د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

ټاکنې؛ د کندهار دریو ولسوالیو کې ټاکنې نه کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): کندهار کې د ټاکنو ساحوي دفتر مسؤلین وايي راتلونکې شنبه به ټاکنې ترسره شي، خو دریو ولسوالیو کې به ونه شي. کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې په کندهار ولایت مقام کې د ننه د طالبانو نفوذي برید شاته ټيل وهلې، چې پکې جنرال رازق او د املي امنیت رییس عبدالمومین حسین خیل ووژل ...

نور ولوله »

ناټو: د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې ارزښتمنې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): ناټو وايي سره له دې چې دوی د سولې په برخه کې مستقیمه مداخله نه کوي، خو د طالبانو او امریکا متحده ایالاتونو مخامخ خبرې ارزښتمنې ګڼي. د دې سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي که څه هم د دوی ماموریت د جګړې لپاره د افغان عسکرو روزنه، تمویل او مشوره ورکول دي، خو ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو د درې کلنې ماشومې په ګډون اته تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په روداتو کې امریکايانو د داخلي عسکرو په ملګرتیا د یوې درې کلنې ماشومې په ګدون اته تنه ملکي وګړي وژلي او یو بل ټپي دی. ځایي سرچینې وايي ګډو ځواکونو تېره شپه کابل کېمپ سیمه کې پر کورنو چاپه ووهله، دروازې يې ماتې کړې او ګڼ قیمتي اجناس يې له ځانو ...

نور ولوله »

یوه نومانده وايي ان خپله رایه يې هم ورکه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): له کابل څخه ولسي جرګې ته نومانده، صفیه صدیقي وايي چې ان خپله رایه يې هم ورکه شوې ده. دغه نوماند ګیله کوي چې په هغه ټاکنیز مرکز کې چې دې خپله رایه کارولې وه، له شمېر وروسته يې په حساب کې یوه رایه هم نه ده راغلې. په ورته وخت کې له کابل ...

نور ولوله »

امریکا او څو عربي هېوداونو، ځينې طالب مشران تور لیست کې داخل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د «ترهګرۍ» د تمویل په نښه کولو مرکز «TFTC» چې د امریکا په ملګرتیا، کویټ، عمان، عربي امارات، سعودي، قطر او بحرین هم شامل دي، تازه پر طالبانو او د دوی په دعوه د هغوی پر ځينو مالي ملاتړو بندیزونه لګولي او تور لیست کې يې داخل کړي دي. د امریکا د ماليې وزیر ...

نور ولوله »

کندهار: د اشرف غني د راتګ په خاطر ښار تړل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): کندهار ته د محمد اشرف غني د سفر له امله، دا ښار بشپړ تړل شوی دی. ځايي اوسېدونکي وايي ښار کې یوازې د ارګ ځانګړي ساتونکي، کمانډو عسکر او د صفر درې قطعې ځانګړي ځواکونه تر سترګو کېږي. د کندهار ځايي چارواکي وايي، محمد اشرف غني به د جنرال رازق قبر ته ورشي ...

نور ولوله »

طالبان: د ټاکنو ناکامۍ له اشغال سره د ولس کرکه ثابته کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په ټاکنو کې د ولس نه ګډون په په ډاګه کړه چې له اشغال او ملاتړو يې کرکه لري. طالبانو چې تر ټاکنو وړاندې د ښوونیز کمیسیون، بلنیز کمیسیون او نظامي کمیسیون له لوري درې بېلابېلې اعلاميې خپرې کړې وې، تازه يې د ټاکنو د پای په اړه په هم اعلامیه ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: رازق زموږ بهرنیو «دوستانو» نه دی وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د کندهار په پېښه کې د بهرنیو «دوستانو» لاس ثابتول په لوی لاس د «دښمن» ژرندې ته اوبه اچول دي. هغه چې د وزیرانو شورا ناسته کې (دوشنبه، ۳۰تلې) خبرې کولې، د کندهار پېښه کې د امریکایانو لاس لرل يې د «دښمنانو تبلیغات» یاد کړل. که څه ...

نور ولوله »

کابل ـ کندهار لویه لاره لا هم د دولتي کارکوونکو پر مخ تړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو تر ټاکنو نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ـ کندهار لویه لاره د دولتي کارکوونکو پر مخ تړلې ده. دغه لاره چې ټول جنوب له مرکز سره نښلوي د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د دولتي کارکوونکو پر مخ تړلې او عام ولس پرې اسانه تګ را تګ کولی شي. طالبان د ...

نور ولوله »

حکمتیار ته هم ټاکنې «مسخره» ښکاري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): د حزب‌اسلامي ـ حکمتیار؛ مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي ټاکنیزه پروسه د باور وړ نه وه او په وینا يې «مسخره» وه. هغه چې له یو خصوصي تلویزون سره خبرې کولې وویل، ټاکنې له ګڼو تخنیکي او امنیتي ستونزو سره مخ وې، چې باید د پراخ ګډون دعوه يې ونه شي. حکمتیار د حکومت ...

نور ولوله »