د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

کويټ کابل کې خپل سفارت پرانېزي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي کويټ به ډېر ژر په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي. دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي کړې دي. هغه چې کویټ ته په سفر تللی و، ویلي له کویټي چارواکو سره يې د اړیکو په پراختیا خبرې کړې. کرزي وویل، هغوی ورسره ...

نور ولوله »

کابل کې د کانکور ازموینه پیل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي د کانکور د ازموینې په لړ کې د کابل حوزې د لومړي دور ازموینه نن پیل شوه. د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري وویل، په ازموینه کې د ټولو ګډونوالو شمېر ۵۷۹۲۹ تنه دي، چې په لومړي دور کې يې د ۵۰۴۴ نجونو په ...

نور ولوله »

المان نږدې اویا تنه افغان کډوال بهر کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): الماني چارواکو پرون وویل، چې له خپل هېواد څخه يې ۶۹ هغه افغان کډوال ویستلي دي چې د پنا اخیستو غوښتنلیکونه يې رد شوي دي. د چارواکو په وینا د افغان کډوالو دغه ډله په یوه الوتکه کې له مونیخ نه کابل ته لېږل شوي ده. دا له المان څخه د ویستل کېدونکو افغان ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: د قیصاري نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې د جنبش او حکومت تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ویلي دي، د دوستم د اربکي قومندان نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی دی. نظام الدین قیصاري په فارياب کې د دوستم لوی استازی، د قیصار امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، چې څو ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون لا هم په ډېرو ولایتونو کې کمېشنران نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي، په ګڼو ولایتونو کې لا هم کمېشنران نه لري او دا يې د کار پر وړاندې لوی خنډ دی. د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر غلام دستګير هدایت د پړې ګوته حکومت ته نیسي او وايي چې لا يې هم د دوی د کارکوونکو په ګمارنه کې ورسره مرسته نه ده ...

نور ولوله »

د فاریاب استازی: قیصاري یو قاتل، غل او جنایتکار قومندان دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی فتح الله قیصاري د نظام الدین قیصاري په نیولو خوښي ښيي او د حکومت دا اقدام ستايي. هغه وايي چې نظام الدین قیصاري په سیمه کې قتل، غلا او ګڼ جرمونه کړي دي. د ده په خبره هغه په یوه ورځ اوه عام وګړي په ...

نور ولوله »

کونړ: دفاع وزارت د لوړ پوړي پاکستاني طالب د وژل کېدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي په کونړ کې يې د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ یو بل غړی وژلی دی. د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش وايي، په هوايي برید کې يې د عمر په نوم هغه کس وژلی چې د پاکستاني طالبانو د مشرانو له ډلې دی. هغه ویلي تر اوسه يې ...

نور ولوله »

د ناټو ناسته کې پر افغان«سوله» او د عسکرو پر ډېرولو خبرې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ناټو وايي د دې سازمان د غړو هېوادونو په سرمشریزه ناسته کې به د افغان سولې اړوند هم خبرې وشي او هم به د عسکرو د ډېرولو اړوند بحث وشي. د ڼاتو د سرمنشي سیاسي مرستیال جیمز اپاتورای واييي، دوی به له افغان چارواکو سره پر سوله خبرې وکړي او له نورو غړو ...

نور ولوله »

دوستم وايي که يې نیول شوی ټوپکي خوشي نه شي؛ شمال کې به ټاکنې فلج کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په ترکیه کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم وايي، که يې نیول شوی قومندان خوشي نه شي، په شمال کې به د ټاکنو پر مخ دروازه بنده کړي. د ارګ له لومړي معاونیته خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال دوستم په حواله راغلي چې نظام الدین قیصاري په سیمه کې ...

نور ولوله »

ننګرهار: چاودنې ۱۵ تنه وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ډاکټر غني د سفر پر مهال چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند انعام الله میاخېل وايي په پېښه کې وژل شوي، اته تنه اهل هنود، دوه نور هېوادوال او پنځه تنه له پېژندنې وتلي دي. د ننګرهار امنیه ...

نور ولوله »