د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

د ایټالیا دفاع وزارت: یو کال کې له افغانستانه ټول ځواکونه راباسو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو تر چتر لاندې ایټالیا هم پر افغانستان د یرغل برخه‌وال هېواد و، چې ځواکونو يې په جګړه کې مستقیمه برخه درلودله. وروسته له هغه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند باور پخېدو ته نږدې شوی، د ایټالیا د دفاع وزیرې ایلیابیتا ټرینټا ویلي د خپلو ځواکونو د وتلو پلان يې ...

نور ولوله »

ګارډين: د سولې لپاره لومړی ځل رښتینې هیلې پيدا شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین په قطر کې د امریکا او طالبانو د مخامخ اوږدو خبرو اترو په اړه خپاره کړي مطلب اړوند لیکلي، چې دا لومړی ځل دی چې د سولې لپاره رښتینې هیلې پیدا شوې دي. ورځپاڼې د یو سیاسي مبصر ګراهم سمېټ په حواله لیکلي چې په یادو اوږدو خبرو کې پر څلورو ...

نور ولوله »

کندوز؛ نفوذي بریدګر د اکاډمۍ پوځي روزونکی وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کندوز په مرکز کې د طالبانو نفوذي سرتېري د لویو لارو پخوانی قومندان او د پوځي اکاډمۍ اوسنی روزونکی قومندان امان الله زري وژلی دی. طالبان وايي بریدګر ملګری يې تر دوی روغ رمټ ور رسېدلی او په برید کې د قومندان امان الله دوه ساتونکي هم وژل شوي دي. طالب ویاند ذبیح ...

نور ولوله »

خلیلزاد: د قطر غونډې په اړه د رسنیو راپورونه «ګنګوسې» دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): په قطر کې له طالبانو سره له نږدې یوې اوونۍ وروسته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی کابل ته راغی او په ارګ کې يې د حکومت له مشرانو سره کتلي دي. د ارګ خبرپاڼې دعوه کړې چې په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد د خپل سفر جزییات د حکومت له شریکانو سره ...

نور ولوله »

ملي امنیت خوست کې د باروړونکو موټرو ګڼ چلوونکي زنداني کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د خوست ځينې اوسېدونکي وايي ملي امنیت د ګڼو هغو باروړونکو موټرو چلوونکي زنداني کړي، چې پر غلام خان بندر يې بېلابېل توکي را وارېدول. پژواک د خوست د سوداګرو ټولنې د مشر جمال تڼي په حواله وايي، ګڼ موټر ګمرک کې ولاړ دي او چلوونکي يې ملي امنیت زنداني کړي دي. سرچینه زیاتوي ...

نور ولوله »

د راتلونکو مثبتو خبرو د ژر پیلیدو په هیله

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تقریبا تر یوې اونۍ مسلسلو خبرو او چنو وهلو وروسته تیره ورځ مازدیګر مهال په دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ مذاکراتي بهیر د یوې مشترکې اعلامیې له صادرولو پرته پایته ورسیده . که څه هم چې ظاهرا یاد بهیر له کومې ملموسې پایلې پرته پایته ورسیده ، خو د شنونکو ...

نور ولوله »

کابل؛ د ښار په منډوي سیمه کې یو مارکېټ اور اخیستی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په منډوي سیمه کې د بوټونو په یوه پلورنځي کې د اور لګېدو له امله څو دوکانونه سوځېدلي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، د اورلګېدو پېښه د میلاد په نوم مارکېټ رامنځته شوې، چې تر اوسه يې اصلي علت معلوم نه دی. دوکاندارانو رسنیو ته ویلي، چې دروند مالي زیان ور اوښتی، ...

نور ولوله »

کندهار؛ مرکز کې د میوند ولسوالۍ د قطعې مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار کې څلورمه حوزه کې د میوند ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او د قطعې مشر د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی دی. طالب ویاند قاري یوسف احمدي پخپله ټویټر پاڼه لیکي، چې نوموړی تېره ورځ ناوخته د دوی د غلچکي بریدګر وار ته برابر شو. د سرچینې په وینا حمیدالله ...

نور ولوله »

هلمند؛ اتمر هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د «څېړنې» غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول، چې د هغوی د جنازې پر مراسمو بل هوايي برید ۱۶ تنو نورو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واړوله. په ولسي جرګه کې د هلمند د خلګو استازي هاشم الکوزي رسنیو ته ویلي چې ...

نور ولوله »

هلمند؛ هوايي برید د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۳ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری يې ماشومان او مېرمنې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي سنګین بازار کې بمبار دغه کسان وژلي، چې نږدې ټول يې د یوې کورنۍ غړي دي. حکومتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه ...

نور ولوله »