fbpx

د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معینیت دوه مشران لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معینت ته پر یوه مشر رحیل فرملي سربېره ګلخانې ماڼۍ ندیمه سحر هم د دې معینت مشره معرفي کړې ده. دوی دواړه په دې اداره کې د مشرانو رول ترسره کوي او پر مامورینو د ځان د منلو او یو بل ردولو سیالي پر مخ وړي. مسیر ورځپاڼه د ...

نور ولوله »

غزني: دولتي ځواکونه هم د «شریعت غږ راډيو» خپرونې اوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبانو له نږدې میاشتې راهیسې د غزني، زابل، کندهار او میدان وردګ ځينو سیمو کې د شریعت غږ راډيو خپرونې پیل کړې. دغه راډیو چې سهار او ماښام کې دوه – دوه ساعته خپرونې لري، د غزني ځايي ادارې يې هماغه وخت په اړه اندېښنه شریکه کړه، خو تازه د اریانا نیوز خبریال د ...

نور ولوله »

فاریاب ولایتي شورا: طالبانو یوه اوونۍ کې پینځه هاموي ټانګونه نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ولایتي شورا وايي، طالبانو په دې ولایت کې یوازې په یوه اوونۍ کې پینځه هاموي ټانګونه نیولي دي. د فاریاب ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني وايي، طالبانو د شیرین تګاب ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې درې پوځي مرکزونه او درې نور د فیض اباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیولي دي. د ...

نور ولوله »

طالبان افغان عسکرو ته: که د امریکایانو له ملاتړ لاس واخلئ زموږ وروڼه یاست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): سره له دې چې د طالبانو پوځي عملیات د میاشتې په دننه کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو د سر ټکي شول، خو دوی یو ځل بیا پر افغان عسکرو غږ کړی چې د بهرنیانو له ملاتړه دې لاس واخلي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د روزګان په چوري ولسوالۍ کې ...

نور ولوله »

پروان: د ټاکنو کمیسیون یوه کارکوونکې وژل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د پروان امنیتي مسؤلین وايي د دې ولایت مرکز ته څېرمه د ټاکنو کمیسیون یوه کارکوونکې وژل شوې ده. د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، ناپېژاندو کسانو د ټاکنو کمیسیون کارکوونکو ته لاسي بمونه ور غورځولي و، چې یوه ماموره پکې وژل شوې او یوه بله ټپي ده. هغه وايي بم اچوونکو ...

نور ولوله »

هلمند: نادعلي کې سرتېري برید درنه مرګ – ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر ګډ مېشت ځای سرتېري برید درنه مرګ – ژوبله اړولې. طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، برید د دوی ملګري جابر د مازدا موټر په وسیله ترسره کړی، چې تر سلو ډېرو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې. د طالبانو د خبرپاڼې له ...

نور ولوله »

د هرات استازیو پر برېښنا وزیر لګول شوی بنديز غندلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د هرات استازي وايي، د ډاکټر غني له لوري د اوبو او برېښنا وزارت پر وزیر لګیدلی بندیز یو سپکاوی دی. تېره پنجشنبه د هرات یوه وکیل پخپله فیسبوک پاڼه ولیکل، چې په هوايي ډګر کې د ده پر وړاندې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د هرات ...

نور ولوله »

د غني د زرګونو ژمنه شویو ښوونځيو له ډلې د یوه هم کار نه دی پیل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني چې د ژمنو په ماتولو کې نوم لري، د یوې بلې کړې ژمنې د ترسره کولو لپاره يې هم هیڅ حرکت نه تر سترګو کېږي. نوموړي د روان لمریز کال په پیل کې دغه کال د «پوهې کال» ونوماوه او پخپل ځانګړي جذباتي انداز يې وویل، په دې کال کې به ۶زره ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکونکو رښتینې شمېره نه خپروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ټاکنو کمیسیون پر دې تورن کړ، چې د نوم لیکونکو رشتینې شمېره نه په ډاګه کوي. دوی د ټاکنو کمیسیون له لوري وخت پر وخت خپاره شوي ارقام ناسم بولي او وايي د نوم لیکونکو اصلي شمېره تر دې ډېره ټيټه ده. د وکیلانو په وینا روان ...

نور ولوله »

د غزني والي: خلک په پوره مانا د طالبانو ملاتړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني والي عبدالکریم متین وايي خلک خدمات له دولته غواړي، خو په پوره مانا د طالبانو ملا تړي. هغه نن په غزني کې له مدني فعالانو او د ولایتي شورا له غړو سره په خبرو کې وویل، خلک په بشپړ ډول د طالبانو تر شا ولاړ دي. متین د مثال په ډول وویل: ...

نور ولوله »