د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

رنځوره موسکا؛ د لوی استاد علامه حبیبي په مړینه!

پروفیسور عبدالخالق رشید … او څیره یې ترپخوا داځل بل ډول را ته وځلیده، بل ډول راته ښکاره شوه، لا کوټي ته نه وم ور ننوتی چې سترګې يی راباندې ولګیدې، پرځای را اوچت شواو هغه له برکته لاس چی کلونه کلونه یي دخلکو د فرهنګی شتمنیو د تشریح او معرفۍ په لاره کې چلولې و رااوږد کړاو دایی هم ...

نور ولوله »

غور؛ طالبانو چارسده ولسوالۍ نیولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): تېره شپه طالبانو په غور ولایت کې چارسده ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره یو ځای نیولې. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي، د دې ولسوالۍ مرکز، قومندانۍ او ورسره ټولې اړوندې پوستې يې بشپړې نیولې دي. د غور ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو ویلي چې د ...

نور ولوله »

نوماندان: د جوزا له لومړۍ باید سرپرست حکومت کار پیل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وايي، یوازې اته ورځې وروسته باید چارې د سرپرست حکومت له لوري اداره شي او د روان حکومت موده پای ته رسېږي. دا شورا چې له ۱۸ نوماندانو څخه ۱۱ يې غړیتوب لري، د یوې طرحې په وړاندې کولو سره وايي، که اشرف غني تر نوماندۍ تېرېږي، ...

نور ولوله »

یوناما په فراه او نیمروز کې د هوايي بریدونو په اړه څېړنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): یوناما وايي نیمروز او فراه ولایتونو کې د پراخو هوايي بریدونو چې په ترڅ کې يې درانه ملکي تلفات اوښتي اړوند څېړنې پیل کړې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د روژې په میاشت کې ملکي تلفات د غندنې وړ دي او باید د جګړې ...

نور ولوله »

پکتیکا؛ برمل کې هوايي برید ۱۵ تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ مربوطاتو کې بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د ملکي وګړو موټر په نښه کړی او ټوله سپرلۍ يې له منځه وړې. ځايي سرچینې وايي، پېښه تېر مازیګر د برمل ولسوالۍ لمن بازار سیمې ته څېرمه شوې ده او ښکاري چې برید بې پیلوټه الوتکې کړی دی، چې پکې ۱۵ ...

نور ولوله »

ارګ: د «مذاکراتو» لپاره نوم‌لړ په تیارېدو دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): ارګ وايي له طالبانو سره د «مذاکراتو» لپاره يې د پلاوي نوم‌لړ په تیارېدو دی او ډېر ژر به يې له رسنیو سره شریک کړي. د ارګ ویاند هارون چخانسوري وايي، دوی دا لیست د مشورتي لويې جرګې د پرېکړه لیک پر اساس برابر کړی دی، چې وروسته به رسنیز شي. دا په داسې ...

نور ولوله »

د کابل نوماندانو د ملي شورا ودانۍ دروازه تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه نن د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې وشي، خو د کابل ولایت ګڼو نوماندانو د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ او بریالي وکیلان يې ننوتلو پرې نه‌ښودل. د کابل ولایت د ولسي جرګې هغه نوماندان چې لومړني لیست کې بریالي، خو وروستي کې يې لا هم د بریا او ...

نور ولوله »

شاهین: مذاکرات پر جزییاتو د تفصیل له امله غځېږي – ویډيو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي له امریکا سره د شپږم پړاو خبرې ګټورې وې او پر ځينو جزییاتو بحث شوی دی. هغه له نن ټکی اسیا سره ځانګړې مرکه کې وویل، له امریکايي پلاوي سره يې پر ځينو جزییاتو بحث کړی او دا بحث د دې وړ و ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د کابل ولایت د پایلو ۲۰ سلنه پاڼې ښايي ورکې وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، امکان دې ولري چې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو ۲۰ سلنه پاڼې ورکې شوې وې. د دې کمیسیون غړی او منشي قاسم الیاسي وايي، دوی تر اوسه نه پوهېږي چې په دې اندازه پایلې پاڼې چېرته دي، په وینا يې «نن مو هم یو ځانګړی ...

نور ولوله »

بادغیس؛ طالب سرتېرو مرغاب ته څېرمه پوځي مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰غويی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي د بادغیس په مرغاب ولسوالۍ کې يې مرکز ته څېرمه په تونده جګړه کې لسګونو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. طالب ویاند قاري یوسف احمدي پر ټویټر خپاره کړي بیان کې ويلي، دا جګړه چې د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه اکازو سیمه کې تېره شپه شوې ده، د ټولۍ د قومندان حمیدالله ...

نور ولوله »