د لیکوال: احمد جرس ارشیف

کونړ کې ۱۳ داعشيان حکومت ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): کونړ کې د داعش جګړه مارانو ۱۳ کسيزه حکومت ته تسليم شوې ده. د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال نن د دغه ولايت په مرکز اسعداباد کې د تسليم شوو داعشيانو سره يو ځای رسنيو ته وويل، چې دغې ډلې په نور ګل، شيګل او غازي اباد ولسواليو کې وسله‌ وال فعاليتونه کول. د ...

نور ولوله »

کرزی: د کشمير مسئله له افغان سولې سره تړل د پاکستان تېروتنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، د پاکستان له لوري د کشمير مسئله له افغان سولې سره تړل تېروتنه ده او پاکستان بايد داسې کار ونه کړي، چې هېڅ لوري ته يې ګټه نه وي. حامد کرزي د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال له هند ...

نور ولوله »

ستانکزی: امریکا بايد پر افغانستان له بريد مخکې د بېرته وتلو لاره هم کتلې وای

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سياسی دفتر مرستيال او له امریکا سره د مذاکراتو لپاره مشر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، امریکا بايد پر افغانستان د يرغل پر مهال د بېرته وتلو لاره کتلی وای. ښاغلي ستانکزي د برتانيې له سنډې ټايمز مجلې سره په مرکه کې ويلي، دوی د ټولو بهرنيو عسکرو وتل ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د طالبانو او امریکا خبرو ته هيله ‌من دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): ګډ حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرو ته خوشبيني ښودلې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صدیقي نن په کابل کې رسنيو ته ويلي، حکومت هيله‌ لري د امریکا او طالبانو د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به بین الافغاني خبرې پيل او اوربند ته هم لاره اواره ...

نور ولوله »

سعودي: ښځې اوس عملا کولی شي، له محرم پرته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): سعودي حکومت تېره ورځ هغه فرمان عملي کړ، چې هره بالغه مېرمن تر دې وروسته له محرم پرته د پاسپورټ اخيستو او سفر کولو واک لري. د سعودي شاهي ماڼۍ تېره مياشت ښځو ته د ازادۍ ورکولو دغه فرمان اعلان کړی و او تېره ورځ يې عملي کړ. د سعودي حکومت له پيله دا ...

نور ولوله »

سروې: ۷۸ سلنه افغانان پر پولیسو بې باوره دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا ګالپ سروې د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه په خپل راپور کې ويلي، له امنيتي ځواکونو د خلکو ناراضايت مخ پر زياتېدو دی او ۷۸ سلنه افغانان پر پولیسو بې باوره دي. ګالپ سروې وايي، د افغانستان امنيتي وضعيت پر مخ خرابېدو دی، خلک پر امنيتي ځواکونو او پوليسو بې باوره دي ...

نور ولوله »

طالبانو سمنګان ولايت کې جيټ الوتکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل):د سمنګان ولايت چارواکي وايي، په دو اب ولسوالۍ کې يوه جيټ الوتکه نسکوره شوې ده. د سمنګان د والي وياند صدیق عزيزي رسنيو ته ويلي، په دو اب ولسوالۍ کې يوه جيټ الوتکه نسکوره شوې، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي او وايي، چې د پېښې پلټنې لپاره سيمې ته ...

نور ولوله »

له پنځو کالو وروسته غلام خان سوداګريز بندر پرانيستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او پاکستان ترمنځ  غلام خان سوداګريز بندر له پنځو کالو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شو. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ لپاره تورخم او چمن لارې له مخکې فعالې دي، خو غلام خان بندر له تېرو پنځو کالو راهيسې تړل شوی او اوس د دواړو دولتونو ترمنځ له مذاکراتو وروسته ...

نور ولوله »

عبدالله: د اشرف غني ناوړه سياست د ناامنۍ تر ټولو ستر لامل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله  پر اشرف غني نيوکې کړي او وايي، د هغه ناوړه سياست په هېواد کې د ناامنيو تر ټولو ستر لامل دی. عبدالله عبدالله نن په کابل ښار کې د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال يوې غونډې ته وويل، د اشرف غني ناوړه سياستونه د دې ...

نور ولوله »

ټرمپ: هند او پاکستان دې د کشمير په اړه تاوترخوالی کم کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د کشمير پر سر د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي په اړه يې د دواړو هېوادونو له صدر اعظمانو سره خبرې کړي او له دواړو هېوادونو يې غوښتي، چې خپلمنځي تاوتريخوالی کم کړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل و فصل کړي. ټرمپ په ...

نور ولوله »