د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

ټاکنې؛ د کابل ولایت لومړنۍ پایلې لغوه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا اته میاشتې تېرېږي، چې لا هم د پکتیا او کابل ولایتونو لومړنۍ پایلې نه دې اعلان شوې. تازه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د کابل ولایت لومړنۍ پایلې يې هم لغوه اعلان کړې دي. د دې کمیسیون غړو وړمه ورځ جلسه کې پرېکړه کړې چې د کابل ولایت ...

نور ولوله »

لوګر؛ ګډو ځواکونو څلور تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د لوګر په ازره ولسوالۍ کې بهرنیو او دولتي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې څلور تنه ولسي وګړي وژلي دي. ځايي سرچینې وايي امریکایانو د داخلي عسکرو په ملتیا د ازرې ولسوالۍ په امرود سیمه کې چاپه وهلې، ګڼ کورونه يې په بمونو الوزولي او څلور تنه يې وژلي دي. د لوګر ځايي چارواکو ...

نور ولوله »

لاریونوالو درېیمه ورځ هم د کابل ـ مزار لار تړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): بغلان کې د یو ناکام نوماند پلویانو د درېیمې ورځې لپاره هم د کابل ـ مزار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده. دغه لاریونوال چې د محبوب الله غفاري په نوم د یو نوماند په ملاتړ کې را وتلي، ټينګار کوي چې که يې غږ وانه ورېدل شي، نو خپلو لاریونونو ته ...

نور ولوله »

طالبان: لویه جرګه د سولې د سبوتاژ هڅه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو یو ځل بیا پر سیاسي بهیرنو او ټول ولس غږ کړی چې د لويې جرګې په نوم جوړېدونکې ناسته کې دې ګډون نه کوي او په وینا يې دا د کابل ادارې له لوري د سولې د سبوتاژ هڅه ده. طالبانو په همدې مناسبت خپره کړې اطلاعیه کې لیکلي، څوک چې په دې ...

نور ولوله »

تېره میاشت کې نږدې ۱۱۵ تنو ځان‌وژنه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېره لمریزه میاشت «وري» کې شاوخوا ۱۱۵ تنو ځانونه وژلي دي. د عامې روغتیا وزارت د رواني ډیپارټمنټ مشر بشیر سروري وايي، دا د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله کمه شمېره نه ده. دا چې ولې ځينې کسان د ځان ژولو اقدام کوي، ښاغلی سروري يې ...

نور ولوله »

د غويي اتمه؛ د تېر جهاد د بریا ۲۷ کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): پوره ۲۷ کاله وړاندې پر همدې ورځ مجاهدین وتوانېدل چې د روسي ښکېلاکګرو د داخلي ملګرو ټغر ورټول او د بریا اعلان وکړي. پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ل کال د مرغومي پر شپږمه پر افغانستان نېغ پوځي یرغل وکړ، چې پر وړاندې يې ولس مقاومت ته اړ او له شاوخوا څوارلس کاله مبارزې وروسته ...

نور ولوله »

لویه جرګه؛ خنډونه او نیوکې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د لویې جرګې جوړېدو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل وايي، که څه هم دا جرګه د ګڼو سیاسیونو او سیاسي ګوندونو له لوري رد کړل شوې ده، خو په وینا يې بیا يې هم پر «مشروعیت» اغېز نه پرې باسي. هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، چې د جرګې ...

نور ولوله »

بغلان؛ پر لاریونوالو د پولیسو ډزو پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): بغلان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یو ناکام نوماند پلویانو لاریون کړی، د کابل ـ مزار لار يې تړلې او پولیسو پرې ډزې کړې چې پنځو تنو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده. دغه لاریونوال چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د نوماند محبوب الله غفاري پلویان بلل کېږي، حکومت له دوی سره ...

نور ولوله »

کرزی: له مشورتي لويې جرګې باید «نورې استفادې» ونه‌شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، لویه جرګه زموږ عنعنوي دود دی او باید له دې ملي دود نه «نورې ګټې» وانه خیستل شي. هغه مسکو کې د نړۍوال امنیت کنفرانس څنډه کې له سپوتنیک خبري بنسټ سره مرکه کې ویلي، د حکومت له لوري رابلل کېدونکې جرګې په اړه پخپله د حکومت چارواکي ډاکټر ...

نور ولوله »

امریکايي ځواکونه: سولې ته د تیاري تر څنګ؛ جګړه هم پر مخ وړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډيویډ بټلر وايي اوس د سولې زمینه برابره شوې ده او دوی هم سولې ته تیار دي، خو په وینا يې جګړه هم پر مخ وړي. بټلر مني چې د دوی روزل شوي افغان ځواکونه دا وړتیا نه لري چې په یوازې سر جګړه پر مخ یووسي، ...

نور ولوله »