د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان: اشرف غني دې د اعدامونو مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د بښنې نړیوال سازمان وايي، محمد اشرف غنې باید د اعدامونه مخه ونیسي. دوی د تېر میلادي کال په راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د ځينو بریدونو په غبرګون کې پنځه تن اعدام شوي، چې یوازې د جګړې له توندېدو سره مرسته کولی شي. د دې سازمان د اعدام برخې سلکارې کیارا سانجیورجیو ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: «سوله کوونکو» ته به اسانتیاوې برابرې کړو

ملي دفاع وزارت وايي، هغوی چې ټوپک پر ځمکه کېږدي او له افغان حکومت سره «سوله» وکړي دوی به ورته اسانتیاوې برابرې کړي. د دې وزارت سرپرت ویاند محمد رادمنش د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې له جګړه کوونکو سره به جګړې ته دوام ورکړي. ذبیح الله مجاهد له «TRT» سره په تازه ...

نور ولوله »

پنټاګون: د امریکايي ځواکونو تلفات ډېر شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزارت وايي په افغان جګړه کې يې د طالبانو پر ضد جګړه تونده کړې چې ورسره د دوی د عسکرو تلفات هم ډېر شوي دي. امریکايي رسنۍ د پنټاګون په حواله وايي چې په تېر یوه کال کې په مخامخ جګړو کې ۴۱ خو په هوايي الوتنو کې ۴۷ تنه ...

نور ولوله »

بلخيانو عطامحمد نور ته د «معاصر بلخ معمار» لقب ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): په بلخ کې د دې ولایت ګڼو اوسېدونکو عطامحمد نور ته د «معاصر بلخ معمار» لقب ورکړ او د هغه د واکمنۍ هڅې يې وستايلې. عطامحمد نور چې د جمعیت ګوند اجرایيه مشر دی، له ۱۳۸۳ لمریز کاله د روان کال تر لومړیو ورځو پورې په بلخ کې والي پاتې شوی دی. هغه ...

نور ولوله »

ناټو د افغان ښځينه عسکرو لپاره ښارګوټی جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مسوولین وايي افغان ښځينه عسکرو ته ښارګوټی جوړوي. د بهرنیانو عمومي قومندان پرون خپلو افغان ملګرو ته په خبرو کې وویل، د ښځينه پولیسو د اوسېدو لپاره جلا ښارګوټی په پام کې لري. هغه وویل په دې ښارګوټي کې به ټول لس بلاکونه وي، چې ...

نور ولوله »

ټرمپ: پر طالبانو د برید پر وخت د ولسي خلکو پروا مه کوئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): کابل نیوز تلویزون د واشنګټن پوسټ پر حواله وايي، امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د طالبانو د وژنې لپاره باید د ولسي خلکو پروا ونه کړي. د سرچينې په وینا ټرمپ وروسته له هغه دا امر وکړ، چې پر یوه ویډيو يې سترګې ونښتي، چې د دوی ځواکونه ...

نور ولوله »

ضعیف: طالبان به د پاکستان فشار ونه مني

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، طالبان به هیڅکله دې ته راضي نه شي چې د پاکستان فشار ومني. هغه له پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز سره په خبرو کې ويلي، پاکستان پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د هغوی ځینې لوړ پوړي مشران نیولي هم دي. ضعیف زیاتوي چې ...

نور ولوله »

د کابل پوهنتون استاد حبیب الله جاج پښتونزوی وفات شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد حبیب الله جاج پښتونزوی وفات شو. استاد، چې پر جاج پښتونزوی مشهور و، کلونه کلونه په دې څانګه کې خدمت وکړ، چې نن يې د اجل داعي ته لبیک ووایه. هغه چې په پښتو څانګه کې يې «نړیوال ادبیات» تدریسول، د مړینې ...

نور ولوله »

پېښور کې د «پښتون ژغورنې» غونډه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د پښتونخوا په پېښور کې له سرحد پوهنتون سره څېرمه د منظور پښتين په مشرۍ لویه غونډه را بلل شوې ده. دا غونډه چې له څو ورځو راهیسې ورته تبلیغات کېدل، نن د اپرېل په اتمه د پېښور ښار په رینګ روډ جوړه شوې ده. د بې بې سې د راپور په حواله د ...

نور ولوله »

مسیر: د مخابراتي ماليې لپاره د شفافیت چارې په ټپه ولاړې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د تېر لمریز کال په لېندۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مشرانو جرګې سره ومنله، چې که د مخابراتي ماليې اړوند د ولسمشر فرمان تاييد کړي، دوی به يې په دوه میاشتې کې د شفافیت لپاره منظم سیسټم رامنځته کړي. له کابله خپرېدونکې مسیر ورځپاڼه وايي، چې د حکومت له لوري ...

نور ولوله »