د لیکوال: سید احمد ارشیف

د سخي مشواڼي پر مخ د ولسي جرګې دروازې وتړل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې امنیتي مسوولینو ته لارښونه کړې چې په دغه جرګې کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي ته د کلیو د پراختیا وزیر ته د توهین له کبله د جرګې تالار ته د ننوتلو لپاره اجازه ورنه کړي. سخي مشواڼي پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د کلیو پراختیا ...

نور ولوله »

د جمعیت او جنبش جګړه کې د تخار ولایتي شورا غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي او د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ جنبش اسلامي د ګوندونو ولایتي او پارلماني وکیلانو په جګړه کې د تخار ولایتي شورا د غړي په شمول ۴ کسان وژل شوي دي. د تخار ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې ...

نور ولوله »

له تاسو ټولو نه يوه اړينه هيله!!

مشفق حريت مل دا چې نن سبا د عصري ټيکنالوژۍ او د بې معنا او بې فايدې سريالونو او د نورو عبث بوختياوو په زمانه کې د کتاب او مطالعې فرهنګ ورځ تر بلې په کمزوري کېدو دی او ځوانان په بې معنا بوختيا وو مصروف دي او د خپل قيميتي وخت زیاته برخه په عبثو او بې ګټې کارونو ...

نور ولوله »

د فیسبوک مسنجر دوې نوې جالبې ځانګړتیاوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): فیسبوک خپل د پیغام لېږلو اپلیکیشن مسنجر ته دوې نوې جالبې ځانګړتیاوې ور زیاتې کړي دي. د دغو دوه ځانګړتیاو له منځه یوې یې فیسبوک د پیغام لېږلو اپلیکیشن ایمیل ته ورنېږدې شو چې پر مټ یې استعمالوونکي کولای شي هر ډول فایل له ډراپ باکس Drop box اکونټ څخه مستقیما د ...

نور ولوله »

افغانستان له ایرلینډ سره پنځه نړیوالې یو ورځېنۍ لوبې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او ایرلینډ د کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ به د روان کال په جولايي میاشت کې پنځه یو ورځېنۍ لوبې په ایرلینډ کې ترسره شي. د افغانستان کرکیټ بورډ وايي چې د دواړو هېوادونو د کرکیټ ادارو د ګډې پرېکړې او هوکړې له مخې، دا لوبې به د جولایي د میاشتې ...

نور ولوله »

د سعودي پاچا ته د ترکيې تر ټولو لوړ مډال ورکړل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۴مه ۱۳۹۵ل): د ترکيې دولت نن د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد تر ټولو لوړ مډال د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان ته ورکړ. ملک سلمان ترکيې ته په درې ورځېني سفر تللی دی او تمه ده چې د اسلامي سازمانانو د همکارۍ په کنفرانس کې به هم ګډون وکړي. اسوشیټډ پریس خبري ...

نور ولوله »

د چابهار درې اړخیزه موافقه لیک لاسلیک ته چمتو شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان، ایران او هند تر منځ د نړیوال ترانسپورتي او ترانزیتي دهلیز جوړولو لپاره د چابهار درې اړخیزه موافقه لیک چمتو شو. د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د درې واړه هېوادونو استازو تېره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت په مقام کې دوهمه ناسته ...

نور ولوله »

کندهار: امریکايي ځواکونو اربکیان بمبار کړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو په کندهار کې اربکیان بمبار کړي دي. یک تلویزون ته یو شمېر سرچېنو ویلي چې د میوند ولسوالۍ د بندي تیمور ته څېرمه ریګ نومې سیمه کې امریکايي ځواکونو ۲۴ اربکیان بمبار کړي او ځای پر ځای یې وژلي دي. یاد تلویزون ته یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد ...

نور ولوله »

ایراني ځواکونو درې افغانان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): ایراني سرحدي ځواکونو د افغانستان–ایران پر پوله درې افغان کډوال وژلي دي. د هرات ولایت چارواکي وايي چې د ایراني ځواکونو په ډزو کې درې افغان کډوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د دوی په وینا دغو کډوالو غوښتل چې ایران ته واوړي. د هرات ولایت مقام ویاند جیلاني فرهاد پرته له ...

نور ولوله »

د غني سکوت؛ امریکايانو ته د ملکي وژنو جواز ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه ۱۳۹۵ل): هارټ اف ایشیا یا د اسیا زړه په نوم انګلیسي ورځپاڼې په پکتیکا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په ډرون برید کې د ملکي وګړو د وژنې او د ولسمشر محمد اشرف غني سکوت په اړه سرلیکنه خپره کړې ده. هارټ اف ایشیا ورځپاڼې چې تازه یې په خپرونو پیل کړی دی، لیکلي ...

نور ولوله »