د لیکوال: سید احمد ارشیف

طالب مشر نن ټکی اسیا ته: هېڅ تشویش نه کوو، هرحالت ته اماده یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو د رهبري شورا غړي نن ټکی اسیا ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د «افغانستان اسلامي امارت» د مشر ملا اختر محمد منصور د برخلیک په اړه رسمي موقف ته باید انتظار وشي، او تر هغه وړاندې باید په مغشوشو خبرونو باندې باید سر ونه ګرځول شي. د رهبري ...

نور ولوله »

ایران وايي چې ملااختر محمد منصور په دغه هېواد کې نه و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۵ل): ایران هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور له ایرانه پاکستان ته داخل شوی او بیا د ډرون برید په نتیجه کې وژل شوی دی. امریکايي چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یو موټر په ډرون برید کې په نښه کړی او په ...

نور ولوله »

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ملا منصور نه؛ د ملکي وګړو موټر په نښه شوی

نن تکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه ۱۳۹۵ل): هغه ډرون برید چې امریکايي چارواکي یې په اړه ادعا کوي چې ملا اختر محمد منصور یې په نښه کړی دی، دوه ملکي وګړي وژلي دي. دغه برید د بلوچستان ایالت په نوشکې سیمه کې د ملکي وګړو په یوه موټر شوی دی او وژل شوي کسانو کې یو بلوڅ بل د عبدالله ...

نور ولوله »

ارګ: ملا اختر محمدمنصور په ډرون برید کې په نښه شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو د رد سربېره ګډ حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد په نښه کېدل تایید کړي دي. د شنبې په ورځ امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ادعا وکړله چې ډیر احتمال لري ملا منصور د ډیورنډ پر کرښه ...

نور ولوله »

پاکستان د انګور اډې تاسیسات افغان حکومت ته وسپارل

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي په انګور اډه کې د پاکستان لخوا جوړ شوي پوځي تاسیسات افغان حکومت ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې په دې لړ کې یې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره څه موده وړاندې کتلي و او ...

نور ولوله »

حکمتیار به په خپلو پوځي وسائلو څه کوي؟!

hikmatyar-608

معين احمد (خروټى) د تیرې پنجشنبې په ورځ کورنیو رسنیو د ښاغلي ګلبدین حکمتیار او ملي یووالي حکومت ترمنځ د سولې په تړاو ترتیب شوي هوکړه لیک متن خپور کړ. په یاد هوکړه لیک کې چې پر یوې مقدمې سر بیره په (۳) فصلونو او (۲۵) مادو کې ترتیب شوی د جانبینو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو پوره وضاحت شوی دی ...

نور ولوله »

سرور دانش: د تېرو ۱۵ کلونو لاسته‌راوړنې حتی د سولې په بیه هم د معاملې وړ نه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر اشرف غني دوهم مرستیال محمد سرور دانش ویلي چې د تېرو پنځلس کلونو لاسته راوړنې حتی د سولې په بیه هم د معاملې وړ نه دي. سرور دانش چې د ښځو په اړه یوې غونډې ته یې وینا کوله وویل چې جنګ او تاوتریخوالي پر مهال نه عدالت تامینیږي او نه ...

نور ولوله »

پاکستان: افغان مهاجرینو سره د سعودي مرسته

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا افغان مهاجرينو لپاره د پنځه مليونه ډالرو په لګښت د 2016 – 2017 كلونو كې نوو پروژو تنفیذ پیل شو. د يادو ښوونيزو، بيړنيو مرستو او روغتيایي پروژو اعلان تېره سه شنبه چې د مۍ مياشتې اوولسم تاریخ سره سمون خوري اسلام آباد کې د سعودي عربستان په سفارت کې د ...

نور ولوله »

داعشي قومندان خپل یوولس ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش یو قومندان خپل یوولس ملګري وژلي دي. د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې دغه پېښه د اچین ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمه کې رامنځته شوې ده. خوږیاڼي زیاته کړې چې زمین جان چې په ابوبکر مشهور و، د داعشي وسله‌والو په ...

نور ولوله »

ناټو حزب اسلامي سره د سولې د مذاکراتو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ناټو سرمنشي د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د مذاکراتو هر کلی کړی دی. جینزسټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د حزب اسلامي او په ځانګړي ډول د ګلبدین حکمتیار په اړه چې د امریکا په تور لست کې دی، د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب پر مهال وویل چې ...

نور ولوله »