د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

ولسمشر له عطا محمد نور سره د همکارۍ د تړون ویاړ تر لاسه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر محمد اشرف غني له دوه کاله هڅو وروسته د بلخ له سرپرست عطامحمد نور سره د همکارۍ د تړون ارمان پوره کړ. تېره ورځ محمد اشرف غني د اقینې بندر له مراسمو وروسته پکول پر سر د بلخ لاره ونیوه او شپه يې د عطا محمد نور په مېلمستون کې تېره ...

نور ولوله »

اسراییلو کې د اور لمبې له پنځو ورځو راهیسې لا هم تازه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د اسراييلو په حیفا ښار کې د اور ژبغړاندې لمبې نږدې اوونۍ پوره کوي، خو لا يې هم تاو نه دی ختلی. د اسراييلي نیوز دوه، په نوم رسنۍ ویلي چې دغه اور د نومبر میاشتې له ۲۲مې راهیسې روان دی او تر اوسه يې سلګونه کورنه ايره کړي دي. د سرچینې په ...

نور ولوله »

د اقینې بندر د پرانیستې مراسمو امنیت طالبانو نیولی و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د اقینې بندر د پرانیستې د مراسمو لپاره د امنیتي خوندیتوب په برخه کې طالبانو هم د هوکړې ټټر وهلی و. په فارياب کې مېشت طالبان وايي چې مشرانو يې ورته د دې مراسمو د خوندیتوب مسوولیت سپارلی و او دوی هم خپلې هڅې نه دي سپمولې. د سرچينې په قول د دې ...

نور ولوله »

اشرف غني: د اقینې رېل لار د دوو هېوادونو د دوستۍ نښه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د اقینې بندر د پرانیستې مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې دا دواړو هېوادونو د دوستۍ ښکاره نښه ده. دغه رېللاره چې د ترکمنستان له اتامراد سیمې د فاریاب تر اقینې پورې غځېږي، په اقتصادي برخه کې لویه لاسته راوړنه بلل کېږي. د دې لارې اوږدوالی ۳،۵ کیلو متره ده، ...

نور ولوله »

احمد ضیا مسعود: په حکومت کې د طالبانو نفوذ مو عملیاتو ته نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵ل): د حکومت له منځه پر حکومت د مخالفینو د نفوذ اعتراف یو ځل بیا رسنیز شو. په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي چې په حکومت کې د طالبانو نفوذ دوی د طالبانو پر ضد عملیاتو ته نه پرېږدي. نوموړي په مزار کې د جمعیت ګوند د جلا ...

نور ولوله »

نجیب کابلی: حفیظ منصور د ایران پر ملاتړ مذهبي جګړو ته لمن وهي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵ل): نجیب کابلی وايي حفیظ منصور يې څو کلن ملګری دی، خو اعتراف کوي چې د ایران د ګټو لپاره کار کوي. د ملي مشارکت ګوند مشر حفیظ منصور پر دې ملامت کړ، چې د ایران له لوري پر شا ټپېږي او ان پر « اسلامي ثقافت بريد کوي.» نجیب کابلی وايي چې اته ...

نور ولوله »

د وژل شویو عسکرو کورنۍ سوال ته ناستې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵ل): د هغو وژل شویو عسکرو چې د کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه و، د دوی له وژل کېدو وروسته د سوال لاسونه اوږده کړي دي. په روزګان کې د یو تن وژل شوي عسکر مېرمن وايي چې د خپلو څو اولادونو د ساتلو لپاره د ښار په کو څو کې لاس په سوال ...

نور ولوله »