د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

امنیت شورا «نامسؤلو وسله‌والو» ته «مسؤلیت» ور سپاري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا وايي د نامسؤله وسله‌والو د قانوني کولو لپاره يې طرزالعمل جوړ کړی او د تایید وړ ګرځېدلی دی. له دې شورا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د غزني، فاریاب او ننګرهار پر امنیتي وضعیت هم خبرې ...

نور ولوله »

نوماندانو د موازي پارلمان د اعلانولو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې تېرو ټاکنو کې نوماندو کسانو یو ګډ ائتلاف جوړ کړی او تازه يې ویلي چې د ټاکنو کمیسیون چارې ورته د منلو نه دي. د دې ائتلاف مشر خواجه شفیق ويلي، که د ټاکنو کمیسیون يې غږ وانه وري، دوی به موازي پارلمان اعلان کړي. هغه ټینګار کړی چې تر اوسه ...

نور ولوله »

ناټو: د بروکسل راتلونکې ناسته کې به پر سوله هم بحث وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې سبا او بله ورځ (سه شنبه – چهارشنبه) د بروکسل ناسته ترسره شي، چې د نورو موضوعاتو تر څنګ به پکې پر سوله هم بحث وشي. د ناټو د عممي منشي د ویاند مرستیال پیرز کزالي وايي، په دې دوره ورځنۍ غونډه کې به د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو ...

نور ولوله »

څرنګه سي ای ې (سیا) زما پلار راقتل کړ؟

واحد فقیري هاجره همتیاره یوه افغانه مېرمن ده. هغه اوس د کابل په یوه کلي کي معلمه ده. مېرمن هاجرې د نومبر پر ۳۰ مه د امریکا په معتبر اخبار واشنګټن پوسټ کي د امریکا د استخباراتو (سیا) لخوا د خپل پلار د قتل په باب داسي لیکي: متن: زما عقیده دا ده چي په ژوند کي دوې لاري سته ...

نور ولوله »

پنټاګون جګړه ختمول غواړي، خو طالبان باید «همکاري» وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي په افغانستان کې په ټول توان سره د جګړې ختمول غواړي، خو په وینا يې سوله راوستل یوازې د دوی کار نه دی، بلکې طالبان هم باید همکاري وکړي. د پنټاګون وزیر جیمز مټیس تېره ورځ «د امریکا د مرکزي دفاعيي فورم» ته په خبرو کې وویل، امریکا هڅه ...

نور ولوله »

اشرف غني د بوش د پلار پر مړینه خواشينی شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت یو مشر امحمد اشرف غني د جورج ډبلیو بوش د پلار جورج ډبلیو ایچ بوش پر مړینه خواشیني ښوودلې ده. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې نه یوازې اشرف غني خپل ځان بلکې «ملت» هم له امریکا او د بوش له کورنۍ سره په غم کې شریک بللی دی. جورج ډبلیو ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: حکومت د خبرو اترو د پر مخ وړلو «هوډ» نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې د ارګ له لوري د سولې په نوم د مشورتي بورډ پر جوړولو نیوکې کړې او حکومت يې تورن کړی، چې د سولې لپاره اراده نه لري. د ولسي جرګې په تېره غونډه کې پر همدې موضوع خبرې اوږدې شوې او د جرګې غړو وویل، د اشرف غني له لوري جوړ شوی ...

نور ولوله »

زاخېلوال د سولې لپاره د حکومت هڅې نمایشي او پروژه‌يي بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د سولې په نوم د حکومت هڅې پروژه‌يي، نمایشي او د مرستو د را جلبولو هڅې دي. ارګ دوه ورځې وړاندې په ژینو کې د سولې د خبرو اترو په نوم د «مذاکراتي ډلې» اعلان وکړ، چې مشر يې عبدالسلام رحیمي ...

نور ولوله »

د سولې هڅې؛ له خلیلزاد وروسته الیس ویلز هم د امریکا د بېړې خبره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد وویل، چې افغانستان کې د سولې لپاره امریکا ډېره په بېړه کې ده. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په چارو کې مرستیالې الیس ویلز هم د واشنګټن د بېړې یادونه کړې. ویلز له ازادۍ راډیو ...

نور ولوله »

روسیې د مسکوغونډې اړوند د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): روسیه وايي د مسکوغونډې د جوړېدو موخه يې په افغانستان کې د روانې جګړې پای او د خبرو اترو له لارې حل کولو. څو ورځې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې په یاده ناسته کې روسيې خپلې ګټې درلودې او د حکومت «خپلواکۍ» ته «شک» پکې ...

نور ولوله »