fbpx

د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

تېره میاشت کې ۱۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د «سې اې پې جي» په نوم د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې ويلي، په تېره میلادي میاشت کې په ۲۳ ولایتونو کې ۱۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپيان دي. د دې ډلې د راپور له مخې دغه شمېر مرګ ژوبله په شاوخوا ۶۰ پېښو کې رامنځته شوې، ...

نور ولوله »

پنځو ولایتونو کې هيڅ نوماند نوم لیکنه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي چې د نوماندانو لپاره د نوم لیکنې د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم په پنځو ولایتونو کې هیڅ نوماند خپل نوم نه دی لیکلی. د سرچینې په وینا، په غزني، کاپیسا، تخار، کندوز او جوزجان کې تر اوسه پورې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته هیڅ ...

نور ولوله »

د ډاکټر غني سلاکار: د امریکایانو ظلمونو، خلک د طالبانو ملاتړي کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲مه، ۱۳۹۷ل): د ډاکټر غني سلاکار داود سلطانزوی په تازه مرکه کې اعتراف کړی چې د بهرنیو ځواکونو ظلمونو خلک د طالبانو ملاتړ ته اړ کړي دي. سلطانزوی له ایراني رسنۍ تسنیم سره په کړې مرکه کې ويلي، هر افغان د امریکایانو د پوځي حضور مخالف دی او دا حضور د ټولو ستونزو جرړه ده. د ...

نور ولوله »

تر اوسه ۱۱۰۰ جعلي تذکرې اخیستل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د نفوسو د احوالو د ثبتولو ریاست وايي، تر اوسه پورې ۱۱۰۰ جعلي تذکرې اخیستل شوې دي. د دې دارې مشر همایون محتاط نن یوې خبرې ناستې ته وویل، چې پورته شمېر تذکرې له دوو کلونو راهیسې اخیستل شوې دي. هغه وايي دغه تذکرې له دوی سره ثبت شوې نه دي، بلکې د دوی ...

نور ولوله »

په افغانستان کې د اسرائيلي پوځيانو شتون په اړه د امريکايي رسنيو ادعاوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۷ل): امریکايي رسنۍ وايي، چې اسرائيلي پوځيان له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې له امریکايي هويته ګټه پورته کوي.‏ د امریکا وټرنز ټوډې ورځپاڼې ليکلي، چې امريکايي پوځيان له ۲۰۰۴ راهيسې په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او له نشه‌يي توکو سره په مبارزه بوخت دي او د دې ‏لپاره ...

نور ولوله »

ټاکنې – نږدې ۸۰۰ مرکزونه تړلي پاتې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کیمسیون مسؤلین وايي د نا امنۍ له امله په ټوله هېواد کې نږدې ۸۰۰ مرکزونه تړلي دي. د ټاکنو کمیسیون وايي، پورته شمېر مرکزونه د ناامنۍ تر څنګ د ټاکنیزو موادو د نه رسېدلو له امله هم تړلي پاتې دي. د سرچينې په وینا پر دې سربېره ۴۶۱ مرکزونه د طالبانو تر ...

نور ولوله »

نېکولسن: ځينې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن دعوه کړې چې د منځنۍ کچې ځينې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي. هغه وايي، د ده د معلوماتو له مخې ځينې طالب مشران او جنګیالي دې ته لېواله دي چې دا جګړه پای ته ورسېږي. نېکولسن دعوه وکړه، چې د ځينو هېوادونو استازو ...

نور ولوله »

غزني: د ټاکنو پروسه په ټپه ولاړه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي چارواکي وايي په دې ولایت کې د ټاکنو پروسه په ټپه ولاړه ده. په غزني کې د ټاکنیزو کمیسیون د ستونزو پر وړاندې ولسي غبرګونونه د دې علت شول، چې د دې دفتر دروازه وتړل شي. د اعتراض کوونکو له دې اقدام راهیسې چې نږدې یوه نیمه میاشت پرې اوړي، د ...

نور ولوله »

د هند د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړ، د هند د ملي امنیت سلاکار نن کابل ته راورسيد. د امنیت شورا سرچينې وايي راجندر کنها، نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی، چې حنیف اتمر يې پخپل دفتر کې ...

نور ولوله »

لوګر: سرتېري بريد کې د حوزې د امر په ګډون ګڼ منسوبین وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د لوګر په مرکز کې پر لومړۍ امنیتي حوزې سرتېري بريد کې د دې حوزې امر او ګڼ نور دولتي منسوبين وژل شوي دي. طالبانو نن سهار وختې د موټر بم له چاودنې وروسته پر یاده حوزه برید پیل کړ، چې تر اتو بجو يې دوام وکړ. د لوګر د امنیه قومنداني ویاند شاپور ...

نور ولوله »