د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

سکاټ مېلر هم له محب سره د پرېکون له امله تر غونډه تېر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان دفاع وزارت کې له هغې غونډې ولاړ شوی، چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم پکې ګډونوال و. اریانا نیوز د سرچینو له قوله وايي، د ناټو او افغان لوړپوړو پوځي چارواکو دا غونډه په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه، خو له محب سره ...

نور ولوله »

ایران خونړيو سیلابونو د ښارونو تر منځ لارې تړلې – ویډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د ایران په لوېدیځ او جنوب لوېديځ کې د توندو ورښتونو له امله د سلګونو کلیو تر منځ لارې تړل شوې او په یادو سیمو کې وضعیت بحراني بلل شوی دی. د ایران حکومت پر خلکو غږ کړی چې نن او سبا د هېواد په ګوټ ګوټ کې له سفرونو ډډه وکړي، تر څو ...

نور ولوله »

«تېرو دریو کلونو کې څاڅکی اوبه هم نه دي ذخیره شوې»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): سږنیو ورښتونو ته په پام په کښت او کرونده کې د نظر خاوندان وايي حکومت باید د اوبو ذخیره کولو ته جدي پام کړی وای. ګام‌نیوز د عبدالولي موحد په نوم د اوبو د ذخیره کولو یو متخصص په حواله لیکي چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان اوبه پر خپل سر بهېږي. ...

نور ولوله »

کندوز؛ پولیسو د واده شریني کې دوه تنه ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د کندوز ولایت مرکز کې د پولیسو یوې پوستې د واده پر یو موټر ډزې کړې او دوه تنه يې وژلي دي. د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي پولیسو له واده راوړونکو د شریني غوښتنه کوله، چې هغوی ورسره خبرې ښکته پورته کړې او پولیسو پرې ډزې کړې دي. طلوع‌‌نیوز د یادې سرچینې ...

نور ولوله »

دفاع وزارت وايي تر «څېړنو» وړاندې د فاطمیونو راتګ «ردوو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د دفاع وزارت چارواکي وايي د فاطمیونو د راتګ اړوند يې څېړنې روانې کړې، خو تر څېړنو وړاندې يې ویلي، چې راتګ يې «ردوو.» امریکايي رسنۍ اسوشیټيډپریس د کورنیو چارو وزارت د یو چارواکي په حواله ویلي و، سوریه کې د ایران له لوري شاوخوا ۱۵زره عسکر د بشار الاسد د رژیم په دفاع ...

نور ولوله »

عبدالله: پر ټاکنو او سولې چنې، به مو دواړه له خولې وباسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت شریک عبدالله عبدالله وايي، پر سوله او ټاکنو به مو ډېرې چنې، تر هغه حالته ورسوي چې دواړه به مو له خولې وتلي وي. هغه نن د وزیرانو شورا غونډه کې وویل، پر دواړو مسائلو پخپل وخت کې بحث پکار دی«که پر سوله او ټاکنو دواړو چنې ووهو، ښاييي دواړو موخو ...

نور ولوله »

ولسمشریزې ټاکنې؛ د نوماندانو د اسنادو څېړلو ته کمېټه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د اسنادو د څېړلو لپاره يې کمېټه جوړه کړې ده. د دې کمیسیون کمېشنر محمد قاسم الیاسي وايي وړاندې تر دې يې دا ستونزه درلوده چې کمېټه نه وه جوړه شوې، د دې تر څنګ ورته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ځینو نوماندانو ...

نور ولوله »

اوه کاله وروسته، د پنجرو تر شا د لور او پلار لومړی دیدن

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): محب الله محب هغه ځوان دی چې له کلونو راهیسې کابل کې زنداني دی، هغه پر خپله فیسبوک‌پاڼه داسې تصویر خپور کړی چې ګڼ زړونه يې دردولي دی. محب لیکلي، کله چې زنداني کېده، لور يې یوازې د شپږو میاشتو وه، خو اوه کاله وروسته يې دیدن ته راغلې. هغه پر خپله فیسبوک‌پاڼه د ...

نور ولوله »

زاخېلوال: بین الافغاني مذاکراتو کې سوله تر بل هر وخت شونې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان د افغانستان مخکينی سفیر حضرت عمر زاخېلوال لیکي، د بین الافغاني مذاکرتو په پایله کې د بل هر وخت په پرتله اوس سوله ډېره شونې ده. هغه د حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او سرور دانش د ګډې ناستې تصویر سره لیکلي، دا فرصت تل منتظر نه‌شي پاتې ...

نور ولوله »

د اشرف غني پر «کمپایني سفرونو» نیوکې او د کمیسیون چوپتیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): ټاکنیز ټکټونه ولایتونو ته د اشرف غني سفرونه ټاکنیز کمپاین بولي او ضمناً د ټاکنو کمیسیون چوپتیا ملامتوونکې ګڼي. د ارګ د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي وايي، اشرف غني تر اوسه ۶۱ ولایتي سفرونه کړي او په وینا يې یوه سفر کې يې هم د ټاکنیز کمپاین یادونه نه ده کړې. هغه وايي نوموړي ...

نور ولوله »