د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

غور کې درې تنه مسافر وژل شوي دي

  نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غور چارواکي وايي ناپېژاندو وسله والو په دې ولایت کې د یو موټر درې مسافر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې پېښه د هرات – غور په لویه لاره د غور د مرکز اړوند په «بره خانه» سیمه کې شوې ...

نور ولوله »

ولایتي شورا: غزنی د کندوز په برخلیک اخته کېدونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي د ښار پر دفاعي پوستو د طالبانو پرلپسې بریدونه په ډاګه کوي چې دا ولایت هم د کندوز په برخلیک اخته کېدونکی دی. طالبانو تېره شپه د غزني ښار د دفاعي پوستو له ډلې په خشک سیمه یوه پوسته نیولې او پکې مېشت عسکر يې وژلي او ټپیان ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: پاکستان وايي بیا پر افغان خاوره برید نه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): دفاع وزارت وايي په خوست کې د پاکستاني ځواکونو له برید وروسته پاکستان ورسره ژمنه کړې، چې بیا به پر افغان خاوره تېری نه کوي. پاکستاني ځواکونو وړمه ورځ د خوست په ځاځي میدان کې پر افغان عسکرو برید وکړ، چې دواړو لوریو پکې د تلفاتو دعوه وکړه. ملي دفاع وزارت نه دي ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د نوم لیکنې پروسه تر اټکل ډېره ټيټه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه د دوی تر اټکل ټکان ورکوونکې ټيټه روانه ده. سپوږمۍ راډيو د یاد کمیسیون په حواله وايي چې په تېرو دریو ورځو کې یوازې ۱۳ زرو تنو خپل نومونه لیکلي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره شنبه ...

نور ولوله »

ملي شورا: ولایاتو کې خلک د ټاکنو لپاره نوم لیکنې ته زړه نه ښه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۷ل): د ملي شورا دواړه جرګې وايي چې په ولایاتو کې د خلک د نوم لیکنې لپاره زړه نه ښه کوي. د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وايي پر دې سربېره د ټاکنو د کمیسیون او د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې تر منځ نه همغږي او نا امني هم لوی خنډونه دي. ...

نور ولوله »

د افغان امریکايي پوهنتون استاد څارنوالۍ ته معرفي کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې د لوړو زده کړو کمیسیون وايي په افغان امریکايي پوهنتون کې هغه استاد چې د پښتون قوم او پښتو ادبیاتو په اړه يې تعصبي چیپټر تدریس کړی څارنوالۍ ته معرفي کېږي. مسیر ورځپاڼې شاوخوا اوونۍ وړاندې د امریکايي پوهنتون د ماسټرۍ د مقدمې په توګه د یو چیپټرپه اړه خبر خپور ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د رایه ورکوونکو نوم لیکنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۷ل): د را روانو ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو نوم لیکنه نن رسماً پیل شوه. د دې نوم لیکنې د پرانیستې په پلمه اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې یوه مرکز ته ورغی او خپل نوم يې ولیکه. هغه پر خلکو غږ وکړ، چې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره خپل نومونه ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: د کندوز د څيړنيز پلاوي اړوند معامله شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګه وايي د کندوز لپاره د حکومت څيړنیز پلاوي اړوند معامله شوې ده او حکومت د معلوماتو د پټولو هڅه کوي. د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې د کابل استازي الله ګل مجاهد وویل، ملي امنیت او دفاع وزارت د کندوزیانو په حق کې تېری کوي. د ده په وینا دې دوو ...

نور ولوله »

قانوني: د تقلبي ټاکنو ترسره کېدل؛ فاجعه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د حراست او ثبات شورا مرستیال محمد یونس قانوني وايي، که ټاکنې د درغلیو په سیوري کې ترسره شي، فاجعه به رامنځته کړي. قانوني په کابل کې د څرګندونو پر مهال وویل، داسې هڅې کېږي چې را روانې ټاکنې له خنډ سره مخ کړي او بېخې ترسره نه شي. د ده په وینا د ...

نور ولوله »

د بښنې نړیوال سازمان: اشرف غني دې د اعدامونو مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د بښنې نړیوال سازمان وايي، محمد اشرف غنې باید د اعدامونه مخه ونیسي. دوی د تېر میلادي کال په راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د ځينو بریدونو په غبرګون کې پنځه تن اعدام شوي، چې یوازې د جګړې له توندېدو سره مرسته کولی شي. د دې سازمان د اعدام برخې سلکارې کیارا سانجیورجیو ...

نور ولوله »