د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

المان: د امریکا او طالبانو د خبرو ملاتړو کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د المان د بهرنیو چارو وزیر وايي په قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو ملاتړ کوي. هایکو ماس چې په نا څاپي سفر تېره ورځ، بلخ ته را ورسید له الماني رسنیو سره يې خبرو کې ويلي، چې له افغانستان وروسته به پاکستان ته وخوځېږي. هایکو ماس، ویلي د سفر هدف ...

نور ولوله »

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی دفتر یوناما؛ ویلي امنیت شورا به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ولري. د یوناما د خبر پاڼې له مخې دا غونډه به نن د کابل پر وخت ماښام مهال پیل شي، چې موضوع به يې افغانستان کې د دې شورا د عمومي منشي راپور وي. انټونیو ...

نور ولوله »

کابل؛ یوه مېرمن د خپل خاوند پر قتل نیول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي چارواکي په دوولسمه ناحیه کې يې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیولې ده. د کابل امنیه قومندانۍ وايي مېرمن نازي ګل د شمس الدین په نامه خپل خاوند وړمه شپه د تبر په وسیله وژلی دی. د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې نازي ګل له پېښې ...

نور ولوله »

واشنګټن ټایمز: په افغانستان کې ناپایه جګړه باید ختمه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): واشنګټن ټایمز په یوه مطلب کې په افغانستان کې د امریکا روانې جګړې ته اشاره کړې او یوه بې پایه جګړه یې یاده کړې ده. د مطلب د لیکوال په باور امریکا په افغانستان کې داسې جګړې ته ننوتې، چې پای نه لري، خو د دې تر څنګ ټینګار کوي چې باید ځواکونه يې ...

نور ولوله »

د پوهنتونونو استادانو درسي اعتصاب پیل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د دولتي پوهنتونو د استادانو اتحادیه وايي، چې د ځينو امتیازاتو د سم نه ادا کېدو په غبرګون کې يې درسي اعتصاب پیل کړی دی. د دې اتحاديې له مطبوعاتي ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونو استادانو درسي اعتصاب د کب میاشتې له ۱۹مې نیټې پیل دی ...

نور ولوله »

میدان وردګ؛ سلګونو کسانو د ملکي تلفاتو غبرګون کې لاریون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګو سلګونو اوسېدونکو په دې ولایت کې د وروستیو ملکي تلفاتو په غبرګون کې لاریون کړی او د کندها ـ کابل لویه لار يې د ترافیکو پر مخ تړلې. لاریون کوونکي چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي، د ملکي تلفاتو غندنه کوي او ټینګار کوي، چې که يې غږ وانه ورېدل ...

نور ولوله »

کورنیو چارو وزارت د هېواد له جغرافیې سره نابلد دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت پر رسمي ویبپاڼه د عملیاتو او لاسته راوړنو په راپورونو کې د پکتیکا ولایت په اړه هم یو خبر ورکړی او د داسې نوم یادونه يې کړې چې په هغه نوم هیڅ ولسوالي هلته نشته. د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه «۱۸کب» لیکلي، چې د پکتیکا په اندړو ولسوالۍ کې ...

نور ولوله »

کندهار؛ اشرف غني «هوايي ډګر» کې «محدودو کسانو» ته خبرې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): اشرف غني تېره ورځ فراه ته ورسید او له هغه ځایه ماښاما مهال کندهار ته لاړ، چې د ارګ د خبرپاڼې له مخې د قول اردو له عسکرو سره يې هم لیدلي دي. کندهار مېشتی خبریال بلال سروري وايي د هغه راتګ ته کندهاري مخور نه دي ورغلي او څو تنه يې د تشویق ...

نور ولوله »

ورځپاڼه: حکومت له ولس سره لاس او ګرېوان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا، په هېواد کې د وروستیو ملکي تلفاتو په اړوند خپاره کړي مطلب کې ويلي، حکومت له ولس سره لاس او ګرېوان دی. د مطلب د لیکوال په وینا اشرف غني ځان تر علیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله هم پورته بولي، خو د هغه د امپراطورۍ تر څلورمې برخې ...

نور ولوله »

میدان وردګ؛ سید اباد کې ګډو ځواکونو نهه تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې درانه ملکي تلفات اړولي. ځايي سرچینې وايي، ګډو ځواکونو د دې ولسوالۍ د تنګي درې په حسین خېلو، دولت خېلو او جوی زرین سیمو کې چاپې وهلې او پر دوو کورونو يې بمبار کړی دی. د پېښې بشپړ جزییات لا ...

نور ولوله »