د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

ارګ: دوی به په هیڅ ډول تر ولسمشریزو ټاکنو تېر نه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): وال‌سټریټ ژورنال وايي ټرمپ نیت لري چې د افغانستان ولسشمریزې ټاکنې وځنډېږي او سولې ته لومړیتوب ورکړل شي. ارګ ویلي، دوی به په هیڅ ډول تر ولسمشریزو ټاکنو تېر نه شي. د ارګ‌مشر اشرف غني سلاکار فضل محمود فضلي پخپله ټویټر پاڼه د حکومت د خپلواکۍ دعوه کړې او ويلي يې دي له ...

نور ولوله »

وال‌سټریټ؛ ټرمپ د افغان ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ «غور» کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): افغان سیاستوال او حکومت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر تیاري بوخت دي، خو ټرمپ بل فکر اخیستی. وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، ټرمپ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ځای د جګړې د ختمولو فکر اخیستی او د سرچینې په قول په بېړه کې دی چې ژر دا جګړه پای ته ورسوي. سرچینه د یوې ...

نور ولوله »

غزني؛ جاغوري کې طالبانو ۲۲ کمانډو عسکر وژلي او پنځه پوستې يې نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې په اوږدو کې تېره شپه یو ځل بیا د جګړې خبر ورکړل شوی دی. طالبان وايي دې ولسوالۍ کې د دوی سرتېرو ۲۲ کمانډو عسکر وژلي او پنځه دفاعي پوستې يې نیولې دي. طالبان وايي سرتېرو يې تېره شپه د دې ولسوالۍ اړوند انګوري سیمه کې ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ کابل کې ټول ټاکنیز مامورین شړل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې ټول ټاکنیز مامورین له دندو شړي او ټولې رايې له سره شمېري. که څه هم د ټاکنیزې پروسې اړوند په ټول هېواد کې شکایتونه ثبت شوي، درغلۍ يې را برسېره شوې او ګڼې ستونزې پکې موجودې وې، خو تر اوسه ډېر تمرکز پر پلازمېنه دی. د ...

نور ولوله »

څېړنه؛ امریکا نږدې اوولس کلونو کې تر پنځه لکه ډېر کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): امریکا کې د براون پوهنتون د «واټسن» یو بنسټ تازه څېړنه کې وايي چې عراق او افغانستان کې د امریکايانو د جګړې له پیله تر اوسه تر پنځه لکه ډېر کسان وژل شوي دي. امریکا په ۲۰۰۱ز کال د ناټو غړو هېوادونو په ملګرتیا پر افغانستان یرغل وکړ، او دوه کاله وروسته يې پر ...

نور ولوله »

نن د ولسشمریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلانېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې نن د ولسمشریزو ټاکنو مها‌ل‌وېش په داسې حال کې اعلان شي، چې سیاسي ګوندونه پر ټاکنیز کمیسیون د بې باورۍ وروستي برید ته رسېدلي دي. د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، مسوده يې تیاره شوې او ځينو څارونکو بنسټونو ورسره خپل نظرونه هم شریک کړي دي. دوه ورځې وړانډې ...

نور ولوله »

له «سولې شورا» د «جګړې» توندولو ګواښ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د افغان سولې اړوند د مسکو غونډه کې د سولې شورا د پلاوي لېږلو خبر ورکړی، خو مشر يې د جګړې د توندولو ګواښ کړی. دغه ادرس چې حکومت د سولې او پخلاینې لپاره را منځته کړی، مشر يې کریم خلیلي په جاغورو کې د څو پوستو سقوط له ...

نور ولوله »

روزګان: د شجاعي پر ضد پنځه نور کلي د طالبانو تر څنګ درېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د پنځو کلیو قومي مخورو د حکیم شجاعي د جګړه مارو پر ضد د طالبانو څنګ نیولی. د خاص روزګان د کندلان، حسیني پایک او سیرو سیمو قومي مشران تېره ورځ طالبانو ته تسلیم شوي دي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د یادو سیمو قومي ...

نور ولوله »

اکرم خپلواک په سولې شورا کې له دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا ورکړه. یو؛ تلویزون پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نوموړي نن (چهارشنبه، ۱۶لړم) خپله استعفا ورکړې ده. تر اوسه د اکرم خپلواک د استعفا دلیل نه دی په ډاګه شوی. اکرم خپلواک په داسې حال کې خپله دنده پرېږدي چې دوه ...

نور ولوله »

«نوې ملي جبهه» له «لوی ملي ائتلاف» نه بېله شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه، د سیاسي ګوندونو له ګډ ائتلافه بېله شوه. د دې جبهې ویاند سید جواد حسیني پرون خبري غونډې ته وویل، د نظام د بدلون په اړه د سیاسي ګوندونو له طرحې سره مخالفت يې د دې علت شو چې له ځان ترې بېل کړي. هغه وویل، ...

نور ولوله »