د لیکوال: احمد جرس ارشیف

د کرزي په وخت کې څرخي پله ته لېږدول شوي بندیان یو ځل بیا بګرام ته لیږدول شوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې نوموړي د بګرام زندان د بنديانو د دوسیو څېړلو لپاره د عبدالشکور دادرس په مشرۍ يو کميسيون ټاکلی و او د کميسيون د وروستيو پرېکړو له مخې د بګرام ډېری زندانيان بې ګناه بلل شوي وو او د کميسيون له سپارښتنو سره هم ...

نور ولوله »

کراچۍ کې د سپيو غوښو پلورونکي قصابان نيول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د کراچۍ کورنګي ابراهيم حيدري سيمه کې پوليسو دوه قصابان نيولي، چې پر خلکو به يې د سپيو غوښې پلورلې. پاکستاني رسنۍ وايي، چې پوليسو ابراهيم حيدري سيمه کې د قصاب پر دوکان چاپه ووهله او دوه قصابان يې په داسې حال کې ونيول، چې د سپي غوښه يې پرې کوله. پوليس د قصابانو ...

نور ولوله »

پر معده د سيګريټو له ناوړه اغېزو خبر ياست؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): پر دې خو ټول پوهيږو، چې سيګريټ د انسان پر بدن ناوړه اغېزې کوي، مګر تر ټولو زيات زيان يې د انسان معدې ته رسيږي؛ ځکه چې معده د مرضونو مور او مرکز بلل کيږي. که معده ناروغه وي، نو ټول بدن به ورسره ناروغ وي. د غذايي او داخلي ناروغيو متخصصه ډاکټر رانيا ...

نور ولوله »

د استخباراتو ناوړه چلند برتانوی ځوان د اسلامي دولت جلاد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د «اسلامي دولت» جلاد يو زړور او خاموش انسان دی او د اسلامي دولت په ليکو کې دنورو برتانويانو په پرتله ډېر زړور دی. مېل اون سنډې برتانوي جريدې په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې محمد الموازي، چې په « جهادي جان» پيژندل کيږي، ۲۰۱۰ م کال کې يو ژورناليست ته ويلي، چې ...

نور ولوله »

د کابل د اوولسو امنيتي حوزو مسؤولين له دندو ګوښه شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د کابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي، چې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني او کورنيو چارو وزارت په امر يې د کابل د اوولسو امنيتي حوزو مسؤولين او لس کنډک مشران له خپلو دندو ګوښه کړي او پر ځای يې نوي کاري او تجربه لرونکي مسؤولين ګومارلي دي. رحيمي زياته کړه، چې ...

نور ولوله »

د امريکا د ملي امنيت عمومي مدير: د روان کال په ترڅ کې به طالبان د افغانستان ډېرې سيمې ونيسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو پرېکړې لوړپوړي امريکايي چارواکي اندېښمن کړي او ګڼ استخباراتي مسؤولين وايي، که امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي، نو طالبان به يو ځل بيا پر افغانستان حاکمان شي. د امريکا د ملي امنيت لوی رييس جيمز کليپر د امريکا مشرانو جرګې وسله والې کمېټې ته له وينا وړاندې ...

نور ولوله »

تلویزون ته ډیره ناسته ماشومان د ویني په لوړ فشار اخته کولای شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل):په نویو طبي څېړنو کې څرګنده شوې، هغه ماشومان چې په ورځ کې تر دوه ساعته زیات تلویزون ته کيني، د هغو ماشومانو په پرتله زيات د وينې په لوړ فشار اخته کېدای شي، چې تلويزون ته ډېر نه کيني. په دغه څېړنه کې ویل شوي، چې په ورځ کې تر دوه ساعته زیات د ...

نور ولوله »

رياض ته د اردوګان او سيسي هم مهالي سفرونه هيلې او اندېښنې

احمد جرس د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان تېره شپه ناوخته سعودي عربستان ته په داسې حال کې ورسيد، چې نن يکشنبه به د مصر پوځي ولسمشر عبدالفتاح السيسي هم دغه هېواد ته ولاړ شي. ترکي او سعودي چارواکو تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دواړه لوري به پر کومو موضوعاتو خبرې اترې وکړي، مګر دومره ويل کيږي، ...

نور ولوله »

اردوګان د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته رسيدلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان تېره شپه ناوخته د درې ورځني سفر په موخه د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد. الاناضول خبري اژانس وايي، چې د ولسمشر اردوګان الوتکه د جدې «ملک عبدالله بن عبدالعزيز» پر هوايي ډګر کښته شوه، د سعودي لوړپوړو چارواکو په ګډون دغه هېواد کې د ترکيې سفير ...

نور ولوله »

مصري محکمې حماس جهادي غورځنګ «ترهګر» اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۹مه ۱۳۹۳ل): مصري تلويزون وايي، چې د قاهرې د بېړنيو پرېکړو محکمې په خپله نننۍ پرېکړه کې فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاک پر ضد جنګېدونکې «حماس» جهادي ډله «ترهګره» اعلان کړه. د مصري محکمې له قوله حماس د مصر د اخوان المسلمين يوه څانګه ده او فعاليتونه يې د مصري رژيم د ګټو خلاف بلل شوي ...

نور ولوله »