د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

زاخېلوال د سولې لپاره د حکومت هڅې نمایشي او پروژه‌يي بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د سولې په نوم د حکومت هڅې پروژه‌يي، نمایشي او د مرستو د را جلبولو هڅې دي. ارګ دوه ورځې وړاندې په ژینو کې د سولې د خبرو اترو په نوم د «مذاکراتي ډلې» اعلان وکړ، چې مشر يې عبدالسلام رحیمي ...

نور ولوله »

د سولې هڅې؛ له خلیلزاد وروسته الیس ویلز هم د امریکا د بېړې خبره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد وویل، چې افغانستان کې د سولې لپاره امریکا ډېره په بېړه کې ده. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په چارو کې مرستیالې الیس ویلز هم د واشنګټن د بېړې یادونه کړې. ویلز له ازادۍ راډیو ...

نور ولوله »

روسیې د مسکوغونډې اړوند د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): روسیه وايي د مسکوغونډې د جوړېدو موخه يې په افغانستان کې د روانې جګړې پای او د خبرو اترو له لارې حل کولو. څو ورځې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې په یاده ناسته کې روسيې خپلې ګټې درلودې او د حکومت «خپلواکۍ» ته «شک» پکې ...

نور ولوله »

هلمند؛ یوناما هم هوايي برید کې د ګڼو ملکي تلفاتو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې په بمباریو کې د ملکي تلفاتو پخلی یوناما هم کړی دی، هغه دفتر چې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه هم خپروي. د یوناما له دفتره خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ګرمسېر په ځنځیر ډراپ سیمه کې د امریکايي ځواکونو په بمبار کې ۲۳ ملکی وګړي ...

نور ولوله »

طالبان: د «ازادۍ د دښمن» وروستۍ شېبې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز جنرال شریف یفتلي په غبرګون کې ویلي، د «ازادۍ د دښمنانو وروستۍ شېبې دي.» شریف یفتلي تېره ورځ دعوه وکړه چې په ګڼو ولایتونو کې يې شاوخوا ۱۱۱ تنه وژلي او ۲۷ هوايي بریدونه يې کړي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپاره کړې غبرګون ...

نور ولوله »

له اتمر وروسته؛ د ملي امنیت فیسبوکي ډله د اختلاف ښکار ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر له استعفا وروسته، په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د هغه پر ځای وټاکل شو، چې فیسبوکي ډله يې ترې ناخوښه ښکاري او د رازونو سپړلو ته يې مټې را بډ وهلې دي. نن ټکی اسیا د ګډ حکومت په لومړیو کې په ...

نور ولوله »

نن د جينوا ناسته پیلېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سویس په ژنیف کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی کنفرانس نن پیلېږي. په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د حکومت د دواړو شریکانو په ګډون د شاوخوا اویا دولتي او غیر دولتي بنسټونو استازي برخه اخلي. په ورته وخت کې په دې کنفرانس کې د نړۍ د اویا مرستندویه ...

نور ولوله »

هندوستان؛ پر نړول شوي بابري جومات د مندر جوړولو هڅې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ (یکشنبه، ۴لېندۍ) لسګونه زره هندوان د اترپردیش ایالت فیض اباد ولسوالۍ ایودا سیمه کې راټول شوي و او حکومت يې پر نړول شوي بابر جومات د مندر جوړولو لپاره هڅاوه. بابري مسجد چې دهندوستان په اترپردیش ایالت فیض اباد ولسوالۍ ایودا نومي سیمه کې واقع ده او داترپردیش دایالت په کچه تر ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونه؛ د ارګ پر مشورتي بورډ نیوکه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ارګ د سولې د هڅو په لړ کې د سولې عالي شورا تر څنګ د مشورتي بورډ په نوم جریان رامنځته کړی، چې د محمد اشرف غني په وینا دا به یو خپلواک بنسټ وي. سره له دې چې دې مشورتي بورډ ته د کسانو ګمارنه پخپله د اشرف غني له لوري کېږي، خو ...

نور ولوله »

روسیه: امریکا داعش خپل ائتلافي بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): روسيې چې په منځني ختیځ او افغانستان کې پرلپسې امریکا د داعش پر را پیداکولو، تمویل او ملاتړ تورنه کړې، تازه يې ویلي چې امریکا ته داعش جګړه مار خپل ائتلافیان ښکارېږي. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د پرتګال د بهرنیو چاو وزیر اوګوشتو سانتوش سیلفا سره په خبري کنفرانس کې ...

نور ولوله »