د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

زلمی خلیلزاد: ملا برادر سولې ته لېوال او وطندوست سړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): زلمی خلیلزاد وايي قطر کې يې د طالب مشر له سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند سره کتنو کې وموندل چې هغه یو وطندوست انسان او سولې ته لېواله کس دی. د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد د خپل سفر په لړ کې برتانیا ته رسېدلی او ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: ولسمشریزې ټاکنې به ۱۹۲میلیونه ډالرو لګښت ولري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به ټول ۱۹۲ میلیونه ډالر لګښت ولري. د دې کمیسیون یو غړي محمد عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې له نړۍوالې ټولنې او افغان حکومت څخه په دې برخه کې د همکارۍ هیله کړې ده. تر اوسه معلومه نه ده چې په دې نږدې دوه ...

نور ولوله »

پمپیو: د سولې د خبرو اترو پایلې باید د ټولو د باور وړ وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د خبرو اترو اړوند مهمه دا ده چې پایلې يې ټولو ته د منلو وړ وي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سناتورانو په یوه استجوابیه غونډه کې وویل، له طالبانو سره خبرې پېچلې دي او نه غواړي ټول ...

نور ولوله »

کابل؛ نهه کاله وروسته لومړۍ پنجشنبه، چې رخصتي يې نه درلوده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): کابل کې پوره نهه کاله وړاندې حکومت د پنجشنبې ورځ رخصتي اعلان کړه او دولتي مامورین به دندو ته نه تلل. تېر کال د کب په نیمايي کې د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې نور به دغه ورځ رخصتي نه وي او مامورین باید دندې پر مخ یوسي. په ۱۳۸۹ل کال کې د دې ...

نور ولوله »

اشرف غني هم پر ملکي تلفاتو «خواشيني» ښکاره کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): اشرف غني په هلمند کې د ملکي تلفاتو اړوند د «خواشينۍ» یادونه کړې او ویلي يې دي چې دا پېښه به وڅېړي. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، هغه د هلمند په ګرشک کې د ملکي وګړو پر تلفاتو «خواشیني» ښکاره کړه او د پېښې د «دقیقې څېړنې» لارښوونه يې کړې ده. د خبرپاڼې ...

نور ولوله »

زابل؛ طالبانو د سیوري ولسوالۍ نیولې، حکومت یې ردوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو ويلي، سرتېرو يې تېره شپه زابل کې سیوری ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره نیولې ده. طالب ویاند قاري یوسف احمدي يې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو لیکلي يې دي چې تېره شپه شاوخوا درې بجې يې د یادې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او سهار ته څېرمه يې ونیوله. ...

نور ولوله »

بلخ ته پوځي او امنیتي چارواکي رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): شاوخوا لس ورځې وړاندې بلخ کې د نوي امنیه قومندان د معرفۍ پر سر خبره تر جګړې ورسېده او درې ساعته کې نوی قومندانۍ تر چوکۍ ورسيد. تازه بلخ ته د ناټو عملیاتي مسؤل رنډي جورج، دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزارت مرستیال ...

نور ولوله »

قریشي: کابل ته د افغان سفیر بلل یوه «غیر عقلاني» پریکړه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي، د افغان حکومت له لوري له اسلام اباد څخه د خپل سفیر وربلل یوه غیر سنجیده او له حالاتو سره په ټکر کې پریکړه وه. قریشي چې تېره ورځ یې د همدې موضوع اړوند له رسنیو سره خبرې کولې وویل، افغان سفیر له ...

نور ولوله »

فاریاب: شیرین تګاب کې محاصره عسکر د مرستې غږونه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د فاریاب په شیرین تګاب کې لسګونه محاصره عسکر وايي، نه يې څوک غږ اوري او نه پخپله نور د محاصرې توان لري. شمشاد تلویزون، هغه ویډيو خپره کړې چې محاصره عسکرو ورته لېږلې او د خپلې بې وسۍ او ناتوانۍ ویر پکې کوي. محاصره عسکر وايي چې له درې نیمو میاشتو راهیسې له ...

نور ولوله »

جان‌بس عمران خان ته: د کرکټ ځينې اصول ډيپلوماسي کې کار نه ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کابل کې د امریکا سفیر لیکلي، چې د کرکټ ځينې اصول ډیپلوماسۍ کې کار نه ورکوي. پاکستاني رسنیو وړمه ورځ «دوشنبه، ۵وری» د عمران خان په حواله وویل، چې افغانستان کې د روانې شخړې د حل لپاره مؤقته اداره سمه لار ده. کابل ...

نور ولوله »