نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د څرخيپله زندان شپږم بلاک کې سلګونو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب پیل کړی او له حکومته يې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو غوښتنه کړې ده. له یاد بلاک نه یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي، د ګڼو هغو ستونزو له امله چې حکومت يې تکراري ورسره قصداً مخ کوي، دوی ...
نور ولوله »د لیکوال: خالد لوګری ارشیف
اروپايي ټولنه وايي، د سولې پروسه کې به د ضامن په حیث ګډون ولري
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د اروپايي ټولنې استازی پیري میاودون وايي، اروپايي ټولنه به د سولې ضمانت کوونکې واوسي. هغه د زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې خو تر څنګ يې یادونه کړې، چې بهرني ځواکونه باید تر یو اوربند وروسته ووځي، چې سوله یقیني شي. نوموړي د اروپايي ټولنې د رول په اړه ویلي«اروپايي تولنه به ...
نور ولوله »د سولې پروسه کې د ډاکټر غني پر دریځ د کارپوهانو نیوکې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو او امریکا د څلورم ځل مخامخ خبرو له پای ته رسېدو وروسته د سولې لپاره هیلې پیاوړې شوې دي. له یادې شپږ ورځنۍ غونډې وروسته د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را ورسید، د حکومت له مشرانو سره يې ولیدل ...
نور ولوله »وروستیو مذاکراتو کې د طالبپلاوي له مشر شیر محمد عباس ستانکزي سره ځانګړې مرکه-ویډیو
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، راتلونکې ناسته کې به وروستۍ پرېکړې کېږي او د دې پرېکړو د ژمنتیا لپاره به با اعتباره اړخونه د ضمانتونو په توګه هم برخه وال وي. ښاغلي ستانکزي ويلي امریکایانو ورته د ټولو ځواکونو د وتلو ډاډ ورکړی او دوی ...
نور ولوله »ټاکنې؛ د شپږو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلانېږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د نن ورځې په اوږدو کې به د شپږو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي. د دې کمیسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، دوی د یوې اوونۍ په اوږدو کې د شپږو ولایتونو وروستۍ پایلې څېړلې او نن به يې د یوې غونډې په ترڅ کې ...
نور ولوله »طالبان: نظام کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف هیڅ نه منو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په یوه مرکه کې وویل، له بهرنیانو وروسته به طالبان د افغانانو په حیث له افغانانو سره خبرې وکړي، نه د یوې ډلې او حکومت په حیث. هغه پخپله مرکه کې د نظام پر ډول تبصره تر وخت وړاندې وبلله، ...
نور ولوله »ضعیف: له بهرنیانو وروسته بین الافغاني خبرې کېدونکې دي-ويډیو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، وروسته له هغه چې د بهرنیو ځواکونو وتل یقیني شي، د سولې خبرې اترې به بین الافغاني اړخ خپل کړي. هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل، د طالبانو ډېر تمرکز پر دې دی، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو باندې يې ...
نور ولوله »عطامحمد نور اشرف غني ته د سولې لپاره د احساساتو د «کنټرول» وړاندیز کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور چې له محمد اشرف غني سره د چنو اوږده سابقه لری، پر هغه غږ کړی چې په اوسنیو حالاتو کې د سولې لپاره هم خپل «احساسات کنټرول کړي.» وړمه ورځ محمد اشرف غني پخپلو څرګندونو کې طالبانو د پردیو ګټو لپاره ...
نور ولوله »د ایټالیا دفاع وزارت: یو کال کې له افغانستانه ټول ځواکونه راباسو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو تر چتر لاندې ایټالیا هم پر افغانستان د یرغل برخهوال هېواد و، چې ځواکونو يې په جګړه کې مستقیمه برخه درلودله. وروسته له هغه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند باور پخېدو ته نږدې شوی، د ایټالیا د دفاع وزیرې ایلیابیتا ټرینټا ویلي د خپلو ځواکونو د وتلو پلان يې ...
نور ولوله »ګارډين: د سولې لپاره لومړی ځل رښتینې هیلې پيدا شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین په قطر کې د امریکا او طالبانو د مخامخ اوږدو خبرو اترو په اړه خپاره کړي مطلب اړوند لیکلي، چې دا لومړی ځل دی چې د سولې لپاره رښتینې هیلې پیدا شوې دي. ورځپاڼې د یو سیاسي مبصر ګراهم سمېټ په حواله لیکلي چې په یادو اوږدو خبرو کې پر څلورو ...
نور ولوله »