د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

د ټاکنو کمیسیون: تر اتو میلیونو ډېرو رایه ورکوونکو نومونه لیکلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي، چې د نوم لیکنې له پای ته رسېدو سره سم د رایه ورکوونکو شمېر تر اتو میلونو هم واوښت. د ټاکنو کمیسینو یو کمیشنر حفیظ الله هاشمي رسنیو ته وویل چې د رایه ورکوونکو شمېره اته میلیونه او (۶۳۱۵۶۷) تنو ته رسېږي. د رایه ورکوونکو لپاره د نوم لیکنې ...

نور ولوله »

لوګر: مرکز کې هوايي برید درانه ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په خوست او ننګرهار کې له ملکي تلفاتو څو یوه شپه وروسته، نن لوګر کې هم هوايي برید ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله او دروند مالي زیان اړولی دی. د لوګر د ځايي اوسېدونکو په قول بهرنیانو د صفر یو قطعې ځواکونو په ملګرتیا تېره نیمه شپه د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د ...

نور ولوله »

غور: چهارسده کې د پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غور په چهارسده کې د وژل شوي ولسوال د ملاتړو پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د غورد والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي پولیس دعوه کوي چې اربکیانو له طالبانو سره د میرزا محمد ابراهیم په وژلو کې مرسته کړې، چې له امله ...

نور ولوله »

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسيد. د ملي امنیت د شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي، هغه له محمد حنیف اتمر سره لیدلي او د د هېواد او سیمې په امنیتي وضعیت يې خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا دوی د ...

نور ولوله »

ننګرهار: بهرنیانو د کورنیو عسکرو په ملتیا د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د مملې په قیوم خېلو کلي کې بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو په مرسته د یوې کورنۍ درې تنه وژلي او دوه يې ژوندي وړي دي. د ځايي اوسېدونکو په قول پېښه تېره شپه د قیوم خېلو کلي کې د حاجي حسن جان په کور کې رامنځته شوه. ...

نور ولوله »

غزني: د امنیتي غونډې په مهال، پر ولایت مقام توغنديز برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): غزني کې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ د تللي پلاوي پر غونډه توغندیز برید شوی دی. د ملي دفاع له وزیر طارق شاه بهرامي سره په دې سفر کې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت مرستیالان هم ملګري دي. دوی چې د غزني ولایت مقام د ننه د غزني دامنیتي وضعیت اړوند ...

نور ولوله »

فیفا: حکومت له ټاکنو د «ماشومانو لوبه» جوړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا؛ وايي حکومت له ټاکنو د ماشومانو لوبه جوړه کړې ده. د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید د حکومت له لوري د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون له صلاحیته وتونکی یاد کړی دی. یوسف رشید له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي حکومت هڅه کوي ټاکنې سمې ...

نور ولوله »

سمنګان: جنبشیانو د کابل – مزار لاره تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اقینې بندر له تړلو وروسته د کابل – مزار لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د نظا الدین قیصاري په ملاتړ کې د جنبش ګوند او جمعیت اسلامي د لاریونونو لړۍ تر سمنګانه ورسېده او په دې ولایت کې يې د کابل – مزار لویه لاره د ترافیکو پر ...

نور ولوله »

کويټ کابل کې خپل سفارت پرانېزي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي کويټ به ډېر ژر په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي. دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي کړې دي. هغه چې کویټ ته په سفر تللی و، ویلي له کویټي چارواکو سره يې د اړیکو په پراختیا خبرې کړې. کرزي وویل، هغوی ورسره ...

نور ولوله »

کابل کې د کانکور ازموینه پیل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي د کانکور د ازموینې په لړ کې د کابل حوزې د لومړي دور ازموینه نن پیل شوه. د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري وویل، په ازموینه کې د ټولو ګډونوالو شمېر ۵۷۹۲۹ تنه دي، چې په لومړي دور کې يې د ۵۰۴۴ نجونو په ...

نور ولوله »