د لیکوال: احمد جرس ارشیف

امنيت شورا په افغانستان کې د ناټو د غیرنظامي ماموریت هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): افغانستان کې د روانو نښتو او تاوتريخوالو په ترڅ کې امنيت شورا د افغان حکومت او ناټو د هغه تړون هر کلی کړی، چې ناټو عسکر به افغانستان کې د غيرنظامي ماموريت په موخه افغانستان کې پاتې وي. امنيتي شورا په خپله وروستۍ اعلاميه کې د ياد تړون هرکلی کړی او زياته کړې ...

نور ولوله »

روسي ورځپاڼه: طالبان به ژر پر افغانستان واکمن شي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): «کومسومولسکايا‌پراوډا » روسي ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې امريکايي عسکر له ديارلس کاله جګړې وروسته په رسمي توګه افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته رسوي، مګر بيا به هم ۱۲ زره امريکايي او ناټو عسکر د افغان امنيتي عسکرو د روزنې په موخه افغانستان کې پاتې وي. ورځپاڼه دا ...

نور ولوله »

امریکايي محکمې ۱۷کلن تورن ته په ۵۷کلنۍ کې براءت ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): امريکا کې يو ځوان په ۱۷ کلنۍ کې د قتل په تور نيول شوی و او څلويښت کاله يې د محکمې په تمه د امريکا بېلابېل زندانونه وګالل او تېره ورځ امريکايي محکمې پرېکړه وکړه، چې نوموړی تور پوستی امريکايي بې ګناه نيول شوی و او بايد خوشې يې کړي. دغه سړی «کوامي ...

نور ولوله »

اسلامي دولت د عراق پنځلس لوی کلي ونيول

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): عربي رسنۍ د عراق د الانبار ولايت د ځايي خلکو له قوله وايي، چې د عراقي عسکرو او اسلامي دولت د ځواکونو تر منځ له خونړيو جګړو وروسته اسلامي دولت د الانبار پنځلس لوی کلي ونيول. العربيه تلويزون د الانبار ولايت البونمر قبيلې د خلکو په استناد راپور ورکړی، چې اسلامي دولت د ...

نور ولوله »

سي ای اې د بندیانو له ځورولو دفاع کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د سي ای اې عمومي مديرجان برينن د سي ای اې له خوا پر بنديانو د شکنجو، زورونو او رواني تکليفونو دفاع کوي. جان برينن منلې، چې د سي ای اې چارواکو ځينې کړنې د نفرت وړ وې، ځکه چې يو شمېر کارګرانو د دوی له لارښوونو پرته ناوړه کړنې ترسره کړې وې، ...

نور ولوله »

يو ميلياردر ځوان خپله مور په امريکايي همر موټر کې ښخه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د نايجيريا يو ميلياردر ځوان د تابوت پر ځای خپله مور په امريکايي «همر» موټر کې دفن کړې ده. د نايجيريا رسنيو ليکلي، چې د دغه هېواد په ختيځ کې يو ځوان د خپلې مور له مرګ وروسته امريکايي همر موټر واخيست او لس زره امريکايي ډالر يې پرې ولګول او ياد موټر ...

نور ولوله »

د ګوانتانامو د يو زنداني غم لړلې کیسه

د سي ای اې د شکنجو او ظلمونو څه نا څه راز خو د امريکا مشرانو جرګې څرګند کړ، مګر د سمیر ناجي کیسه به مو نه وي اورېدلي. ناجي د دې بدمرغه داستان یو لوبغاړی دی. یمنی سمير ناجي ديارلس کاله وړاندې سي ای اې اسامه بن لادن سره د اړيکو په تور نيولی و او ۲۰۰۹م کال کې ...

نور ولوله »

هرات: طالبانو له خونړۍ جګړې وروسته شينډنډ ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (لیندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو له خونړۍ جګړې وروسته د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ مرکز په پشپړه توګه ونيوه. د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د دوی نظامي ملګرو د شينډنډ ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه نيولی او اوس هم د ولسوالۍ بازار د دوی په ولکه کې دی. د هرات ...

نور ولوله »

د ايرلنډ پارلمان د فلسطيني دولت په رسميت پيژندو ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳): د ايرلنډ پارلمان د رايو په اکثريت له خپل حکومته غوښتنه کړې، چې د فلسطين دولت بايد په رسميت وپيژني. له فرانسې، بريټانيا او اسپانيا وروسته د ايرلنډ پارلمان هم له خپل حکومته وغوښتل، چې د فلسطين دولت په رسميت وپيژني. د ايرلنډ پارلمان له خپل دولته وغوښتل، چې د ۱۹۶۷م کال د ...

نور ولوله »

سرپل کې پر دولتي ودانيو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳): د سرپل ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې طالبانو نن سهار وختي د ولايت مرکز پر دوو مهمو امنيتي ځايونو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي. د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې سيمه کې د دواړو لوريو له خوا خونړۍ جګړه روانه ده. د سرپل ولايت سرپرست امنيه قوماندان عنايت الله حبيبي وايي، چې دا ...

نور ولوله »