fbpx

د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

هلمند: طالبانو د قومندان په ګډون پنځه عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د هلمند په نادعلي کې يې د یوې پوستې د قومندان په ګډون پنځه تنه وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د شیراغا ټمبې سیمه کې یوه پوسته نیولې ده. د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې قومندان اسماعیل او د ...

نور ولوله »

رحیم الله یوسف‌زی: پاکستان پر طالبانو د پام وړ اغېز نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستان مېشتی خبریال او څېړونکی رحیم الله یوسف‌زی وايي پاکستان پر طالبانو هغومره اغېز نه لري، لکه امریکا او افغان ‏حکومت چې يې تمه لري‎. ‎ هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان نه شي کولی، طالبانن داسې پرېکړې ته مجبور کړي، چې د هغوی پر زیان ‏وي‎. ‎ یوسف‌زی وویل: ...

نور ولوله »

طالبان: بګرام کې پنځه امریکایان د ماین ښکار شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي تېره شپه يې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د امریکایانو پر ټانګ ماین چاودلی او پنځه عسکر يې وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د امریکایي عسکرو ټانګ په نصرو کلي کې د دوی پر خښ کړل شوي ماین برابر شو. خبرپاڼه زیاتوي په ...

نور ولوله »

د مجددي زوی: موږ نزاکتاً د چینې نجونو «حرکاتو» ته کېنستو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د یرغل د کلک ملاتړي حضرت صبغت الله مجددي زوی وايي د چین سفارت کې نزاکتاً د نجونو نڅا ته کېنستي دي. وړمه ورځ د چین سفارت کې د هغه هېواد د جمهوریت د کالیزې په مناسبت مراسمو ته د ګډ حکومت او مخکیني حکومت ګڼې سیاسي څېرې هم ورغلې وې. ...

نور ولوله »

روغتیا وزارت: هرکال ۳۵۰۰ تنه مېرمنې د سینې په سرطان اخته کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د عامې ورغیتا وزارت وايي په افغانستان کې هرکال تر ۳۵۰۰ تنه ښځې د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي. له دې وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، له دې ناروغانو نه يې نیمايي ډېرې مري. اعلامیه کې د دې مرض نښې هم یادې شوې دي، چې باید روغ کسان يې په پېژندلو ...

نور ولوله »

تېره میاشت کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو ۱۰۳ ملکی وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم یوې ډلې پخپل میاشتني راپور کې ویلي، چې بهرنیو او کورنیو عسکرو یوه میاشت کې ۱۰۳ تنه افغانان وژلي او ۲۰ نور يې ټپیان کړي دي. د دې ډلې د راپور له مخې په تېره میلادي میاشت کې نږدې شپږ سوه تنو ملکي ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: ځينې سفارتونه راتلونکي پارلمان کې خپل استازي غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي ځينې سفارتونه او پخپله افغان حکومت په راتلونکو ټاکنو کې د مداخلې له لارې غواړي د خپلې خوښي استازي بریالي کړي. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د نوماندانو له لوري له دولتي امکاناتو پر ګټه اخیستنې هم نیوکې وشوې. د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي د چا ...

نور ولوله »

کونړ: ځانګړو ځواکونو د یو نوماند درې ساتونکي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د یو نوماند درې ساتونکي وژلي دي. د کونړ د والي ویاند غبدالغني مصمم وايي، د ولسي جرګې لپاره د نوماند عطاءالله صافي درې ساتونکي د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. صافی وايي چې عملیات ځانګړو ځواکونو کړي دي، خو د ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون هر ټاکنیز مرکز کې یو څارونکي ګماري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د شفافیت په موخه د ټاکنو په ورځ هر مرکز کې یو څارونکي ګماري. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوه غړي دستګیر هدایت بې بې سې ته ويلي، دوی به په ټولو مرکزونو کې څارونکي ولري، چې ټول شمېر يې پنځو زرو ته رسېږي. هدایت وايي دغه څارونکي به د ...

نور ولوله »

کندهار کې د نري رنځ د روغتون ډبره کېښودل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): کندهار کې د نري رنځ د درملنې په موخه د یوه ۲۵ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، په سویل لوېدیځ زون کې د نري رنځ ګڼو پېښو دا ایجابوله چې یو روغتیايي مرکز ودان شي. هغه وویل په هلمند، روزګان، زابل او ...

نور ولوله »