fbpx

د لیکوال: احمد جرس ارشیف

د پکتيکا والي له یو وسله وال بريده روغ وتلی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د پکتيکا والي انجينر عبدالکريم متين له يو وسله وال بريده روغ وتلی دی. د پکتيکا ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې انجينر متين تېره ورځ د ښرنې د لرې پرتو امنيتي پوستو څخه ليدنه کوله، چې طالبانو پرې وسله وال بريد وکړ، مګر دغه بريد کې انجينر ...

نور ولوله »

القاعده پر اسلام دښمنه مجلې د بريد مسؤوليت قبول کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): القاعده جهادي ډلې د شيخ حارث النظاري په غږ کې د يو غږيز کليپ په ترڅ کې، فرانسه کې پر اسلام دښمنه «چارلي ایبدو» مجلې د بريد مسؤوليت منلی او د نورو ورته بريدونو ګواښ يې کړی دی. دغه غږيز کليپ د القاعده جهادي ډلې د خپرندوی مرکز «الملاحم» لخوا د شيخ حارث ...

نور ولوله »

راولپينډۍ کې د شیعه ګانو پر عبادت ځای چاودنې اته تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپيندۍ کې د شیعه ګانو پر عبادت ځای چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژلي او ۱۶ نور يې ټپيان کړل. د راولپينډۍ د پوليسو يو مشر راجه عبدالرشيد رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه بريد تېره شپه ناوخته په داسې وخت کې ...

نور ولوله »

رولنګ سټون: افغان جګړه دومره ژر پای ته نه رسيږي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): رولنګ سټون مجلې د امريکايي ژورناليست او ليکوال جون کنيفل یوه ليکنه خپره کړې، چې امريکايي چارواکو خو افغانستان کې د جګړه ييزه ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی، مګر دغه هېواد کې د څارګرو بريدونو په کړنلاره کې بدلون نه دی راغلی او جګړه لا هم پای ته نه ده رسيدلې. ...

نور ولوله »

اسلام اباد کې د ۲۰۰ خطيبانو د نيولو امر شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پوليسو د دوو سوو جوماتونو خطيبانو د نيولو امر کړی دی. د اسلام اباد پوليسو دا امر په داسې حال کې کړی، چې تېره ورځ د پاکستان ملي اسامبلۍ او مشرانو جرګې اساسي قانون کې ۲۱تعديل د رايو په اکثريت تصويب کړ. د پاکستاني رسنيو له قوله ...

نور ولوله »

پر اسلام دښمنه فرانسوي مجلې بريد فردي عمل او که د نورو بريدونو پيل

عبدالباري عطوان د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته «ايکانوميسټ» مجلې په خپله سرمقاله کې ليکلي و: «دا څه معنا چې موږ پر دوی بريدونه کوو او زرګونو کيلومتره لرې د دوی وژلو پسې ورځو او موږ بايد د دوی له لوري د غچ اخیستو په تمه اوسو.» تېره ورځ، چې درې ځوانانو په غالب ګومان د ...

نور ولوله »

رابرټ فيسک: فلسطينیان له خپلو تجربو ګټه نه اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼې د مشهور برتانوي ليکوال او د منځني ختيځ د چارو کاپوره رابرټ فيسک يوه مقاله خپره کړې، چې د فلسطيني چارواکو پر هغو غوښتنو يې نيوکې کړي چې د نړيوالې جنايي محکمې عضويت غواړي. رابرټ فيسک ليکي، چې له بي بي سي يې دا خبر واوريد، چې محمود ...

نور ولوله »

اوباما له افغانستان د خپلو عسکرو د ويستو په اړه له سختو ننګونو سره مخ دی

ليکوال: ډيويډ کلاوډ – د لاس اينجلس ټايمز خبريال او ليکوال ژباړن: احمد جرس د امريکا ولسمشر بارک اوباما، چې د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان هم دی، د خپلې واکمنۍ په شپږم کال يې دا ومنله، چې امریکايي عسکر له هېواده بهر د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه کې ښکلېل دي او تر اوسه هم زرګونه امريکايي عسکر ...

نور ولوله »

اردوګان: اروپا دې د اسلام ضد کړيو خلاف عمليات وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوګان پر اروپايي ټولنې غږ کړی، چې ترکيې ته د ولسواکۍ ښودلو پر ځای د هغو خلکو پر ضد عمليات وکړي، چې اروپا کې د مسلمانانو پر ضد مظاهرې کوي. اردوګان انقره کې ترکي سفيرانو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی بايد يوه جارحانه بهرنۍ پاليسي ...

نور ولوله »

«ايسپرين» وړه ګولۍ، خو د خطرناکو ناروغيو درمل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د درد لپاره پيژندل شوې ايسپرين «ډيسپرين» د زړه د حملې پر وړاندې د يو قوي مدافع په توګه پيژندل شوې ده او همدا ګولۍ د «ډيمنشيا» يعنې د حافظې کمزورۍ او هېرتيا په مخنيوي کې هم ګټوره ثابته شوې ده. ډيمنشيا يوه داسې ناروغي ده، چې څوک پرې اخته وي، نو ...

نور ولوله »