د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

ولسي جرګه: دفاع وزارت کور په کور جګړه غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټرمپ د ستراتېژۍ مطابق دفاع وزارت له کلیوالي سیمو د امنیتي ځواکونو را ایستل تایید کړل، غواړي هلته «سیمه ییزه اردو» فعاله کړي. ولسي جرګه دا طرحه د کور په کور جګړې اور بلول بولي او ټينګار کوي چې دا طرحه نه شي عملي کېدلی. د ولسي جرګې د ...

نور ولوله »

د کوکنارو د کښت پر ضد، ځانګړي ځواکونه جوړېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت وايي د کوکنارو د نابودۍ لپاره ځانګړي ځواکونه جوړوي. د دې وزارت تر چتر لاندې د سروې رییس نجیب الله احمدي وايي دوی په دې تړاو یوه طرحه برابره کړې ده چې په امریکا کې به يې خپلو ملاتړو ته وړاندې کړي. هغه وویل، دا طرحه ...

نور ولوله »

دوستم د معاملې د عملي کېدو لپاره ارګ ته لاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): جنرال عبدالرشید دوستم له محمد اشرف غني سره د کړې معاملې د تطبیق لپاره ارګ ته تللی دی. هغه نن تر غرمې وړاندې د سرور دانش او عبدالله عبدالله په ګډون له محمد اشرف غني سره ولیدل. هشدارخبري بنسټ دوستم ته له نږدې سرچینې څخه وايي، چې نوموړی له محمد اشرف غني سره د ...

نور ولوله »

امرخېل: امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وايي امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې، ځکه خو غواړي له لرې پرتو سیمو ځان را ټول کړي. امرخېل چې په یوه خصوصي تلویزوني بحث کې خبرې کولې، د امریکا له لوري هغه اعلان چې غواړي له لرې پرتو سیمو افغان ځواکونه را ټول او ...

نور ولوله »

تخار کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د تخار د خواجه بها‌‌ءالدین ولسوالۍ سلګونو تنو د اربکیانو د ظلمونو پر وړاندې لاریون وکړ. لاریون کوونکي چې په مرکز کې د ولایت مقام مخې ته را ټول شوي و، په سیمه کې يې د اربکي قومندان ملک تاتار له چلنده شکایتونه کول. دوی چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، له سیمې ...

نور ولوله »

ډاکټر غني عمران خان ته د بریا مبارکي او د راتګ بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې يې عمران خان ته د بریا مبارکي ويلي. هغه لیکلي «ما د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره خبرې کړې، په ټاکنو کې مې د بریا مبارکي ورته وویله، دواړو توافق سره وکړ چې پر تېر غلبه پیدا کړو او د افغانستان او ...

نور ولوله »

درېیمه ورځ د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلانېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په دریو ورځو کې به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. د دې کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وايي کمیسیون له پوره بررسي وروسته نیت لري چې راتلونکې چهارشنبه د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. ولسمشریزې ټاکنې چې څه باندې لس میاشتې وخت ورته پاتې دي، وروسته ...

نور ولوله »

فیروز: د روغتيايي مرکزونو ساتنه د جګړې د ښکېلو غاړو مسؤلیت دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار کې پر یو روغتيايي مرکز له برید وروسته د عامې روغتیا وزیر وویل، د روغتيايي مرکزونو ساتنه باید له هر ډول تېري خوندي وي. فیروز الدین فیروز وویل د روغتيايي مرکزونو ساتنه د حکومت او د حکومت د وسله والو مخالفینو دواړو مسؤلیت دی. هغه وویل په پروني برید کې درې مېرمنې، ...

نور ولوله »

ټیفا: د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو، رڼې ټاکنې ستونزمنې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): د رڼو ټاکنو بنسټ ټيفا؛ وايي د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو راتلونکې ټاکنې شفافې نه شي ترسره کېدلی. د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده نن په کابل کې خبري ناستې ته د خپلې اندېښنې دلایل دا په ګوته کړل، چې ټاکنیز کمیسیون بشپړ چمتوالی نه لري. هغه وویل پر ...

نور ولوله »

روبین: امریکا د جګړې اړخ دی؛ بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د نیویارک پوهنتون د نړیوالو همکاریو د مرکز مشر بارنت روبین وايي امریکا د جګړې یو اړخ دی او باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. بارنت روبین له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، ځينې داسې مسائل شته چې افغان حکومت يې پر وړاندې بې وسه دی او طالبان ...

نور ولوله »