د لیکوال: احمد جرس ارشیف

اوباما افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو پر پلان له سره فکر کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو عسکرو د وېستو پر پلان له سره فکر کوي او کېدای شي د روان کال تر پايه افغانستان د خپلو عسکرو شمېر ۵۵۰۰ ته په راکمولو بيا کتنه وکړي. سي ان ان امريکايي تلويزون د سپينې ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو له قوله ليکلي، چې ...

نور ولوله »

د کب څلور ویشتمه زمونږ د هیواد د تاریخ یوه نه هیریدونکې ورځ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د ۱۳۵۷ هجري لمریزکال د حوت د میاشتې څلورویشتمه ز مونږ د ویاړلي هیواد په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې او تلپاتي ورځ ده . په دې تاریخي ورځ کې ننګیالیو هراتیانو له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په خاطر د سر ښندنې او فداکاري میدان ته را ودانګل ، او دالله اکبر په ...

نور ولوله »

د فرانکفورټ هوايي ډګر جوماتونو ته هر کال د ۱۸۰ هېوادونو مسلمانان راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د المان فرانکفورټ نړيوال هوايي ډګر څلورو جوماتونو ته هر کال د ۱۸۰ بېلابېلو هېوادونو پنځه لکه مسلمانان راځي. فرانکفورټ نړيوال هوايي ډګر کې د مرکزي مسجد او درې وړو جوماتونو ترکي الاصله المانی مسؤول اورهان اوکال وايي، چې دغه هوايي ډګر کې هر کال پنځه ميليونه مسافر کوزيږي، چې پنځه لکه يې يوازې ...

نور ولوله »

يوه مياشت وروسته مرې

دکتور عبدالمعز ربوشة- د الازهر پوهنتون د تاريخ استاد ډاکټر ښځې ته وويل، چې مېړه يې ډېر زيات ناروغ دی، د بهر او کور کارونو او ستونزو پرېشانه کړی او دې ته يې په پټه ځينې مشورې ورکړې، چې بايد د خاوند د ښه کېدو لپاره يې عملي کړي. پرې يږده، چې هر وخت له خوبه راپورته کيږي، کار مه ...

نور ولوله »

سي ای اې: امريکا نه غواړي د بشارالاسد رژيم نسکور شي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د سي ای اې مشر جون برينان وايي، چې امريکا نه غواړي، د بشارالاسد رژيم او پلويان یې نسکور کړي او نه به يې پر ضد هېڅ ډول فعاليت کې برخه واخلي. د جون برينان په وينا، سوريه کې د اسد رژيم نسکورول په دې معنا دي، چې سيمه دې اسلامي دولت او نورو ...

نور ولوله »

ګارډين: افغان انګليس څلورمه جګړه د ماتې په شکل پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان ديارلس کلنې جګړې، چې د لسګونو ملکي برتانويانو په ګډون يې د ۴۵۳برتانوي ښځېنه او نارينه عسکرو ژوند واخيست او سلګونو نور يې ټپيان کړل، په تېرو پنځوسو کلونو د برتانيا لپاره تر ټولو درنه او خونړۍ جګړه بلل کيږي. ګارډين برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې د تېرو ۱۸۰ کالو په ترڅ کې ...

نور ولوله »

اشرف غني نن سعودي عربستان ته ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سعودي عربستان ته ځي. له سعودي عربستانه خپرېدونکې «الشرق» ورځپاڼې ليکلي، چې اشرف غني به نن شنبه له کابله مکې مکرمې ته ځي او له عمرې ادا کولو وروسته به سبا يکشنبه د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره ګوري. راپورونه وايي، چې د اشرف غني ...

نور ولوله »

د ننګرهار پوهنتون استادانو تنخواګانې لوټ شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۱مه ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي، چې نا څرګندو غلو د ننګرهار پوهنتون د استادانو تنخواګانې لوټ کړي دي. د ننګرهار پوهنتون چارواکي وايي، چې نن له غرمې مخکې لس بجې سرخرود ولسوالۍ نظر اباد سيمه کې نا څرګندو غلو د ننګرهار پوهنتون د استادانو تخواګانې تښتولي دي. د ننګرهار اسلامي پوهنتون وياند محمد فاضل رسنيو سره په ...

نور ولوله »

طالبانو تخار کې اته پوليس وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د تخار ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه طالبانو د دغه ولايت خواجه غار ولسوالۍ کې اته پوليس وژلي دي. د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور وايي، چې وژل شوي پوليس له خپلو دندو د کور پر لور روان وو، چې لاره کې ورته طالبانو کمين نيولی و. د سنت الله په ...

نور ولوله »

ولسمشرۍ ماڼۍ غير مسلکي څارنوالان له دندو ګوښه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشرانو پرېکړه کړې، چې شاوخوا زر غير مسلکي څارنوالان له دندو ګوښه کړي. د ګډ حکومت د مشر اشرف غني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي رسنيو ته ويلي،چې اشرف غني ته يې داسې يوه طرحه وړاندې کړې، چې غير مسلکي او اصلي اسناد نه درلودونکي څارنوالان له دندو ګوښه او پر ...

نور ولوله »