور ولوله »

سعودي د شیخ یوسف قرضاوي د کتابونو د ټولولو امر وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): تر هغه وروسته چې وتلی دیني عالم دکتور یوسف القرضاوي د سعودي حکومت په مشرۍ د یو شمېر عربي هېوادونو له خوا په نېږدې ۹۰ کلنۍ کې ترهګر اعلان شو، تازه د سعودي پوهنې وزیر امر کړی چې د نوموړي اثار له دې کبله چې «محصلین فکري بې لارې کوي» د پوهنتونونو او ...

نور ولوله »

ننګرهار: بهرنیو ځواکونو د چاودنې غچ له ملکي وګړو واخېست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۶ل): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو تر هغه وروسته چې پرې یوه زوروره چاودنه وشوه، غچ یې له بې وسلې ملکي وګړو اخېستی دی. د غني خیلو ولسوال عبدالوهاب ویلي چې بېګا د شپې پر یوه بجه په دغه ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو بمي چاودنه وشوه. هغه زیاته کړه ...

نور ولوله »

هلمند او زابل کې د کرکټ لوبغالي جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د نشيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت سره د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې دغه وزارت په هلمند او زابل کې د ۳۵ او ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت په دغو دوه ولایتونو کې لوبغالي ودانوي. کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې ...

نور ولوله »

ملي تدراکاتو کمېسیون د درې نیم میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل):  د ملي تدارکاتو کمېسیون نن یکشنبه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د درې نیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل. د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تدارکاتو کمېسیون د « هند څخه د ۱۳۸ مټرک ټن غنمو د انتقال قرارداد؛ د کابل دارالامان ساحې ...

نور ولوله »

کرکټ بورډ د شهزاد قضیې ته مدافع وکیل نیسي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په محمد شهزاد د پورې شویو تورونو د سپیناوي په موخه مدافع وکیل نیسي. پرون آی سي سي خبر ورکړ چې محمد شهزاد د ځواک زیاتونې هغه درمل خوړلي چې د آی سي سي د قوانینو له مخې يې استعمال بند دی. آی سي ...

نور ولوله »