د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

کرزي پر ملکي تلفاتو خواشيني ښکاره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د غزني په ګیلان، د میدان وردګو په نرخ او کابل ښار کې پر مخابراتو وزارت برید کې اوښتیو ملکي تلفاتو خواشيني ښوودلې او غندلي يې دي. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عامو خلکو پر وړاندې نظامي عملیات که په هر نامه وي، د ...

نور ولوله »

طالبان: د هرات ملي امنیت کې د ننه چاودنې دروند زیان اړولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): پرون «جمعه» د هرات په ملي امنیت ریاست کې د ننه چاودنه وشوه، چې له دولتي سرچینو وروسته يې نن طالبانو په اړه معلومات خپاره کړل. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له پېښې وروسته رسنیو ته وویل، چې پنځه تنه پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. طالبانو د پېښې مسؤلیت ...

نور ولوله »

کابل؛ د پاکستان له لوري جوړ شوی «جناح روغتون» پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني دویم مرستیال او د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان کابل کې د محمد علي جناح په نوم جوړ کړل شوی روغتون پرانیست. دغه روغتون چې د کابل ښار لوېدیځ «دشت برچی» سیمه کې جوړ شوی، ټول ټال پرې ۲۴ میلیونه ډالر لګښت شوی دی. سرور دانش د دې ...

نور ولوله »

باعزته سوله څه مانا؟

پوهاند محمد اسماعیل یون کله چې يو څوک نه غواړي، يو کار ترسره کړي، نو د هغه پرضد بيا بېلابېل دلايل او پلمې لټوي. اوس د سولې لپاره هم قيدونه او شرطونه وړاندې کېږي. سره له دې چې جمهور رييس غني ويلي وو، د سولې لپاره سر ورکولو ته هم تيار دی او طالبان هم بايد له قيد او شرط ...

نور ولوله »

خلیلزاد: له خبرو اترو پرته بله لار نشته

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر ناستې د لغوه کېدو په تړاو ویلي، د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره له خبرو اترو پرته بل بدیل نشته. هغه تېر ماښام په پرلپسې دوه ټیوټونو کې د ناستې پر لغوه کېدو خواشیني ښوودلې، خو ...

نور ولوله »

ارګ: «اوس» مو «لویه جرګه» لومړیتوب دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې قطر کې کېدونکې بین الافغاني ناسته لغوه شوه، ارګ ویلي «اوس» ورته د لويې جرګې جوړېدل لومړیتوب لري. د ارګ د ویاند یوه مرستیال شاه‌حسین مرتضوي ويلي، د قطر ناستې له لغوه کېدو وروسته «اوس زموږ لومړیتوب د سولې مشورتې لويې جرګې جوړېدل دي.» هغه له ازادي راډيو سره خبرو ...

نور ولوله »

غزني؛ طالبان وايي دوه امریکایان يې وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي د غزني په ناوه ولسوالۍ کې يې یوه درنه جګړه کې دوه امریکايي عسکر او درې تنه د هغوی افغان کمانډو ملګري وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې جګړه د یادې ولسوالۍ په محمدخېل او کمیس خېل سیمو کې هغه مهال رامنځته شوه چې ګډ ځواکونه یادو سیمو ته د ...

نور ولوله »

ضعیف: د سولې لپاره قصدي خنډونه پیدا کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر او د قطر د راتلونکې ممکنه ناستې ګډونوال ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د سولې پر وړاندې په قصدي ډول خنډونه را پیدا کېږي. هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل، د قطر راتلونکې ناستې ته له کابله پلاوی ځکه ځنډول شوی چې پر لیست يې ناندرۍ ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې له بېلابېلو مؤسسو سره يې اوولس هوکړه لیکونه چې ټول ټال د ۱۵ میلیونه ډالرو پر ارزښت کېږي، لاسلیک کړي دي. د دې وزارت سرپرست میرویس بلخي نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې دا هوکړه لیکونه يې د پوهنیز بهیر د لا ښه کېدو په خاطر کړي ...

نور ولوله »

سروې: د سولې برخه کې اویا سلنه خلک د حکومت پر دریځ مشکوک دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): یوه تازه سروې ښيي چې پوره ۷۰ سلنه خلک د سولې په روانه پروسه کې د حکومت پر دریځ مشکوک دي. دا سروې چې په څلورو میاشتو کې د افغانستان د سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز ترسره کړې ده، وايي چې د جګړې عمده علت د بهرنیانو پوځي موجودیت دی. د دې مرکز یو ...

نور ولوله »