د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

وال سټریټ ژورنال وايي ټرمپ له طالبانو سره خبرو ته تږی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): وال سټریټ ژورنال، په تازه مقاله کې لیکلي، امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې ډېر ژر له طالبانو سره خبرې وکړي. شمشاد د سرچینې په حواله زیاتوي د ټرمپ اداره په دې لټه کې ده، چې څنګه کولی شي له طالبانو سره ډېر ژر خبرو ته داخل شي. که څه هم امریکایانو له ...

نور ولوله »

غني اته سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): طلوع نیوز وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي چې ښيي محمد اشرف غني اته سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي له دندو لرې کړي. په هسپانیه کې افغان سفیر مسعود خلیلي، المان کې سفیر علي احمد جلالي او په مسکو کې افغان سفیر عبدالقیوم کوچی هم د لرې کړل شویو ...

نور ولوله »

د اندړو ولسوال: والي په لوی لاس ولسوالي سقوط کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د اندړو ولسوالۍ ولسوال وايي د دې ولایت والي په لوی لاس د دې ولسوالۍ سقوط غواړي. هغه له پژواک سره په خبرو کې ويلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې يې د ولسوالۍ مرکز محاصره دی او دوی یوازې پر مرکز واک لري. قاسم دېسېوال زیاتوي له مرکز سره غځېدلې لاره ...

نور ولوله »

دوستم د حکومت د ناکامۍ له امله بښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د حکومت د ناکامۍ له امله بښنه وغوښته. هغه د پخواني جګړه مار احمد شاه مسعود د وژل کېدو د تلين په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دی له ولسه بښنه غواړي. د دوستم له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دوستم ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونه: له طالبانو سره به ډېر ژر پر سوله وغږېږو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): له شاوخوا دېرشو سیاسي څېرو او ګوندونو جوړ «لوی ملي ائتلاف» وايي، ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې اړوند نظرونه شریک کړي. د دې ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډيو ته ويلي، چې حکومت نور په هغه موقف کې نه دی، چې یا جګړه یا هم سوله مدیریت کړای شي. هغه ...

نور ولوله »

احمد ضیاء مسعود: حکومت پر خپله ګټه د ټاکنو د را څرخولو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): احمد ضیاء مسعود وايي حکومت او د ټاکنو کمیسیون د منظمې نقشې له مخې غواړي ټاکنې د حکومت د مشرانو په خوښه را ‏وڅرخوي‎. ‎ هغه له طلوع نیوز سره په خبرو کې روانه پروسه بشپړه له درغلیو ډکه وبلله او ټینګار يې وکړ، چې موقته اداره رامنځته شي‎. ‎ مسعود وویل، حللاره دا ...

نور ولوله »

د اسلامي امت د عظمت او وقار یو بل ستوری هم له مداره ووت !

نن ټکی اسیا – سرلیکنه طالبانو نن د یوې رسمي اعلامیې له لارې د شوروي اشغال په خلاف د افغان جهاد تر ټولو پیاوړي او نامتو قومندان مولوي جلال الدین (حقاني) د وفات خبر خپور کړ. ارواښاد مولوي جلال الدین (حقاني) رحمه الله د پخوانیو جهادي شخصیتونو او مشرانو په جمله کې یو هغه امتیازي شخصیت و چې خپل جهاد ...

نور ولوله »

غزني: مخابراتي شبکې د ورځې یوازې څو ساعته کار کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د غزني اوسېدونکي وايي په دې ولایت کې له دولتي مخابراتي شبکې «سلام» پرته؛ نورې شبکې یوازې څو ساعته کار کوي. د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، له دوو ورځو راهیسې په غزني کې یوازې د سهار له اوو بجو تر لسو بجو مخابراتي شبکې کار کوي. د هغه ...

نور ولوله »

غور: دولتیار کې ۵۰ اربکیانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

اربکیان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د غور په دولتیار کې ۵۰ اربکي وسله‌وال ورته تسلیم شوی دی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دا کسان د قومندان محمد نسیم کهزاد تر لاس لاندې و، چې د یادې ولسوالۍ په سمک سیمه کې يې واک درلود. خبرپاڼه لیکي: «د محمدنسیم کهزاد ۵۰ تنه ملګري له خپلو ټولو وسلو ...

نور ولوله »

سکاټ مېلر، د حکومت له دواړو مشرانو سره جلا جلا لیدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیانو نوي قومندان سکاټ مېلر د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره جلا جلا لېدلي دي. ګلخانې او سپېدار ماڼیو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې له هغه يې مننه کړې او هغه ته يې د بریا لاسونه لپه کړي. د محمد اشرف غني د لیدنې په اړه ویل شوي، چې له ...

نور ولوله »