د لیکوال: احمد جرس ارشیف

مصری اديب او مفکر: د نړۍ تمدنونو ته تر ټولو زيات زيان د امريکايي يرغلونو له امله اوښتی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): لس کاله وړاندې، برتانوي اديب، ليکوال او د نوبل جايزې ګټونکي هارولډ پينټر ويلي و، چې نړۍ دې د امريکا بشر ضد جرمونو او تباهۍ پر وړاندې راپورته شي، کنه راتلونکي وختونو کې د نړۍ تمدونونه د امريکا له لوري تباه شي او بيا به لاس او پښې وهو، هېڅ به نه ...

نور ولوله »

کرزی: موږ د پاکستان په اشارو چلېدل نه غواړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ګواښ کړی، که افغانستان د پاکستان په اشارو چلیږي، نو کومه ازادي چې افغانستان د برتانوي او روسي ښکېلاک څخه تر لاسه کړې، هغه به ټولې په اوبو لاهو شي. نوموړي دا خبرې ګارډین برتانوي ورځپاڼې سره په داسې وخت کې کړي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف ...

نور ولوله »

د کابل سرپرست والي له خپلې دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کابل سرپرست والي عبدالجبار تقوا له خپلې دندې استعفا ورکړه. د محلي ارګانونو وياند تواب غورځنګ رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې د کابل سرپرست والي عبدالجبار تقوا د ځينو شخصي لاملونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. ښاغلی تقوا له ننه دوه کاله وړاندې ...

نور ولوله »

لمريزې الوتکې په لومړي ځل د ګردې نړۍ سفر پيل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د نړۍ په تاريخ کې په لومړي ځل داسې يوې الوتکې د متحده عربي اماراتو له پلازمېنې ابو ظبۍ څخه نړۍ ته خپل سفر پيل کړ، چې يو څاڅکي تېل هم نه خوري، بلکې خپله انرجي له لمره تر لاسه کوي. سولر امپلس ۲ په نوم دغه الوتکه دوه سويټزر لينډي پيلوټان بوريش ...

نور ولوله »

روبرټ فيسک: سعودي له ايران، اسراييلو، امريکا، اسلامي دولت حتا له خپل ځانه هم ډارېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): وتلي برتانوي ليکوال او د انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکوال او ژورناليست روبرټ فيسک په خپله نوې مقاله کې ليکلي، چې سعودي عربستان له ګڼو سيمه ييزو او نړيوالو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. روبرټ فيسک زياتوي، چې سعودي عربستان له ايران، سيمه ييزو او کورنيو شيعه ګانو، اسلامي دولت، القاعده، اخوان المسلمين، د ...

نور ولوله »

د مهاجرينو وزير په مشرۍ يو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): پاکستان کې د افغان مهاجرينو د وروستيو ستونزو او کړاوونو د حل په موخه د ګډ حکومت د مهاجرينو وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ يو پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی. راپورونه وايي، چې دغه پلاوی به د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې کډوالو لپاره د ...

نور ولوله »

د بشري حقونو اداره: امریکا د بشريت دښمن قاتلانو سره مرستې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه ۱۳۹۳ل): امریکا د امنیت په نامه اوس هم له داسي اشخاصو سره مالي مرستې کوي، چې لاسونه يې د افغانانو په وینو ککړ دي او افغانستان کې يې داسې ډلې روزلي او اوس يې هم تر شا امريکايان ولاړ دي، چې د بشريت ضد جنايتونه يې خپله دنده ده او تر اوسه يې زرګونو ...

نور ولوله »

بريتانيا کې يهودانو ضد فعاليتونه او افکار زيات شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹ل): يوې مرستندويه ټولنې په خپله تازه سروې کې ويلي، چې د تېر ۲۰۱۴کال په ترڅ کې بريتانيا کې د يهودانو ضد افکار او فعاليتونه زيات شوي او لامل يې پر غزه د اسراييلي ښکېلاک بريدونه او ټولوژنه بلل شوې ده. بريتانيا کې د ټولنيز امنيت صندوق په خپل کلني راپور کې ويلي، چې ...

نور ولوله »

د سالنګ لاره يو ځل بيا د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹ل): د سختو وارو او ورښتونو له امله د سالنګ لويه لاره يو ځل بيا د ترافيکو پر مخ وتړل شوه. د هېواد شمال، چې د سالنګ تونل له لارې پلازمينې کابل سره تړل شوې، تېره شپه د سختو واورو او ورښتونو له امله تړل شوې ده. د سالنګ د لويې لارې د امنيت ...

نور ولوله »

صلح د اسلامي شريعت په رڼا کې

الحاج احمد شاه پوپلزی ﴿لاَ خَيْرَ فِىْ كَثِيرٍ مِّنْ نَجْوٰهُمْ اِلاَّ مَنْ اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَوْ مَعْرُوفٍ اَوْ اِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَنْ يَّفْعَلْ ذٰلِكَ ابْتِغَاۤءَ مَرْضَاةِ اللّٰهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ اَجْرًا عَظِيْمًا(114)﴾ النساۤء ترجمه: نيشته خير په ډېرو پټوخبرو او جرګوکښي مګر هغه چي امر کوي په صدقه کولو او نېکو کارونو او اصلاح کولو په مينځ د خلکو کښي او هرڅوک ...

نور ولوله »