د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

غني: له اساسي قانون سره سم به مې واک پای ته رسوم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وايي د اساسي قانون له مخې د ده واک له ټاکنو وروسته د پنځو کلونو په پوره کېدو پای ته رسېږي. هغه نن د مجاهدینو د بریا د ۲۶ کالیزې په غوڼده کې وویل د قانون له مخې د نېټې له پوره کېدو یوه دقیقه وروسته هم ارګ کې نه پاتې ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: بهرنیان دې د جګړې پر ځای، پر سوله تمرکز وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): نن په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته روانه ده، چې د افغانستان موضوع يې هم وروسته پکې ځای کړه. په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د سولې او هممهاله د پوځیانو د لېږلو په تړاو خبرې روانې دي، چې مشرانو جرګې يې په اړه څرګندونې ...

نور ولوله »

لوګر: طالبانو د والي مرستیال مخامخ وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): د لوګر امنیه قومنداني وايي د دې ولایت د والي مرستیال قمر الدین شکیب د طالبانو په مخامخ برید کې ووژل شو. د لوګر امنیه قومندان عصمت الله علیزي ویلي، نن ماسپښين دوه بجې د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو، چې ځای پر ځای ووژل ...

نور ولوله »

میدان ودرګو کې یوازې ۴۵۸ تنو نوم لیکنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷): د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې له پیله ۱۲ ورځې تېرېږي، خو لا هم پر مرکز سربېره په ګڼو ولایاتو کې دا پروسه خورا ټکنۍ روانه ده. د ټاکنو کمیسیون د تازه معلوماتو له مخې د وري د میاشتې له ۲۵مې د غويي تر درېیمې پورې تر ټولو ډېرو کسانو په کابل او تر ...

نور ولوله »

معصوم ستانکزی، پر خپله دنده پاتې شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي امینت رییس معصوم ستانکزی د ولسي جرګې د استیضاح له ناستې بریالی وتلی دی. هغه چې دوه اوونۍ وړاندې هم د روانو نا امنیو په تړاو ولسي جرګې ور وغوښتی و، دا ځل يې استیضاح کړ. د ولسي جرګې غړو که څه هم ځينو يې له دې استیضاح سره مخالفت درلود، خو ...

نور ولوله »

بهرنیانو دریو میاشتو کې هره ورځ نږدې ۱۴ بمونه پر افغان خاوره غورځولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزارت مسؤلین وايي، په تېرو دریو میاشتو کې يې هر ورځ نږدې ۱۴ بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي. د پنټاګون د معلومات پر اساس د روان میلادي کال په تېرو دریو میاشتو کې دومره هوايي بریدونه شوي چې د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو بمونو يې شمېر اوړي. ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسون: د نوم لیکنې پروسه کې د خلکو خوندیتوب اندېښمن کړي يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): پر پلازمېنه سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نوم لیکنې پر مرکزونو له بریدونو وروسته د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د خلکو خوندیتوب اندېښنه ور پیدا کړې. د دې کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي، د رایه ورکوونکو د لیست تر جوړولو د خلکو خوندیتوب ته ډېرې اندېښنې اخیستي دي. هغې ...

نور ولوله »

سیګار: فساد پر افغان حکومت خلک بې باوره کړي

نن ټکی اسیا (سه شبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې مشر جان سوپکو وايي، په حکومت کې شته فساد افغانان لا بې باوره کړي دي. سوپکو نن په کابل کې له فساد سره د مبارزې په نوم جوړ شوي کنفرانس کې وویل، د افغان حکومت لپاره فساد تر «ترهګرو» هم ډېر خطرناک دی. هغه ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: د تذکرو د وېش مرکزونو کې په یو نوم څو تذکرې اخیستل کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): مشرانو جرګه د نوم لیکنې ورانه ټکنۍ پروسه هم له درغلیو ډکه بولي او وايي، په مستعارو نومونو پکې تذکرې وېشل کېږي. د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې د تذکرو د وېش په بېلابېلو مرکزونو کې درغلې دومره پراخه ده، چې یو تن په څو نومونو څو تذکرې اخیستلی شي. د دې جرګې ...

نور ولوله »

مراد علي مراد له دندې ګوښه کړل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو زوارت امنیتي چارو کې ارشد مرستیال مراد علي مراد د محمد اشرف غني له لوري له دندې لرې کړل شوی دی. د طلوع نیوز د ټویټ له مخې جنرال مراد علي مراد نن له خپلې دندې لرې کړل شو. د سرچینې په وینا د ښاغلي مراد پر ځای د ارګ د ...

نور ولوله »