د لیکوال: فاتح عبید ارشیف

غور: طالبانو لسګونه عسکر وژلي او دولتي چورلکو په همدې سیمه کې ولسي وګړي بمبار کړي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې طالبانو لسګونه دولتي عسکر وژلي او حکومتي چورلکو بیا په یاده سیمه کې په ولسي وګړو درنه بمباري کړې او مرګ ژوبله یې اړولې. له سیمې څخه په ورکړل شویو خبرونو کې راغلي، چې د دولتیار ولسوالۍ په سمک نومي سیمه کې تېره ورځ د ماځیګر ...

نور ولوله »

طالبان: امریکايي ولس دې خپل چارواکي د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته مجبور کړي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، امریکایي ولس دې خپل چارواکي د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو او د عسکرو په عاجل ورغوښتلو مجبور کاندي او نه دې پرېږدي، څو میلیاردران یې په حیثیت لوبې وکړي. د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «امریکایي ولس باید راپاڅي» تر عنوان لاندې په خپره شوې تبصره کې ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: امریکا له هرې لارې د خپلو عسکرو ایستلو ته زمینه برابروي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ کېدونکي احتمالي توافق ته اندېښمن دي او په باور یې، امریکا د افغانستان د ثبات نه بلکې د خپلو عسکرو د ایستلو غم وړې. د مشرانو جرګې مرستیال «محمد علم ایزدیار» په نننۍ ناسته کې ...

نور ولوله »

طالبان: د بشري حقوقو ادارې دې په له بندیانو سره د ناوړه چلند د مخنیوي غږ پورته کړي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، په څرخي پله زندان کې ددوی د ډلې یو بندي د زندان د مسئولینو له لوري د هغه روغتیا ته د نه پاملرنې له امله وفات شوی، چې باید ددې ډول پېښو مخه ونیول شي. د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې وفات شوی بندي ...

نور ولوله »

میدان ورګ: چاودنې اووه دولتي عسکر وژلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د خښ کړل شوي ماین چاودنې اووه دولتي عسکر وژلي. د کابل حکومت د دفاع وزارت وایي، چاودنه د سیداباد ولسوالۍ اړوند «بیدکه» نومي سیمه کې د خصوصي سکتور په هغه امنیتي پرسونل باندې شوې، چې له میدان ښار څخه د پمپ لوله په ...

نور ولوله »

غزني کې د ماین چاودنې لس ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړلس تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. د غزني ولایت د والي ویاند «محمد عارف نوري» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پېښه نن ورځ «جمعه» غرمه مهال د جغتو ولسوالۍ ...

نور ولوله »

زابل کې نفوذي عسکر خپل اووه همسنګري وژلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې یوه پولیس خپل اووه همسنګري وژلي او ټولې وسلې او مهمات یې طالبانو ته وروړي. د زابل ولایت یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «سلام وطندار» ته ویلي، چې تېره شپه په شهر صفا ولسوالۍ کې یوه نفوذي عسکر د خپلې پوستې ...

نور ولوله »

طالبان: مذاکرات مثبت وو، له څو ورځنۍ وقفې وروسته بیا پيلېږي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې یې له زلمي خلیلزاد او ورسره امریکايي ټیم سره روان مذاکرات تر دې دمه مثبت وو او دواړو لورو پرېکړه کړې، چې له څو ورځنۍ وقفې وروسته به یې پیا پیلوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په خپل ټویټر لیکلي «نن مازدیګر ...

نور ولوله »

طالبان: که په مذاکراتي پروسه کې له رښتینولي کار واخستل شي؛ د افغانستان غمیزه پای ته رسېږي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲1 ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، که په مذاکراتي پروسه کې له رښتینولي او تحمل څخه کار واخستل شي او د بریدونو په بهانه مذاکرات پرېنښودل شي؛ د افغانستان اشغال او غمیزه پای ته رسېږي. د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې د «بګرام» پروني برید ته په ...

نور ولوله »

بدخشان کې طالبانو د دریو قوماندانانو په ګډون دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل):د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې طالبانو د دریو قوماندانانو په ګډون دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي. د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «نن سهار د بدخشان ولایت نسی ولسوالۍ په مروبوطاتو کې د دښمن په خلاف عملیات پیل شول. د شوریان په نوم مهمه دره بشپړه د ...

نور ولوله »