د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

شنونکي: حکومت دې ملګرو ملتونو ته تر پر لپسې شکایتونو وړاندې «غور» وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې طالب استازي په مسکو کې له سیاسي څېرو سره کېناستل محمد اشرف غني ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ، چې تر بندیز لاندې طالب مشران باید له سفرونو منعه کړي. تازه چې په اسلام اباد کې د طالبانو د ناستې خبر ورکړل شوی دی، یو ځل بیا ملګري ملتونه د کابل ...

نور ولوله »

هیدر ناورټ ملګرو ملتونو کې تر استازولۍ تېره شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیدر ناورټ وايي، په ملګرو ملتونو کې د امریکا له استازولۍ تېره ده. هغه چې د تېر میلادي کال وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ له لوري د نیکي هیلې پر ځای په ملګرو ملتونو کې د استازولۍ لپاره انتخاب شوې وه، وايي دې پرې ...

نور ولوله »

اجراییه ریاست له بهرنیانو وروسته د دولتي ځواکونو پر مورال تبصره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې ځينو لوېدیځو رسنیو خبر ورکړ، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دولتي ځواکونو د ډله‌ییزو تېښتو امکان موجود دی. تازه د امریکا د پوځ مرکزي قومندان جوزف ووټل ویلي، چې شاوخوا ۱۴۰۰ عسکر به له افغانستانه وباسي. که څه هم د دې عسکرو د ایستلو دقیق وخت نه دی ...

نور ولوله »

امریکا ۱۴۰۰ عسکر له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پنټاګون لوی درستیز جوزیف ووټل وايي ښايي خپل ۱۴۰۰جګړه مار له افغانستانه خپلو کورونو ته ور وغواړي. رویټرز د هغه له قوله وايي، چې د دې عسکرو ایستل په افغانستان کې د مېشتو بهرنیانو د قومندان سکاټ مېلر د پلان یوه برخه ده. هغه ویلي مېلر پر دې تمرکز لري چې څنګه کولی ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: تر سولې وروسته هم افغانان مرستې ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): ملګري ملتونه وايي افغانستان کې له سولې وروسته هم مرستو ته اړتیا لري او باید دوام ورکړل شي. په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما مرستیال ټوبي لینزر ویلي اوس هم شاوخوا ۱۳نیم میلیونه خلک د خوړو توکو ته سخته اړتیا لري. لینزر چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، ...

نور ولوله »

روسیه: د مسکوناستې په تړاو د غني غبرګون د هغه «بې وسي» ښيي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي مسکو کې د سیاسیونو او طالب استازو تر منځ ناستې اړوند د غني غبرګون د هغه بېچاره ګي به ډاګه کوي. سپتونیک؛ د ضمیر کابلوف په حواله دا هم ویلي چې ملګرو ملتونو ته د طالب استازیو د سفرونو په اړه د محمد اشرف ...

نور ولوله »

طالبانو د مذاکراتي ټيم د غړو شمېر زیات کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): له امریکا سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي شمېر نور هم زیات شوی دی. وړاندې تر دې دې مذاکراتي ټيم کې اتو تنو برخه درلوده، خو اوس يې شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ...

نور ولوله »

د روسيې سفیر وايي طالبانو پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي ویلي، طالبان پر نیمايي افغانستان واک لري او په خوندي ځایونو کې هم د بریدونو وړتیا لري. سپوتنیک، د هغه پر حواله وايي وړاندې تر دې د طالبانو واک تر کلیو محدود و، خو اوس کولی شي لویو ښارونو کې هم بریدونه وکړي. مانتیسکي زیاته ...

نور ولوله »

د ناټو دفاع وزیرانو راتلونکې غونډه کې پر افغانستان هم خبرې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو د دفاع وزیرانو راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هم بحث کېږي. د ناټو د ویاند د مرستیال پیرز کزالي د معلوماتو له مخې غونډه به سبا او بله ورځ «چهارشنبه/پنجشنه» دوام ولري او د افغانستان پر امنیتي وضعیت به هم بحث وشي. ازادي راډیو د ...

نور ولوله »

طالبانو د ټرمپ د وینا اړوند هیله‌مندي ښوودلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په خپره کړې اوونیزه تبصره کې د ډونالډ ټرمپ کلنۍ وینا ته اشاره کړې او د طالبانو اړوند يې د هغه لهجه سولې ته هیله‌بښونکې بللې ده. د تبصرې له مخې وړاندې تر دې د امریکايي چارواکو په خوله کې د طالبانو اړوند د «تروریستانو» کلمه اوښته را اوښته، خو لومړی ځل ...

نور ولوله »